تبليغاتX
شپيلۍ - لیکنه:ناول: دپښتواو نړۍ په ادبياتو کې
ادبي او فرهنګي وېبلاګ

ناول لاتيني کليمه ده د عجيبه څيزپه مانا او په ادبي اصطلاح کي دهغو انساني جذباتو او احساساتو بيان کوي چي په اظهاريې د نورو انسانانو همدردي پيداشي،په ناول کي د انساني ژوند لوړې ژورې، موجودې وي، د انسان له پيدايښت څخه تر پايښت پورې چي کوم واقيعات پيښيږي د ټولو تصويرونه د خپل فن، سکالو (موضوع) ګرځوي، د ناول دنيا د حقيقي دنيا په شان د زمان او مکان او په نړۍ کې دپيښو د رښتيـنوالي پربنا ولاړه وي(1)

په تيرو تقريبا دوه پېړيو کې په اروپا او دنړۍ په ځينو نورو برخو کې ناول بې سياله ژانر ګڼل شوی دی . د۱۸ پيړۍ له لومړيو رانيولې بيا تر ننه پورې ناول وار په وار وده کړې ده .

دناول دپيدايښت په هکله ګڼ شمير تاريخ ليکونکي د هسپانيا د ۱۶ پيړۍ ددويمې نيمايي مشهور ليکوال "سروانتس" او د "دون کيشوت" دشهکارليکونکی راپه ګوتو کوی.

دوی په دې عقيده دي چې د ۱۶ پيړۍ په وروستيو کلونو کې او غالبآ په محبس کې "سروانتس" د خپل شهکار "دون کيشوت"  ليکل پيل کړی له ده وروسته انګريز ناول ليکونکي دانيل ډفوديادولو وړ دی ، ډيفو خپل مشهور ناول (رابينس کروزو) په ۱۷۱۹ کې خپور کړ.(۲)

همداشان   په اروپا کې ناول د اتلسمې او نولسمې پيړۍ په پيوستون کې ښه وده وکړه  او آلماني ليکوالويې خصوصاً د جرمني لوى شاعر (( هاينه )) يې په  وده  کې لوی لاس درلود.

له دې چې راتير شو رابه شو د عربي ژبې په ادبياتو کې دناول پيدايښت ته،دپخوا زمانو څخه تر ننه دعربي ادبياتو په ټولو کتابونو کې نامتو مصري ليکوال (حسين هيکل) چې په ۱۹۱۴ کې يې د(زينب)ناول وليکه ،دعربي نړۍ لومړني ناول ليکونکي پېژندل کېږي ليکن په دې وروستيو کې دسوريې دکډوالودچارو وزيره بثينه شعبان چې په دې برخه کې يې نوې څېړنې ترسره کړې دي دا ادعا ردوي او وايي  چې دعربي ژبه لومړني ناول يوې ښځينه ليکوالې کښلي دي

دسوريې دکډوالو وزيرې  له يانس نيوز سره په مرکه کې ويلي دعربي ژبې  لومړني ناول اغلې (زينب فواز)کښلي دي .دا ناول حسن الوقيب(ښه پايله)نومېږي .مېرمن شعبان داثابته کړې  چې فواز دا ناول ترحسين هيکل کلونه مخکې په ۱۸۹۸ کې ليکلي اوپکارده چې درست عربي ادبي ټولنې دا حقيقت  ومني .

 ددې دواړوادعاوو په هلکه د يوې خوا د نيولو او د بلې خوا د ردولو جراات ځانته نه ورکوم، ځکه پوهه مې په دې برخه  کې نيمګړې ده؛ خو دا يعقيني ده ،چې همدا دواړه ناولونه د عربي ژبې په لومړنيو ناولونو کې راتلی شي.

اوس به نو راشو دې ته، چې پښتو ادبياتو کې ناول څنګه او له کومې لاره  راويسته؛دپښتو ادبياتودتاريخ په ټولو کتابونو کې څېړونکي په دې سره يوه خوله شوي، چې ناول پښتو ادبياتو ته له ژباړې او هغه هم دشلمې پيړۍ دپيل په لومړيوکلونوکې  لاره را  ايستلې او بيا دهمدې پښتنو لخوا روزل شوې او نن ورځ ګورو،چې ګڼ شمير ناول ليکونکي لرو. 

