تبليغاتX
شپيلۍ - لیکنه:دهايكوشكل او شاليد
ادبي او فرهنګي وېبلاګ

دهايكو شكل:

هايكو جاپاني كلمه ده او د ادب په اصطلاح  كې دشعر پيل ته وايي. نن ورځ دنړۍ ټول خلك هايكو دجاپاني شعر په نامه پيژني. واقعت هم همدا دى چې، دهايكو شعردلومړي ځل لپاره په جاپان كې دجاپاني شاعرانو لخوا وويل شو. هايكو دلنډو شعرونو يوه ځانګړې بڼه ده. دومره خوند چې، دجاپاني ژبې په هايكو كې پروت دى په بله ژبه كې نشته سم دم_ كه سهوه شوى نه وم_ هغه خوند چې، دپښتو ژبې په لنډيو كې دى.

هايكو په دريو نيم بيتيو كې ويل كېږي. په دې ډول چې، لومړى او دوهمه نيم بيتي يې پينځه_ پينځه څپې او درېيمه نيم بيتي يې اووه څپې وي. په ټوليزه توګه دټولو څپو شميريې اوولسو څپو ته رسېږي. هايكو د وزن او قافيې له پلوه ازاده ده،مانا دا چې، هايكو نه وزن لري او نه قافيه. خو  په خپل لنډ او ساده انداز كې يو كوچنى خو روڼ انځور زموږ ترمخه ږدي.

دغه شعر معمولا يو ژوندى او ساه لرونكى تصوير او  توصيف مجسموي، د دې خبرې مانا دا ده، چې شاعر پخپله هايكو كې خپل مخاطب ته يوه صحنه شرحه كوي، خو بايد وويل شي، چې پورته ځانګړنې  په هره ژبه كې د هغې ژبې د ژبني جوړښت له مخې توپير لري.

۱۷ څپيزه هايكو يو جاپاني استندرد دى او په نورو ژبو كې كېداى شي څپې يې زياتې او ياكمې شي. اروپايي هايكو ګانې په دريو كرښو كې د لنډ، اوږد او لنډ ترتيب په رعايتولو سره ليكل كېږي.

زموږ نوي  هايكو ويونكي هم كله په لنډ او كله په اوږده  انداز هايكوګانې  وايي دبېلګې په توګه دغه لاندې  هايكو ګانو ته ځېر شئ چې  په لنډو او اوږدو مصرو كې ويل شوې خو هغه عمومي چوكاټ چې درې مصريز دى هغه يې نه دى مات كړى.

زما تيارې خونې

د رڼا اندامونه

ورو ورو واغوستل

 

 

له دې غونډۍ ها خو

 طبيعت دى

ځمكه بربنډه ده

 

ښويدلي وريځ

دهوا له ديوالو

په غره ناسته ده        

 

لكه چې، مخكې هم اشاره ورته وشوه هايكو معمولا په دريو كرښو كې ويل كېږي او داسې چې، بايد دهايكو خبر او اصلي ټكى په وروستۍ كرښه كې  او فعلونه دهرې كرښې  په پيل كې راشي .

 

 

دهايكو شاليد:

داسې هم نه ده چې، هايكو د جاپاني ژبې دلنډو شعرونو لومړنى بڼه ده، دهايكو نه پرته دجاپاني ژبې او ادب نور لنډ شعرونه هم شته، اوهم وو. په ځانګړې توګه همدا هايكو هم دهغو لنډو شعرونو زېږنده ده چې، څه دپاسه دوه زره كاله وړاندې په جاپان كې دود وو او تانكا نومول كيدل. تانكا د نننۍ هايكو لومړنۍ بڼه ده . په دې فورم كې به شاعرانو تر ډېره دسوال او ځواب په بڼه خپلې ويناوې په دوه برخو كې بيانولې. لومړۍ برخه به يې له ۱۷ څپو او دوهمه برخه به يې د۱۴ څپو لرونكې وه. مانا داچې ټوله تانكا به له ۳۱ څپو څخه ترلاسه كيده. تانكا د لنډ شعر په مانا راغلې او په وړاندې يې يو بل ډول شعري فورم دچوكا په نامه هم شته چې، هغه دلوړ شعر په مانا داغلى.

