تبليغاتX
شپيلۍ - لیکنه:دمتنو نوويش
ادبي او فرهنګي وېبلاګ

متنونه معمولا په درېو برخو دويش وړ دي نارينه متن ښځينه متن او مخنث متن او دا ويش ددې لپاره دپام وړ دى تر څو د متونو او په خاصه توګه د منظومومتونوپه برخه كې په دې پوه شو چې دا نظم د ښځې لخوا نارينه ته ويل شوى او يا د نارينه له خوا ښځينه ته.

 تاسې به هرومروداوايي چې دا كار خو د الفاظو له مخې هم معلومولى شو ځكه په متن كې د ښځينه او نارينه نوم نښې موږ ته دا سوال ځوابولى شي  ليكن بايد هيره نكړو چې داسې اشعار هم شته چې نه دا نښې لري او نه يې هم نارينه او يا ښځينه ته اطلاق كولى شو لكه:

اخر به خاورې شې بدنه

که دې په منځ کښې د فولادو وساتمه    

داقاعده په نورو ادبياتو كې هم د پام وړ ده . مثلا په دري ژبه كې كه دا موضوع وڅېړو نو له دې ډول ويش سره ډېر مخ كېږو دا په دې چې د دري ژبې ښځينه او نارينه نومونه  او فعلونه ځانګړې نښې نلري.

مثلا كه له داسې  شعر سره مخ شي نو څه حكم به پرې وكړئ ايا ښځينه يې بولى او كه نارينه؟

من خراباتی ام و باده پرســــــت                                        در خرابات مغان بیخود و مست

میکشندم چو سبو دوش به دوش                                        میبرندم چو قدح دست به دست

داچې خراباتي كليمه په دري كې دښځې او نارينه له پاره يو ډول كارول كېږي نو نشو ويلى چې دا شعر به دچا لخوا چا ته ويل شوى وي مګر دا چې د خراباتي كليمې تړاويا ارتباط  ته پام وګرزو چې خراباتي كليمه دښځينو لپاره كارول كېږي او كه د نارينوو لپاره داچې د رسم ، دود او دستور له مخې خراباتيان نارينه دي نو وايو چې دا شعر مذكر او يا نارينه متن دى .

اويا:

برو ای مرد برو از تن من دست بشوی دور شودورکه در خلوت من کامی نیست

له دې شعرنه له ورايه ښكاري چې ويونكى يې ښځه ده او مخاطب يې نارينه دي نو ځكه يې مونث يا ښځينه متن بولو

اويا

گفتم که درد دل زتو درمان شود نشد                جان راست مشکلی ز تو آسان شود نشد

گفتم غم فراق تو از دل رود نــــرفت                یا ترک رنج و غصه و حرمان شـود نشد

دا هغه شعر دى چې نارينه يې ښځينه او ښځينه يې نارينه ته ويلى شي نو دا ډول شعر ته مخنث وايي ځكه تر څو د ويونكي نوم ته ځير نشو نه پوهېږو چې دا به كومې ښځې نارينه ته ويلى وي او يا كوم نارينه ښځينه ته.

خو كه دا موضوع  په پښتو لنډيو كې و ارزوو نو ګورو چې په دې ډول ولسي شعر كې چې ويونكى يې هم نه دى معلوم  او د ټولو پښتنو ګډ فلكلوريك مال دى لازمه ده پوه شو چې ددې لنډۍ ويونكى څوك دى او يا څه ډول متن لري.

لاندې لنډيو ته ځير شئ چې دهمدې ويش په اساس راټولې شوې دي.

اباسين بيا په څپو راغى

په سر يې راوړې سپينې خولې زېړ پېزوانونه    (مذكر)

 

اختر په ټوکو ټوکو راغى

تا چې په تورو څڼو وټومبل گلونه                   (مذكر)

 

اب کوثر جانانه راشه

د بېلتانه په سفر ځم تږى به شمه                     (مذكر)

 

اب کوثر جانانه راشه

نصيب روان دى زه بندي ورسره ځمه            (مذكر)

 

اب و دانه مې شوه تمامه

ليلا په زړه راکړل د تورو گوزارونه             (مذكر)

 

اختر پرون و پرون تېر شو

تا په دې تور پېکي کښې نن ايښي گلونه        (مذكر)

 

اختر پرون و پرون تېر شو

تا تر څنگلو پورې نن سره کړه لاسونه          (مذكر)

 

اخر به خاورې شي بدنه

دا زه نادان يم چې له خاورو دې ساتمه          (مذكر)

 

ارام د زړه مې پيدا نه کړ

په سر د ځمکې پسې ډېر وکړيدمه              ( مذكر)

 

اشنا سالو په مخ راخور کړ

ماته وږمې د تورو زلفو ترې راځينه          (مذكر)

 

