![]() |
![]() |
|
| ادبي او فرهنګي وېبلاګ |
|
پيژندګلوي:احسان الله ارينزي ليكوال:خموش احسان الله (ارينزى) دمرحوم حاجي محمد عمر وردګ زوى دى. په ۱۹۵۴ م كال د جنوري ۱۵ نېټه د كا بل په زاړه ښار كې زېږېدلى دى او اصلي ټا ټوبى يې د وردګو ولايت دسيد اباد ولسوالۍ دشنيزدره دچهاردهي كلى دى اواوس دكابل ښار په خوشحال خان مېنه كې استو ګنه لري . زده كړې: لومړنۍ زده كړې يې دغازي محمد ايوب خان ښوونځۍ كې په ۱۳۴۴ ل كال او منځنۍ زده كړې يې د نا دريې په عالي لېسه كې سر ته رسولې دي اوپه ۱۳۵۰ ل كال له دغه لېسې څخه فارغ شوى دى . لوړې زده كړې يې د كابل دپوهنتون داقتصاد په پوهنځۍ كې په كال ۱۳۵۶ ل كې سر ته رسولې دي. ارينزي په همدومره زده كړه بسنه نه ده كړې او اوپه لاندې يادشوو خا رجي كورسونو كې يې هم برخه اخيستۍ ده . پرمختللي بانكي خدما ت( هند اوپونه) ، دجيني صنا يعو له پاره دانرژي سيمپا ،(فليپين). دندې: دافغا نستان دپرمختيا با نك ، دافغان بيسم اواريا نا راډيو تلويزيون. بهرني سفرونه: پا كستان ،ايران،هند روسيه، ګر جستان ،ازربا يجان، ارمنستان ،تركمنستان، تاجكستان ، ازبكستان، عربي متحده امارات ، تركيه،بلغاريا ،هالنډ،فرانسه،بلجيم،الما ن او سعودي عربستان . چاپي اثار: ۱- دمينې افسا نه دصمد بهر نګي د داستان ژباړه، بيهقي ۱۳۵۷ ل كال . ۲- دښادۍ بدلې ( فلكلوري جونګ) دعلومو اكاډمۍ ۱۳۶۶ ل كال. ۳- شلېدلي تارونه (لنډې كيسې ) دافغا نستان دليكوالو ټولنه ۱۳۶۹ ل كال. ۴- سيل (لنډې كيسې) دافغا نستان دليكوالو ټولنه ۱۳۷۰ ل كال. ۵- دادبياتو هدف ،دګور ګي داستانونه ،داطلا عاتو اوكلتور وزارت ۱۳۷۰ ل كال كابل دغه كتاب دكابل په جګړو كې دكابل په دو لتي مطبعه كې وسځېد او له مينځه لاړ. ۶- وږى مين ،دعزيز نسين داستا نونه، دخو شحال فرهنګي ټولنه ۱۳۷۵ ل كال. ۷- د نړۍ هنداره لومړى ټوك ،اسيا داسيايي هېوادونو طبعي ،بشري ،اقتصادي او تاريخي جغرافيه ،دساپي پښتو څېړنواو پر مختيا مركزچاپ ۱۳۷۹ ل كال پېښوردوهم چاپ ۱۳۸۲ ل كال پښور ۸- دنړۍ هنداره دوهم ټوك ،افريقا دافريقي هېوادونوطبعي ،بشري، اقتصادي او تاريخي جغرافيه ، دسا پي پښتو څېړنومركز ۱۳۸۰ ل كال پښور. ۹- دنړۍ هنداره دريم ټوك ،استرليا ،د اقيا نو سيه دسيمې هيوادونو طبعي ،بشري ،اقتصا دي .او تاريخي جغرافيه ، دسا پي دپښتو څېړنو مر كز چاپ ۱۳۸۲ ل كال پښور. ۱۰- تندر دلنډو كيسو ټولګه د الازهرخپرندويه ټولنه ۱۳۸۲ ل كال پښور. ۱۱- د نړۍ هنداره څلورم ټوك ، اروپا داروپايي هېوادونو طبعي ،بشري ،اقتصا دي او تاريخي جغرافيه ، دساپي پښتو څېړنو دپراختيا مركز ۱۴۸۴ ل كال پښور. ۱۲- دنړۍ هنداره پنځم ټوك ، امريكا دامر يكايي هېوادونو طبعي ،بشري، اقتصادي او تاريخي جغرافيه. دساپي پښتو څېړنواو پراختيا مركز ۱۳۸۵ ل كال پښور. ۱۳- تور