په ۱۶ پېړۍ كې دتانكا ۱۷ څيېز ډول هم دود وموند او هغه يې د هاكايي يا هايكو په نامه ونوماوه او بيا تر همدې نن ورځې پورې په همدې نامه (هايكو) وپيژندل شو . هايكو د خپل لوړ فورم په لرلو نن ورځ په ټوله نړۍ كې خپور شو او خپل ځانګړي مينه وال يې خپل كړل ان تر دې چې زموږ په ګران هيواد افغانستان كې يې هم ګڼ شميې پلويان وموندل او نوو ځوانو شاعرانو خپله شعري تبعه يې په همدې شعري فورم كې وازمويله.

د پخوانيو جاپاني هايكو ګانو  له مطالعې دا څرګندېږي، چې پخوانيو هايكو ګانو طنزي محتوا درلوده، خو له فلسفي افكارو سره تر غاړه غړۍ كېدو وروسته، بدلون په كې رامنځته او په ډېر جدي ژانر واوښت. ساده ګي ، دموضوع  ژوروالى، هنر، انځور او بيا بديع د هايكو له نورو ځانګونو څخه شميدل كېږي.

 

دجاپان لومړني او مشهور هايكو ويونكي:

چا چې هايكو لوستلې وي او يا يې د هايكو په هكله څه پلټنه كړې وي نو خامخا به يې د باشو،بوسون،ايسا او شيكي نومونه ترسترګو شوي وي. داهغه څلور ستوري دي چې، دجاپاني هايكو ويونكو په كتار كې اوچت ځاي لري او تلځلانده ستوري يې بولي.

ماتسوئو باشو(۱۶۹۴-۱۶۴۴) :

باشو د جاپان د هايكو ويونكو په كتار كې لومړنۍ څېره ده چې، ښكلي او په زړه پورې هايكو ګانې يې ويلې  او  په هغه  كې يې د انسان دننني او روحاني تمايلات رانغاړلي دي.

باشو د خپل عمر په ۴۰ كلونو كې يو شوخ تبعه شاعر ګڼل كېده ليكن د عمر په وروستې لسيزه كې يې په ناڅپاي توګه هايكو ته مخه كړه او دباشو مكتب يې په هايكو كې پرانيست او ډېر شمير زده كونكي يې وروزل. له ده نه وړاندې دهايكو ويونكو دنده له كلماتو  سره لوبې وي او همدې ناروا باشو ولمساوه چې، دهايكو په ويلو پيل وكړي. دده لومړنۍ مجموعه په هايكو كې(زوړ ډنډ) نومېږي. او دا مجموعه دده دهايكو ويلو په ډګر كې لومړنې مجموعه ده.

يوسا بوسون(۱۷۱۶-۱۷۸۳):

د باشو تر مرګ څه كم وډېر دوه ويشت كاله وروسته بوسون دې ميدان ته راودانګل او هايكو ته يې نوى رنګ او خوند ور په برخه كړ. او د هايكو يو نوى سبك يې پرانيست.بوسون ډېر تكړه انځورګر و د طبيعت سره يې ډېره مينه وه او همدا مينه يې تل په وجود كې ډېره په مستۍ چليده. دده په هايكو ګانو كې دطبيعت ښكلا او د مرغانو له خولې خبرې ډېرې ترسترګو كېږي .

بوسون وروسته له هغه چې، باشو ومړ او دده شاګردانو دهغه لاره پرېښوده نو د هايكو ډګر ته ورننوت او په ښكلو هايكو ګانو يې دمينه والو تنده ورماته كړه او هايكو يې له زواله وژغورله.

داهم د بوسون  دوه هغه هايكو گاني چي نذير سهار ژباري دي:

مياشت د وريځو له درزه راګوري

د چونګښو منګولو

اسمان په ډنډ کې چټل کړ

#

جينۍ ميلمستيا ته تللې

نيا يې په خلاص زړه

له لانځکې نه سرې سترګې باسي

 

كوباياشي(۱۸۲۷-۱۷۶۴):

ايسا هم د جاپان له نامتو هايكو ويونكو څخه شميرل كېږي او تر ډېره يې د باشو او بوسون دسبك پيروي كړې ده ليكن دعمر په ۴۰ كلنۍ د شعر ويلو معراج ته ورسيد او شعر يې پوخ والى ومند.

ايسا په غمونو كې رالوى شوى شاعر دى، خو د غم او خپګان كومه نښه د هغه په هايكوګانو كې نه ليدل كېږي او هغه د ځينو په اصطلاح برخليك يې منلى و. ايسا دوه كلن و، چې مور يې مړه شوه، وروسته يي بيا نيا هم له نړۍ سترګې پټې كړې. تر واده وروسته ښځه او درې بچيان يې هم يو په بل پسې مړه شول. تر ډېره د ده په هايكو ګانو كې انسان پالنه او خواخوږي تر سترګو كېږي، چې له همدې امله د هايكو زړه يې بولي.