راحت زاخيلی هغه لومړنی ليکوال دی، چې په پښتو ادبياتو کې دناول ليکلو وياړ ورپه برخه شوي ؛ له ده وروسته يا ترڅنګ بيا يوشمير نورو ليکوالو هم وردانګلي او په دې لاره کې يې دراحت په پله پلونه اېښې دي،  چې له دې ډلې نه په کوزه پښتونخوا کې د    حمزه شينواري، سيدرسول رسا، شيرزمان غمجن ،اشرف دراني ،صاحب زاده محمدادريس ،ميرمهدي شامهدي، سلطان محمدماټوخان ،رشيدعلي دهقان اوداسې نوروپه شان نومونه او په بره پښتونخوا کې برهان الدین کشککی ،محمد رفيق قانع،عبدالرووف قتيل اونورمحمد ترکی يادولى شو.

خو په دې کلونو کې يې چندان دودې شاهدان نه يو ځکه په هغه وخت کې هم لکه نن دنثر په ځاي نظم ته ځانګړې پاملرنه وه او ټولو تقريبا په ګډه دنظم لمنه ټينګه کړې وه . لکه حمزه صاحب چې وايي : (( په پښتوکې دنظم په مقابله کې دنثرکمى دى اوهغه داسې پوره کيداى شي چې زموږليکوال قرباني ورکړي په خپل خرڅ کتابونه چاپ کړي .خرڅيږي هسې هم نه خوبياهم دپښتوذخيره پرې زياتيږي .)) ( ۳ )

همدې ټکي ته په اشارې سره چې وايو ناول پښتو ادبياتو ته دژباړې له لارې راغلي سيد تقويم الحق کاکا خيل داسې کښلي دي:

    (( دې ترجمو ژبه يو خاص معيار ته ورسوله او د اظهار لارې يې آزادې کړې. د بيان انداز يې مقرر کړ او د الفاظو روابط يې محکم کړل. د جملو ساختو نه يې نوي کړل او په هره طريقه يې ژبه د نوي ادب قابله کړه. په دې ترجمو کې زياته حصه د ډپټي نذير احمد د کتابونو ده او دوه کتابه پکې عام پيدا کيږي. د ميا محمد يوسف ( توبه النصوح) او د ميا حسيب ګل صاحب  ( نقش نګين) دواړو آزاده ترجمه کړې ده. دواړو کتابونه صرف پښتو کړي نه دي ، پښتانه کړي يې هم دي او د دواړو په ژبه ډير قابو دى او په الفاظو يې ګرفت ډير مظبوط دى.))  ( ۴ )

ديادولو وړ ده چې ميا حسيب ګل کاکا خيل د نقش نګين ناول د ډپټی نظير احمد له ميرات العروس څخه چې په اردو ژبه کښل شوی په کال ۱۲۹۳ هـ -ق (۱۸۷۶ع) پښتو ته وژباړه.

په پښتو ننني ادب کې هم همدې موضوع ته په اشاره سره راغلي :((پښتو ته ناول هم لکه  د نورو  نويو ادبي ژانرونو غوندې د شلمې پيړۍ له پيل سره راغلى او دميلمه يعنې د ترجمې په بڼه يې د پښتو ادب په درشل پل ايښى دى.))  (  ۵  )

له پورته يادونو نه دا جوتېږي چې په پښتو ادبياتو کې لومړني ژباړل شوي ناول د ميا حسيب ګل "نقش نګين" دوهم ژباړل شوي ناول د ميا محمد يوسف د تو بته النصوح ناول دي ليکن لومړني په پښتو ليکل شوي ناول د راحت زاخيلي ناول د ماه رخې (نتيجه عشق) دي چې په کال نولس سوه لسم ،نولس سوه يوولسم کلونوپه شاوخواکې کښل شوی

زاخيلی د دې ناول په پيل کې کښلي: (( دا کتاب فياالواقع صحيح قصه ده مګر د يوې وجهې اصلي نوم پرې نه دی ايښى شوى د حال زمانې سرګذشت دى چشم د يد واقعه ده چې په سنه  نولس سوه شپږم _ تر نولس سوه اووم _ نولس سوه اتم _ نولس سوه نهم کې تيره شوې ده )).

دغه ناول دراحت زاخيلي دزوکړې دسلمې کليزې په وياړ دکابل پوهنتون دفرهنګي شورا له خوا د لطيف بهاند په سريزه اوتدقيق په کال ديارلس سوه دري شپيتم کې ددوهم ځل لپاره چاپ شو.

