![]() |
![]() |
|
| ادبي او فرهنګي وېبلاګ |
|
د ځانځاني ښامارپه هكله يو څو ټكي ځانځاني ښاماردلوى عالم، فيلسوف اوليكوال شهيد ډاكترسيدبهاوالدين مجروح يوعالي، فلسفي اثردى، چې په روانه پښتود آزاد شعرپه قالب كې په ۴- ۸ او ۱۲ څپوكې ليكل شوى دى. په لومړي نظركې ځانځاني ښامار، چې دداستان په بڼه په خپل ځان كې ديوه انسان سفردى، درى كركترونه پكې ترسترګوكيږي، لاروى، ايګو، اودمينې الهى، خوكله چې داثرپايته رسيږو، دې پايلې ته رسيږو، چې داكيداى شي درى نه بلكې يوكركتروي، چې دخپل وجودپه دننه كې منزل كوي، دغه اثر، چې دلاروي په روايت پېليږي اودهغه دسفركيسه ده، ترډېره بريده دسمبول او ايماژونوپه ژبه راسره غږيږي اوپه خپله دليكوال په وينا دانساني ژور طبيعت اوعصيان بيان دى، چې دغه واقعيت درى جلا اړخونه لري يو يې نفسي انفرادي، بل ټولنيزاوسياسي اودريم ددې دواړو اړخونو يوتركيب دى، چې دليكوال په وينادانساني موجوديت فلسفي معنى ده. زماددغې ليكنې موخه داده، چې داڅرګنده كړم، چې څه كيږي؟ څنګه كيږي؟ له كومه پېليږي؟ چېرته اوج ته رسيږي؟ اوڅنګه يوډول داسې پايته رسيږي، چې ديوبل پيل لپاره پكې لاره هواريږي. دځانځاني ښامارپيل لكه څنګه چې دمخه هم ورته اشاره وشوه، دنيموشپولاروي په روايت پېليږي: داسي وايي: چېرته لرې يولوى ښارو آوازه يې دښايست خپره هرلورى په دې ښاركې اوسېده يولوى سړى هم داولس په هوښيارانوكې هوښيار ليكوال له پيله دكيسې له اساسي توكي تلوسې څخه كاراخيستى اوپه لوستلويې لوستونكى هوسيږي، چې دښاردپېژندنې لپاره مخته لاړشي او وګوري، چې ريښتياهم ښارښكلى دى كه نه اوبياداچى په دې ښاركې اوسېدونكى هوښيارڅوك دى، هغه هم داسې هوښيار، چې ترنورو هوښيارانوډېرهوښياردى. دغه كشش اوتلوسه لوستونكى له ځانه سره اخلي اومخ ته يې بيايي. دنيموشپولاروى يادكيسې كركتريوماښام له خپل ښارنه، چې دلته ښارديو جوش اوحجم نه ډك ځاى معنى ښندي وځي او دورك سمندرغاړې دلټون په موخه وچ اوسوزنده بيابان كې سفركوي، په دغه ځاي كې دهېرشوي ښارويراني اوويجاړي ګوري. چې شپه تياره شوه بهارشو نودښارله شورماشوره ومه دورې دورې تللى نه آوازنه انعكاس و ټپه ټپه چپتيايي وه شپه كې توره تروږمۍ وه خومزل رڼارڼاو سبايي چې روښانايي شوه رسېدلى ومه زه بيا ديوې تورې نغارې خولې ته هو! لاروى ددغې مغارې خولې ته كښېني اوپه دې پوهېږي چې ښامارڅنګه پردې ښارواكمن شوى؟ څه ډول يې دهغه اوسېدونكي له منځه وړي اوبلآخره څه ډول پخپله دمرګ له پرښتې سره مخامخ شو. دلته چې مغارې خولې ته په رسېدوسره ليكوال هيجان رامنځ ته كوي، خپله كيسه اوج ته رسوي اودمرګ له پرښتې سره پرمخامخ كېدو، خپل اثرته دپاى ټكى ايږدي |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
لومړى مخ برېښناليك زيرمتون |
| دويبلاك په هكله |
زه عبدالقدير "خموش" دانجينر صا حب نظر محمد "نوري"زوي په خټه وردگ پښتون ،په 1351 لمريز کال دکب د ميا شتي په شپاړ سمه نيټه دکابل په سلام غونډۍ کي زېږېدلى يم. اصلي پلرنى ټاټوبى مې دوردگو ولا يت چک ولسوالي دعربا نو دسمسورې درې دچورک خيلو کلي دى.
په 1358 لمريز کال دخير خاني ميني دعبدالغفور "نديم" په منځني ښوونځي کي شامل شوم د اتم ټولگي له بشپړولو وروسته مې د نادرئي په ليسه کي خپلي پاتي زده کړې پاي ته ور سولې . دکانکور په ازموينه کي پيداکوژي انستيتيوت ته معرفي شوم او د نوموړي انستيتيوت د ژبواوادبياتوپوهنځۍ پښتوځانگه مې دخپلو عالي زده كړو لپاره غوره كړه دخپل منځني جگړو په پايله کي مې دزدکړې موده اږده شوه ترڅو په 1377 لمريز کال له دغه انيستيتوت څخه بريالى راووتم . له فارغيدو سره جوخت په نوموړي انيستيتوت كې داستاد په توګه ومنل شوم . دکال په تيريدو مي د خپلي څانگي (پښتو) دامريت مسؤليت هم په برخه شو دطالبا نو له ماتي څخه وروسته په 1380 لمريز کال داستا دانو په غوښتنه دپوهنځۍ دتدريسي مرستيال په توگه تعين شوم په 1381 لمريز کال په نا څاپي توگه دمطبوعاتو لمني ته وروغورځيدم اود کليد په اوونيزه کي مي دژورناليست دنده د استادۍ تر څنگ خپله کړه دلږ مودې په تيريدو سره ددغې اوونيزې دپښتو برخې او لږ وروسته ددوا ړو ژبو (پښتو،دري) مسووليت را په غاړه شو .اوددواړو ژبو دکتني استاذى شوم يو کال وروسته دمرسل اوونيزې دتصحيح اوکليد اوونيزې دمرستيالۍ دندې راوسپارل شوه او همداشان دژورنالستۍ د دندې په دوهم کال کې دپخلاينې په نامه ديوې بلې جريدې دتصحيح دنده هم را وسپارل شوه او اوس په دواړو برخو (ژورناليزم او استادۍ) كې په كار بوخت يم هيره دې نه وي چې دهغه وخت پيداګوژي انيستيتوت او س دكابل دښوونې او روزنې په پوهنتون بدل شوى |
| ورځنۍ اړيكې |
|
د احمد فرزان ویبلاګ دورځنيو اړيكو زيرمتون |
| دليكنو زيرمتون |
|
شعرونه لنډې كيسې څېړنيزې ليكنې فلكلوري ليكنې پېژندګلوي په وردگو کی نننۍ او پرونۍ څهری شاعران او ليكوالان خواږه نثرونه |
|
RSS
|