 ده د ژبې مختلفه محاورې او لهجې په هايكو كې ځاى كړې . ايسا واړه او بې ارزشه شيان څوښول او هغه يې عميقا دركول له هغو شيانو سره يې مينه وه چې، نورو نه خوښول. لكه: څونګښه،چنجي،مچان، مياسې او داسې نور.

ماساوكا شيكي(۱۹۰۲-۱۸۶۷):

شيكي هغه څوك و چې، په دې نوې دوره كې يې د هايكو هغه پخوانى فورم له زواله وژغورله، هايكو ته يې نوې ساه وركړه او د ايسا،بوسون او باشو لاره يې ژوندى وساتله.

په لنډ ډول دا څلورتنه هايكو ليكونكي د بيلابيلو ليد لوريو لرونكي دي، باشو روحاني دى، بوسان هنرمند دى، ايسا انسان پاله او شيكي واقعيت پلوه شاعر دى

 

دهايكو ليكنې ځينې قواعد:

دهايكو ليكل كه څه هم ظاهراً اسانه په نظر راځي خو يو شمير پېچلي قواعد هم لري.

په دې ليكنه كې به هغه پخواني او نوي  وضع شوي قواعد تاسو ته دروړاندې كړو چې په جاپان او يوشمير اروپايي هيوادونو كې  دهايكو ليكنې په وخت مراعات كېږي.

پرته له شكه چې ددې ټولو قواعدو مراعات به په يوه هايكو كې شونې نه وي  ځكه يوشمير قواعد شته چې يو د بل سره سازګاري نه لري . ښه لاره دا ده ،چې ددې قاعدو له منځه دخپلې خوښې قاعدې راوباسو او په خپلو ليكنو كې يې تطبيق كړو كله،چې په دې قاعدو لاسبري شوو نو د نوو قاعدو په تطبيق كې هم بايد وهڅېږوو.

نوموړې قاعدې په دې توګه دي:

1.       دخپلوهايكو ګانو څپې تل شمارئ .

2.       ۱۷ څپې په يوه كرښه كې وليكئ

3.       ۱۷ څپې په دريو كرښو كې وليكئ

4.       ۱۷ څپې په دريو مسرو كې د پينځه اووه او پينځه په  ترتيب وليكئ (جاپاني استندر)

5.       ۱۷ څپې په دريو مسرو كې په ترتيب د لنډه اوږده  او لنډه  وليكئ. اروپايي قالب).

6.       ټوله هايكو بايد په يوه دمه وكولاى شئ چې ولولئ.

7.       دهغو كلمو نه بايد ګټه واخيستل شي چې دكال په يوه خاص  موسم پورې تړاو ولري.لكه  په ګل د باران څاڅكي،چې د پسرلي نښه ده .سپېره ونه، چې دژمي  نښه كيداي شي او داسې نور.

8.       د لومړى او يا دوهمې مسرې په پاى كې  (نه په دواړو مسرو كې) بايد سكوت راوستل شي.

9.       هيڅكه داسې مه كوئ چې درې واړه مسرې مو ديوې كاملي  جملې په بڼه يو د بل پسې راشي.

10.     په هايكو كې بايد داسې ترتيب  وكاروئ ،چې د اولې او دوهمې مسرې ترمنځ تقابل د دريمې مسرې  له لوستلو وروسته درك كړئ.

11.     تل له حال زمانې څخه كار اخلئ  د دې ځاي  په هكله همدا اوس  وليكئ.

12.     له خاصو نومونو او شخصي ضميرونو تا خپله وسه ډه ډه وكړئ.

13.     بده به نه وي كه ستاسو د هايكو لومړى او دوهمه مسره دنحوي جوړښت په اساس يو شان وي.

14.     دهرې مسرې د انځورونو د ترتيب په هكله چې د مسرو دجوړولو پر وخت تر لاسه كېږي فكر وكړئ مثلا يوه منظره لومړى له لرې بيا يې يوه برخه يو څه  له نژدې او بيا دې ترمخه.

15.     تر خپله وسه زيار وباسئ چې لومړى مسره مو جذابه او راښكونكې وي.