غا ټول ، دالكسا ندر دوما ليكنه ،د دانش خپرندويه ټولنه ۱۳۸۶ ل كال پښور. ۱۴- دمينې افسانه دصمد بهرنګي دداستا نونوټولګه ۱۳۸۶ ل كال پښور. ۱۵- مور اوزوى دما كسيم ګورګي د داستا نونو ټولګه دانش خپرندويه ټولنه ۱۳۸۶ ل كال پښور. نا چا په اثا ر : ۱- مطا لعه امكا نات خود كفا يي افغا نستا ن از تو ليدات شكر (اقتصا دي څېړنه ). ۲- نښه دلنډو كيسو مجمو عه. ۳- د نړيو الې ټولنې ، دنړۍ دلو يو او كوچنيو سيا سي ، فوځي ، اقتصا دي او فر هنګي ټولنو پيژند ګلوي. ۴- ژوندي د وي خلك، د بيلا بيلو ليكوالو لنډې كيسې. |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
لومړى مخ برېښناليك زيرمتون |
| دويبلاك په هكله |
زه عبدالقدير "خموش" دانجينر صا حب نظر محمد "نوري"زوي په خټه وردگ پښتون ،په 1351 لمريز کال دکب د ميا شتي په شپاړ سمه نيټه دکابل په سلام غونډۍ کي زېږېدلى يم. اصلي پلرنى ټاټوبى مې دوردگو ولا يت چک ولسوالي دعربا نو دسمسورې درې دچورک خيلو کلي دى.
په 1358 لمريز کال دخير خاني ميني دعبدالغفور "نديم" په منځني ښوونځي کي شامل شوم د اتم ټولگي له بشپړولو وروسته مې د نادرئي په ليسه کي خپلي پاتي زده کړې پاي ته ور سولې . دکانکور په ازموينه کي پيداکوژي انستيتيوت ته معرفي شوم او د نوموړي انستيتيوت د ژبواوادبياتوپوهنځۍ پښتوځانگه مې دخپلو عالي زده كړو لپاره غوره كړه دخپل منځني جگړو په پايله کي مې دزدکړې موده اږده شوه ترڅو په 1377 لمريز کال له دغه انيستيتوت څخه بريالى راووتم . له فارغيدو سره جوخت په نوموړي انيستيتوت كې داستاد په توګه ومنل شوم . دکال په تيريدو مي د خپلي څانگي (پښتو) دامريت مسؤليت هم په برخه شو دطالبا نو له ماتي څخه وروسته په 1380 لمريز کال داستا دانو په غوښتنه دپوهنځۍ دتدريسي مرستيال په توگه تعين شوم په 1381 لمريز کال په نا څاپي توگه دمطبوعاتو لمني ته وروغورځيدم اود کليد په اوونيزه کي مي دژورناليست دنده د استادۍ تر څنگ خپله کړه دلږ مودې په تيريدو سره ددغې اوونيزې دپښتو برخې او لږ وروسته ددوا ړو ژبو (پښتو،دري) مسووليت را په غاړه شو .اوددواړو ژبو دکتني استاذى شوم يو کال وروسته دمرسل اوونيزې دتصحيح اوکليد اوونيزې دمرستيالۍ دندې راوسپارل شوه او همداشان دژورنالستۍ د دندې په دوهم کال کې دپخلاينې په نامه ديوې بلې جريدې دتصحيح دنده هم را وسپارل شوه او اوس په دواړو برخو (ژورناليزم او استادۍ) كې په كار بوخت يم هيره دې نه وي چې دهغه وخت پيداګوژي انيستيتوت او س دكابل دښوونې او روزنې په پوهنتون بدل شوى |
| ورځنۍ اړيكې |
|
د احمد فرزان ویبلاګ دورځنيو اړيكو زيرمتون |
| دليكنو زيرمتون |
|
شعرونه لنډې كيسې څېړنيزې ليكنې فلكلوري ليكنې پېژندګلوي په وردگو کی نننۍ او پرونۍ څهری شاعران او ليكوالان خواږه نثرونه |
|
RSS
|