پوهنيارلطيف بهاند ددې اثر په سريزې کې يوځاى ليکي : (( دماه رخې دناول سوژه دليکوال دسترګوليدلى حال دى اوپه مينې کې دلريوالي( بيلتون ) اوپه پاى کې دوصل کيسه راغلې ده چې ديوې پښتنې ټولنې په چاپيريال کې انځورشوې ده )) ( ۶ )

په راحت صاحب پسې دناول ليکلولړۍ روانه شوه . دابراهيم عطايي دمعلوماتوله مخې ورپسې ناول دصاحب زاده محمدادريس د( پيغلې ) ناول دى . ( ۷  )

له دوی وروسته سيدرسول رسااو شيرزمان غمجن هم په خپل وار په ناول ليکلو لاس پورې کړ او ګڼ شمېر ناولونه يې وليکل . درسا په ناولونو کې ترټولو مشهور ناولونه د خودکوشي ، شمۍ ،مامونۍ او مفرور دي په همدې ترتيب غمجن بياد ګل خان، مانت او رحمان کورونه په نامه رومانونه کښلي چې خپل خپل لوستونکي لري .

له دوی چې راتېر شو نو رابه شو حمزه صاحب ته چې ده هم په دې لاره کې مضبوط قدم اېښی ، ښاغلى حيب الله رفيع يې داسې يادونه کوي (( همدارازداستاد حمزه شينواري (( نوې چپې)) ناول دومره خوږ اودفن په ګيڼه پسولل شوى چې قدم په قدم ګنډې اوپوښتنې لري . دبيلابيلوپيښوموزون تړون سره کوي اوبيانويوداسې وخت ته رارسيږي چې ټولې ګنډې او دټولوپوښتونو ځوابونه يوپه بل پسې حل کيږي اوهم دناول موضوع دپښتني ټولنې اشناپيښې دي اوپه دې ټولنه کې دنوي اوزاړه تمدن دسره پيوستون اودکليوالي اوښاري ژوند دسره د لنډون صحنې انځوروي )) (۸)

زموږ په هيواد کې لومړنی معلوم چاپ شوی ناول د برهان الدين کشککي « پټه مينه» ناول دی. ورپسې د محمد رفيق قانع « دوه سره مين وروڼه » دلومړنيو ناولونو په کتار کې يادولی شو.

په ۱۹۵۸ ميلادي کال کې د عبدالروف قتيل « دوه ياران» ناول چاپ شو . د نور محمد تره کي څو ناولونه « دبنګ مسافري » « څړه » « سپين » او « سنګسار » په همدې کلونو کې چاپ شول . نورمحمد تره کی د کميت له پلوه د خپلې زمانې تر ټولو د ډيرو ناولونو ليکوال دی.

 

 

 

 

 


ماخذونه

1-            اهتمام ،ظفرخان ، لنده کيسه او ناول،انترنت، :///C:/Documents and Settings/Dear-User/Desktop/4.html.

2- سحر، علم ګل ، (په ادبياتو کې د ناول ونډه)انترنت:د داستانونو ويبسايت، http://dastanona.com/pashto/larshod/full.php?

۳ – ساغر،اميرمحمد، ١٩٧٢ کال، نوی کول ، ( په نوي کول دزاړه کول تبصره ، دحمزه          شينواري ) منظورعام پريس ، پيښور، ، د( ج) مخ.

۴ – کاکاخيل ،سيدتکريم الحق ،ب، کال، ( روغ ليونی ) بي بي نوره ، ( يونوې لار،  يوه ادبي تجربه ) دسيدتقويم الحق کاکاخيل مضمون ، پبليک ارټ   پريس ، پيښور، ٢٧ مخ.

۵ – دافغان ياد،١٣٦٠کال،دغلام محي الدين افغان دشپيتم تلين په  وياړ دليکوالو دمقالو مجموعه (دپښتوننی ادب ) دبريښ مضمون ،کابل پوهنتون ،دژبواوادبياتوپوهنځي خپرونه ،  ٨٠ مخ

۶ – زاخيلي، راحت ، ١٣٦٣ کال، ناول دماه رخې ، دپوهنيارلطيف بهاندپه سريزه             اوتدقيق ، دکابل پوهنتون دفرهنګي شوراخپرونه ، دکابل پوهنتون    چاپخونه ، د( يج ، يد) مخونه.

۷ – دافغان ياد ،1360کال، دغلام محي الدين افغان دشپيتم تلين په  وياړ دليکوالو دمقالو مجموعه,په  اوسني پښتوادب کې ناول ، رومان اوداستان ،  دابراهيم عطايي مقاله(١٢٠ ) مخ

۸ – دافغان ياد،١٣٦٠ کال، دغلام محي الدين افغان دشپيتم تلين په  وياړ دليکوالو دمقالو مجموعه  دحبيب الله رفيع مضمون ، کابل پوهنتون ،  دژبواوادبياتوپوهنځي خپرونه    