16.     تل د معمولي شيانو په هكله په معمولي روش او په معمولي ژبه وليكئ.

17.     يوازې له عيني انځورونو څخه ګټه واخلئ.

18.     له داسې انځورونو څخه استفاده وكړئ چې هغه په خپله خوښه دشخص د فقر او انزوا ښكارندويي وكړي.

19.     له داسې انځورونو څخه استفاده وكړي چې هغه رومانتيك ووسي.

20.     تضادونه ولټوئ او په هايكو ګانو كې يې ځاى كړئ.

21.     دناممكنه شيانو په هكله په معمولي ژبه وغږېږئ.

22.     يوازې دطبيعت له ښكلاوو وغږېږئ.(انساني مسايلو ته له مخامخ اشارې ډه ډه وكړئ)

23.     انساني عواطف  دطبيعت په مختلفه خواوو كې تداعي كړئ.

24.     ځانته له هر ډول نيغ په نيغه اشارې ډه ډه وكړئ.

25.     دليك نښو نښانومراعات  په هايكو كې بنديز نلري.

26.     كله كله د ايهام د منځ ته راوستلو په خاطر ليك نښې مه كاروئ.

27.     دخپلې ژبې  دګرامري جوړښت خيال ساتئ.

28.     دقافيې له راوړلو تير شئ.

29.     له عروضي اوزانو څخه استفاده مه كوئ.

30.     تل خپله هايكو په يوه نوم پاي ته رسوئ.

31.     دهر آني الهام او شهود څخه ديوې هايكو دليكلودپيل  لپاره استفاده وكړئ.

32.     دډېرو فعلونو له كارونې ډه ډه وكړئ. 

33.     تر خپله وسه د عطف او اظافت تور ي مه كاروئ.

34.     قيد مه په كې راوړئ.

35.       دهر نوم لپاره له  يوه صفت څخه ډېر مه كاروئ.

36.     له هايكو سره لكه شعر برخورد وكړئ.

37.     هره هايكو مو چې ذهن ته راغله وي ليكئ ، حتي كه ډېره ضعيفه هم وه ،ځكه كيداي شي د ښو هايكو ګانو د ليكلو زيرى پكې نغښتى وي.

 

 

په پښتو ادب كې  هايكو:

په پښتو ادب كې  هايكو تر دې دمه هغه موقعيت نه دى خپل كړى، چې په نورو ژبو كې يې لري. دلته د ګوتو په  شمار يو شمير ځوان شاعران دي، چې هايكو ګانې وايي. له بله پلوه كوم خوند او رنګ چې، په جاپاني هايكو ګانو كې شته ددوي په هايكو ګانو كې نه ليدل كېږي او يا خو كم تر سترګو كېږي.

هغه كسان چې، نن سبا ځان  هايكو ويونكي بولي، يوازې او يوازې يې د هايكو هغه قاعده په ځان منلې ده، چې بايد په دريو نيم بيتيو كې وويل شي، حال داچې، هايكو ځان ته نور قواعد هم لري، چې څه ناڅه اشاره ورته وشوه.

داچې زموږ د ليكنې موخه په پښتو هايكوګانو كره كتنه نه ده نو يوازې دومره ويل غواړم، چې دا صنف زموږ په ادب كې نوى پرانيستل شوى او د هر نوى كار پيل له خامۍ سره مله وي، نو ځكه دا هيله لرو، چې يوه ورځ ځان د نورو ژبو له هايكو ګانو سره برابر كړي.

ځينو شاعرانو نوموړى صنف په طنزيه انداز كې ليكلى دى. هايكو ته يې د طنز ژبه وركړې ده او رښتيا هم دغه ډول هايكو يو څه لوستونكي پيدا كړي دي. تر دې دمه په كوزه پښتونخوا او بره پښتونخوا كې د هايكو دوې ټولګې ما ليدلې دي، چې دواړه په طنزيه ژبه ليكل شوې دي. لومړۍ ټولګه (د ناوې لور) د (ظفرخان ظفر ) او دوهمه (په چنارونو دې لمبې پورې شي) د( محب الله سباون )ده، چې دواړو ته به يوه لنډه كتنه ولرو خو هيره دې نه وي، چې له دوى نه پرته هم يو شمير ځوان هايكو ويونكي په دواړو خواوو كې شته  خو تر دې دمه يې ټولګې نه دي چاپ شوې او هايكو ګانې يې خورې ورې په ګڼو چاپي رسنيو كې راغلې دي .