اول دې موړ په خوږ ديدن کړم

بيا دې شهيد د بېلتانه په توره کړمه            )مذكر(

 

په ګودر څه ټکه لوېدلې

چې کشره خور يې بدرګه ورسره ځينه       )مذكر(

 

مورې لنډۍ توره مې راکړه

پر دین غزا ده زه خپل ځان شهیدومه          )مذكر(

 

پلاريې دبر کلی ملک دی

لور يې د کوز کلی منګی راډکو ينه            )مذكر(

 

دګودر غاړه ورته نيسه

د نجلۍ خوی د مرغاوې دی رابه شينه        )مذكر(

 

ما دګودر په غاړه ښخ کړی

چې جنکۍ مې مات بنګړی په قبر ږد ينه    )مذكر(

اخر به ما په دادا مړه کړې

کم عقله ياره چې کوې اشارتونه                    (مونث)

 

اخر به ما د کلي غل کړې

په قمري مخ مې سيلاب د اوښکو ځينه          (مونث)

 

اختر ته ځکه خوشحالېږم

چې مساپر اشنا مې کلي ته راځينه               (مونث)

 

اختر ته ډېره خوشالېږم

زما د يار وعده اختر ده رابه شينه               )مونث(

 

اختر خو راغى يار مې نشته

د خندا ډکه خوله به چاته ورکومه         )       مونث(

 

اختر خو راغى يار مې نشته

د کالو ډکه به د چا غېږې ته ځمه                ( مونث)

 

اخر به کند کچکول راواخلم

چې بې وفا جانان مې نه کوي پوښتنه           (مونث)

 

اخر به ما په لالا مړه کړې

چې دې ريبار د ورځې درې ځله راځينه        (مونث)

 

اشنا مې ځي نه راستنيږي

که ورته کېږدم د سرکوشونډو سرونه            ( مونث)

 

اشنا مې سر په وطن کېښود

په تار د زلفو به کفن ورته گنډمه                  (مونث)

 

که د يدن کړی ګودر ته راشه

زه به منګۍ په لپو ورو،ورو ډکومه              )مونث(

 

اشنا په ټوکونه پوهېږي

ما په خورو زلفو واهه مرور شنه      )          مونث(

 

اشنا سور گل د کوه طور دى

زه مرغلره د درياب د غاړې يمه                )مونث(

 

اشنا نوکر دى راتلى نه شي

سپينه خولگۍ به په پاکټ کښې ورلېږمه        )مونث(

 

ارمان ارمان د دادا کوره

له ډکه شکوره به چاپېره گرځېدمه             )  مونث(

 

ارمان به هلته زما وکړې

چې سورپالنگ مې درته خوشې پاتې شينه   )  مونث(

اختر چې تېر شي بيا به راشي

د نادانۍ عمر چې تېر شي نه راځينه           )مخنث(

 

اخر به خاورې شې بدنه

ډېر په نخرو او کبر مه ږده قدمونه            )مخنث(   

 

اخر به خاورې شې بدنه

که دې هر څو په وطنونو گرځومه             )مخنث(

 

اخر به مرم پاتې به نه شم

که د پولادو کلا تاو له ځانه کړمه              )مخنث(

 

ارمان ارمان خپله وطنه

د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه           )مخنث(

 

الله مالک د خير او شر دى

چې له مخلوقه تمه کړي خراب به شينه        )مخنث(

 

اسره مې تاته وه بيا خداى ته

جواب دې راکړ خپل نصيب مې ژړوينه      )مخنث(

 

اشنايي غم دى ښادي نه ده

که څوک د غم طاقت لري اشنا دې شينه      )مخنث(

 

اشنايي هله خوند پيدا کړي

چې کله کله پرې بېلتون پېښه کوينه            )مخنث(

 

اشنا زما په ژړا خاندي

بې قدره اوښکې مې په مخ چپې وهينه         )مخنث(

 

اشنا د لارې نه هېرېږي

زه به د عمر اشنا څنگه هېرومه                )مخنث(

 

ارتينې ښې دي او که نجونې

ارتينې ښې دي شهزادگان بچي راوړينه       )مخنث(

 

امين پرې وکړئ سوال مې دادى

چې مې جانان راسره غاړه غړۍ شينه        )مخنث(

 

چیرته چې علم حاصلیږي

هلته به خاوری کړمه غوښي خپل هډونه      )مخنث(

 

بدرګه که محبت راسره نه وايې

يک تنها به به خو نخوارو لارو تلل څوک  )مخنث(

   

اوښکي مې سيند غوندې بهيږی

بیا به د سيند د غاړی نه کوم سيلونه            ) مخنث(

 

که دی زما ديدن ياد يږی

د ګودر غاړه اجاره واخله مينه                  )مخنث(

 

بدن درياب زړه مې ګودر دی

د غم ويلی پکې رګونه تللی دينه                 )مخنث(

 