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 
 
لومړى مخ
برېښناليك
زيرمتون
دويبلاك په هكله
زه عبدالقدير "خموش" دانجينر صا حب نظر محمد "نوري"زوي په خټه وردگ پښتون ،په 1351 لمريز کال دکب د ميا شتي په شپاړ سمه نيټه دکابل په سلام غونډۍ کي زېږېدلى يم. اصلي پلرنى ټاټوبى مې دوردگو ولا يت چک ولسوالي دعربا نو دسمسورې درې دچورک خيلو کلي دى.
په 1358 لمريز کال دخير خاني ميني دعبدالغفور "نديم" په منځني ښوونځي کي شامل شوم د اتم ټولگي له بشپړولو وروسته مې د نادرئي په ليسه کي خپلي پاتي زده کړې پاي ته ور سولې .
دکانکور په ازموينه کي پيداکوژي انستيتيوت ته معرفي شوم او د نوموړي انستيتيوت د ژبواوادبياتوپوهنځۍ پښتوځانگه مې دخپلو عالي زده كړو لپاره غوره كړه
دخپل منځني جگړو په پايله کي مې دزدکړې موده اږده شوه ترڅو په 1377 لمريز کال له دغه انيستيتوت څخه بريالى راووتم .
له فارغيدو سره جوخت په نوموړي انيستيتوت كې داستاد په توګه ومنل شوم .
دکال په تيريدو مي د خپلي څانگي (پښتو) دامريت مسؤليت هم په برخه شو دطالبا نو له ماتي څخه وروسته په 1380 لمريز کال داستا دانو په غوښتنه دپوهنځۍ دتدريسي مرستيال په توگه تعين شوم
په 1381 لمريز کال په نا څاپي توگه دمطبوعاتو لمني ته وروغورځيدم اود کليد په اوونيزه کي مي دژورناليست دنده د استادۍ تر څنگ خپله کړه دلږ مودې په تيريدو سره ددغې اوونيزې دپښتو برخې او لږ وروسته ددوا ړو ژبو (پښتو،دري) مسووليت را په غاړه شو .اوددواړو ژبو دکتني استاذى شوم يو کال وروسته دمرسل اوونيزې دتصحيح اوکليد اوونيزې دمرستيالۍ دندې راوسپارل شوه او همداشان دژورنالستۍ د دندې په دوهم کال کې دپخلاينې په نامه ديوې بلې جريدې دتصحيح دنده هم را وسپارل شوه
او اوس په دواړو برخو (ژورناليزم او استادۍ) كې په كار بوخت يم هيره دې نه وي چې دهغه وخت پيداګوژي انيستيتوت او س دكابل دښوونې او روزنې په پوهنتون بدل شوى

ورځنۍ اړيكې
د احمد فرزان ویبلاګ
دورځنيو اړيكو زيرمتون
مخكينۍ اړيكې
هفته دوم تیر 1388
هفته چهارم اردیبهشت 1388
هفته سوم بهمن 1387
هفته سوم تیر 1387
هفته چهارم بهمن 1386
هفته چهارم دی 1386
هفته سوم دی 1386
هفته دوم دی 1386
هفته چهارم آذر 1386
هفته چهارم آبان 1386
هفته سوم آبان 1386
هفته دوم آبان 1386
هفته چهارم اردیبهشت 1386
هفته سوم اردیبهشت 1386
هفته دوم اردیبهشت 1386
هفته چهارم فروردین 1386
هفته سوم فروردین 1386
هفته دوم فروردین 1386
هفته اوّل فروردین 1386
هفته چهارم اسفند 1385
دليكنو زيرمتون
شعرونه
لنډې كيسې
څېړنيزې ليكنې
فلكلوري ليكنې
پېژندګلوي
په وردگو کی نننۍ او پرونۍ څهری
شاعران او ليكوالان
خواږه نثرونه
اړيكې
قلیاقل ( طنز و داستان)
د لونګو دريڅې ( ادبي او فرهنګي)
ماشومه مينه: ښځينه ادبي او ټولنيز ويبلاګ
خپريال
افغان ادبي بهير
دلوړو زده كړو ويب سايت
داستانونه
هوسۍ
اراكوزيا
پښتو قاموس
روهي
ګل اغا احمدي وردګ
صدای سوخته
سپلمي
شين ڼاغي
ليكوال
نوید ژورنال
سپرغی
همت الله امين زى
زنده ګي
رشتینی افغانان
نیوز پارسی
سپیده دم
هلمند
افغان بیست سایت
درامتداد شب
تاند
ټاټوبى
روسيه
ملي غورځنګ
ايران
المان
هشت صبح
راه نجات
پشتو
بينوا رسنۍ
هوسۍ بلاګفا
ارمان ملي
جهان نيوز
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

طراح قالب
دیجیتال کیوان