ذبيح الله احساس زموږ د هيواد يو ځوان شاعر او ليكوال د (په چنارونو دې لمبې پورې شي) ټولګې په اړه په خپله يوه مقاله كې ليكلي:

 " په چينارونو دې لمبې پورې شي" د محب الله سباوون د هايكو ټولګه ده، چې په 1385 لمريز كال چاپ شوې ده . د "په چينارونو دې لمبې پورې شي" هايكوګانې ځاى ځاى د طنز رنګ خپلوي. نوموړې ټولګه د محب الله سباوون لومړۍ شعري تجربه ده، خو پخپله لومړۍ تجربه كې يې تر نورو اړخونو د خپل چاپېريال تصويرونه په طنزيه انداز كې ښه رااخيستي دي. سباوون پښتون دى او له خپلو دودونو سره مينه لري، نو ځكه خو له هغو ځوانانو څخه سر ټكوي، چې پرمختګ يې له خپل كولتوره لرې كوي. رښتيا هم ځينې ځوانان، چې د كومې بهرنۍ ژبې په ځانګړې توګه له انګليسي سره يو څه اشنا شي او يا هم د اوسني وخت د پرمختګ ځينو وسايلو (انټرنېټ) سره بلدتيا ومومي، نو ددې پرځاى، چې مثبت بدلون په كې څرګند شي، خپلې ژبې او كولتور ته شا كوي. سباوون هم له همداسې ځوانانو څخه ګيله كوي، وايي:

ســــاده سړيه د حجرې مه وايه

اوس خوښوي د انګرېزۍ ګپونه

خلك خــــو ځكه انټرنېټ لګوي

سباوون تر ډيره حده هڅه كړې ده، چې هايكو يې هايكويي رنګ خپل كړي  خو دا هڅه يې نيمګړې پاتې شوې. دامنم چې، په بله ژبه كې به هم داسې  نيمګړتياوې وي او دا نيمګړتياوې د هرې ژبې د ژبني جوړښت له امله رامنځته كېږي . دا ناشونې ده چې موږ دې كټ مټ هماغسې هايكو ووايو لكه جاپانيان يې، چې وايي ليكن داسې هم بايد ونه كړو، چې له هايكو نه بل څه جوړ كړو.

همداشان د ظفرخان ظفر هايكوګانې، چې دي تر ډېره بريده د ازاد شعر په وزن او تول پوره خېژي او هغه ځانګړنې، چې اصلي هايكويې لري په دوي كې نه ترسترګو كېږي. مثلا ښاغلى ظفر يو ځاى وايي:

نن يوه سړي د مجبورۍ له لاسه

د سرڅادر خرڅاوه لاس يې تنګ و

خو وړانديني ترينه په قرض غوښتلو

وګورئ، دغه شعر د هايكو كومې ځانګړنې لري، ايا دطبيعت انځورګري شته په كې، ايا هغه د مسرو تول شته په كې او ايا د فعلونو د راوړلو ځاى په كې مراعت شوى دى. نه دا يو هم په كې نشته. نو له دې كبله سړى نه شي كولى، چې پر دغې هستونې د هايكو نوم كېږدي.

ځوان او نوښتګر شاعر عبدالرحمن ومان نيازي هم ځينې هايكو ګانې ليكلې دي، چې ښايي په سلو پنځه يې د هايكو په تول پوره وخېږي، خو نور ټول ازاد شعر ته ورته دي.

نورو ځوانو شاعران هم ازاد شعرونه ليكلي دي، چې تر ډېره طنزيه رنګ او خوند لري او له همدې كبله يې پر هغه د هايكو نوم ايښى او داسې انګېري ، چې ازاد شعر جدي شاعري ده او طنز په كې نه ځاييږي نو ځكه يې پرخپلو دغو شعرونو د هايكو نوم ايښى، چې په هيڅ ډول هم هايكو ته نه پاتې كېږي. ځكه په دغو هايكوګانو كې موږ د طبيعت او چاپيريال هيڅ ډول انځور نه وينو.