                            

 

 

 

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 
 
لومړى مخ
برېښناليك
زيرمتون
دويبلاك په هكله
زه عبدالقدير "خموش" دانجينر صا حب نظر محمد "نوري"زوي په خټه وردگ پښتون ،په 1351 لمريز کال دکب د ميا شتي په شپاړ سمه نيټه دکابل په سلام غونډۍ کي زېږېدلى يم. اصلي پلرنى ټاټوبى مې دوردگو ولا يت چک ولسوالي دعربا نو دسمسورې درې دچورک خيلو کلي دى.
په 1358 لمريز کال دخير خاني ميني دعبدالغفور "نديم" په منځني ښوونځي کي شامل شوم د اتم ټولگي له بشپړولو وروسته مې د نادرئي په ليسه کي خپلي پاتي زده کړې پاي ته ور سولې .
دکانکور په ازموينه کي پيداکوژي انستيتيوت ته معرفي شوم او د نوموړي انستيتيوت د ژبواوادبياتوپوهنځۍ پښتوځانگه مې دخپلو عالي زده كړو لپاره غوره كړه
دخپل منځني جگړو په پايله کي مې دزدکړې موده اږده شوه ترڅو په 1377 لمريز کال له دغه انيستيتوت څخه بريالى راووتم .
له فارغيدو سره جوخت په نوموړي انيستيتوت كې داستاد په توګه ومنل شوم .
دکال په تيريدو مي د خپلي څانگي (پښتو) دامريت مسؤليت هم په برخه شو دطالبا نو له ماتي څخه وروسته په 1380 لمريز کال داستا دانو په غوښتنه دپوهنځۍ دتدريسي مرستيال په توگه تعين شوم
په 1381 لمريز کال په نا څاپي توگه دمطبوعاتو لمني ته وروغورځيدم اود کليد په اوونيزه کي مي دژورناليست دنده د استادۍ تر څنگ خپله کړه دلږ مودې په تيريدو سره ددغې اوونيزې دپښتو برخې او لږ وروسته ددوا ړو ژبو (پښتو،دري) مسووليت را په غاړه شو .اوددواړو ژبو دکتني استاذى شوم يو کال وروسته دمرسل اوونيزې دتصحيح اوکليد اوونيزې دمرستيالۍ دندې راوسپارل شوه او همداشان دژورنالستۍ د دندې په دوهم کال کې دپخلاينې په نامه ديوې بلې جريدې دتصحيح دنده هم را وسپارل شوه
او اوس په دواړو برخو (ژورناليزم او استادۍ) كې په كار بوخت يم هيره دې نه وي چې دهغه وخت پيداګوژي انيستيتوت او س دكابل دښوونې او روزنې په پوهنتون بدل شوى

ورځنۍ اړيكې
د احمد فرزان ویبلاګ
دورځنيو اړيكو زيرمتون
مخكينۍ اړيكې
هفته دوم تیر 1388
هفته چهارم اردیبهشت 1388
هفته سوم بهمن 1387
هفته سوم تیر 1387
هفته چهارم بهمن 1386
هفته چهارم دی 1386
هفته سوم دی 1386
هفته دوم دی 1386
هفته چهارم آذر 1386
هفته چهارم آبان 1386
هفته سوم آبان 1386
هفته دوم آبان 1386
هفته چهارم اردیبهشت 1386
هفته سوم اردیبهشت 1386
هفته دوم اردیبهشت 1386
هفته چهارم فروردین 1386
هفته سوم فروردین 1386
هفته دوم فروردین 1386
هفته اوّل فروردین 1386
هفته چهارم اسفند 1385
دليكنو زيرمتون
شعرونه
لنډې كيسې
څېړنيزې ليكنې
فلكلوري ليكنې
پېژندګلوي
په وردگو کی نننۍ او پرونۍ څهری
شاعران او ليكوالان
خواږه نثرونه
اړيكې
قلیاقل ( طنز و داستان)
د لونګو دريڅې ( ادبي او فرهنګي)
ماشومه مينه: ښځينه ادبي او ټولنيز ويبلاګ
خپريال
افغان ادبي بهير
دلوړو زده كړو ويب سايت
داستانونه
هوسۍ
اراكوزيا
پښتو قاموس
روهي
ګل اغا احمدي وردګ
صدای سوخته
سپلمي
شين ڼاغي
ليكوال
نوید ژورنال
سپرغی
همت الله امين زى
زنده ګي
رشتینی افغانان
نیوز پارسی
سپیده دم
هلمند
افغان بیست سایت
درامتداد شب
تاند
ټاټوبى
روسيه
ملي غورځنګ
ايران
المان
هشت صبح
راه نجات
پشتو
بينوا رسنۍ
هوسۍ بلاګفا
ارمان ملي
جهان نيوز
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

طراح قالب
دیجیتال کیوان