 

 

 

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 
 
لومړى مخ
برېښناليك
زيرمتون
دويبلاك په هكله
زه عبدالقدير "خموش" دانجينر صا حب نظر محمد "نوري"زوي په خټه وردگ پښتون ،په 1351 لمريز کال دکب د ميا شتي په شپاړ سمه نيټه دکابل په سلام غونډۍ کي زېږېدلى يم. اصلي پلرنى ټاټوبى مې دوردگو ولا يت چک ولسوالي دعربا نو دسمسورې درې دچورک خيلو کلي دى.
په 1358 لمريز کال دخير خاني ميني دعبدالغفور "نديم" په منځني ښوونځي کي شامل شوم د اتم ټولگي له بشپړولو وروسته مې د نادرئي په ليسه کي خپلي پاتي زده کړې پاي ته ور سولې .
دکانکور په ازموينه کي پيداکوژي انستيتيوت ته معرفي شوم او د نوموړي انستيتيوت د ژبواوادبياتوپوهنځۍ پښتوځانگه مې دخپلو عالي زده كړو لپاره غوره كړه
دخپل منځني جگړو په پايله کي مې دزدکړې موده اږده شوه ترڅو په 1377 لمريز کال له دغه انيستيتوت څخه بريالى راووتم .
له فارغيدو سره جوخت په نوموړي انيستيتوت كې داستاد په توګه ومنل شوم .
دکال په تيريدو مي د خپلي څانگي (پښتو) دامريت مسؤليت هم په برخه شو دطالبا نو له ماتي څخه وروسته په 1380 لمريز کال داستا دانو په غوښتنه دپوهنځۍ دتدريسي مرستيال په توگه تعين شوم
په 1381 لمريز کال په نا څاپي توگه دمطبوعاتو لمني ته وروغورځيدم اود کليد په اوونيزه کي مي دژورناليست دنده د استادۍ تر څنگ خپله کړه دلږ مودې په تيريدو سره ددغې اوونيزې دپښتو برخې او لږ وروسته ددوا ړو ژبو (پښتو،دري) مسووليت را په غاړه شو .اوددواړو ژبو دکتني استاذى شوم يو کال وروسته دمرسل اوونيزې دتصحيح اوکليد اوونيزې دمرستيالۍ دندې راوسپارل شوه او همداشان دژورنالستۍ د دندې په دوهم کال کې دپخلاينې په نامه ديوې بلې جريدې دتصحيح دنده هم را وسپارل شوه
او اوس په دواړو برخو (ژورناليزم او استادۍ) كې په كار بوخت يم هيره دې نه وي چې دهغه وخت پيداګوژي انيستيتوت او س دكابل دښوونې او روزنې په پوهنتون بدل شوى

ورځنۍ اړيكې
د احمد فرزان ویبلاګ
دورځنيو اړيكو زيرمتون
مخكينۍ اړيكې
هفته دوم تیر 1388
هفته چهارم اردیبهشت 1388
هفته سوم بهمن 1387
هفته سوم تیر 1387
هفته چهارم بهمن 1386
هفته چهارم دی 1386
هفته سوم دی 1386
هفته دوم دی 1386
هفته چهارم آذر 1386
هفته چهارم آبان 1386
هفته سوم آبان 1386
هفته دوم آبان 1386
هفته چهارم اردیبهشت 1386
هفته سوم اردیبهشت 1386
هفته دوم اردیبهشت 1386
هفته چهارم فروردین 1386
هفته سوم فروردین 1386
هفته دوم فروردین 1386
هفته اوّل فروردین 1386
هفته چهارم اسفند 1385
دليكنو زيرمتون
شعرونه
لنډې كيسې
څېړنيزې ليكنې
فلكلوري ليكنې
پېژندګلوي
په وردگو کی نننۍ او پرونۍ څهری
شاعران او ليكوالان
خواږه نثرونه
اړيكې
قلیاقل ( طنز و داستان)
د لونګو دريڅې ( ادبي او فرهنګي)
ماشومه مينه: ښځينه ادبي او ټولنيز ويبلاګ
خپريال
افغان ادبي بهير
دلوړو زده كړو ويب سايت
داستانونه
هوسۍ
اراكوزيا
پښتو قاموس
روهي
ګل اغا احمدي وردګ
صدای سوخته
سپلمي
شين ڼاغي
ليكوال
نوید ژورنال
سپرغی
همت الله امين زى
زنده ګي
رشتینی افغانان
نیوز پارسی
سپیده دم
هلمند
افغان بیست سایت
درامتداد شب
تاند
ټاټوبى
روسيه
ملي غورځنګ
ايران
المان
هشت صبح
راه نجات
پشتو
بينوا رسنۍ
هوسۍ بلاګفا
ارمان ملي
جهان نيوز
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

طراح قالب
دیجیتال کیوان