![]() |
![]() |
|
| ادبي او فرهنګي وېبلاګ |
|
غونډله ( جمله ) الف – غونډله (جمله ) جمله په دوه ډوله ده يوه نيمګړې ، او بله پوره جمله که د يوې خبرې څخه مخاطب ته پوره مطلب ونه رسي هغه خبره نيمګړې ده لکه : د احمد تره ، سره زر ... او کومه خبره چې بل ترې پوره مطلب واخلي پوره جمله بلل کيږي لکه : د احمد تره راغلى دى . دا خبره سره زر ده ... يانې که چيرې دوه يا زياتې کلمې چې پوره مفهوم افاده کړي يا يوه کلمه چې دوې اساسي برخې ( مبتدا او خبر ) ولري جمله بلل کيږي په پښتو کې د مانا او جوړښت له مخې د جملې مشهور ډولونه دادي . ١- خبريه جمله ٢- امريه جمله ٣- استفهاميه جمله ٤ – بيانيه جمله ٥ – مفرده او مرکبه جمله ٦ – فعليه جمله ٧- اسميه جمله ٨- ندايه جمله ١ – خبريه جمله : هغې جملې ته وايي چې د يو شي د حالت او کيفيت څخه حکايت کوي او په جمله کې مبتدا او خبر دواړه موجود وي چې اوس به د مبتدا او د خبر موقعيت او د هغو څرنګوالى په پښتو او دري جملو کې په ګوته کړ و. خبري جملې پښتو برخه دري برخه پروين لاړه . پروين رفت . احمد ولاړ. احمد رفت . شريف او کريم راغلل . شريف و کريم امدن. نسرين او شريفه راغلې . نسرين و شريفه امدن . دا ويده ده . او خواب است . دى ويده دى . او خواب است. په پورته جملو کې ليدل کيږي چې د پښتو او دري جملو تر منځ توپير شته هغه دا چې په پښتو جملو کې مبتدا د خبر سره سمون لري لکه پروين لاړه او يا لکه احمد لاړ ، چې د مذکر اومؤنث لپاره جلا جلا خبرې ذکر شوې دي او په دري جملو کې بيا داسې نه ده خبر د مبتدا سره هيڅ مطابقت نه کوي لکه رفت ، رفت او يا لکه امدن ، امدن چې ايا دلته يې مطلب د چا څخه دى؟ له مؤنث جمع څخه دى او يا له مذکر جمع څخه دى ، او د (او) ضمير په برخه کې هم همدا ډول په لاندې جملو کې بيا هم توپيرونه ليدل کيږي . نسرين در امتحان نهايى به درجه عالى کامياب شد . احمد در امتحان نهايى به درجه عالى کامياب شد. په پورته جملو کې د ( شد ، شد ) په برخه کې د دواړو جملو تر منځ توپير نشته خو په پښتو کې په داسې جملو کې د مفرد او جمع ، مذکر او مؤنث لپاره توپير ليدل کيږي . زرمينه په کلنۍ ازموينه کې په لوړه درجه بريالۍ شوه. زلمى په کلنۍ ازموينه کې په لوړه درجه بريالى شو . په پورته لومړۍ جمله کې چې مبتدا ( زرمينه ) مفرد مؤنث ده نو فعل ( شوه ) هم د مفرد مؤنث په ډول راغلې ده ، او په دوهمه جمله کې مبتدا ( زلمى ) مفرد مذکر دى فعل ( شو) هم د مفرد مذکر لپاره راغلى دى . ٢- بيانيه جمله : بيانيه جمله هغه جمله ده چې حال بيانوي . پښتو برخه دري برخه پرون احمد ته ياد کړې . ديروز احمد ياد شما کرد . پرون احمد ته ياده کړې . ديروز احمد ياد شما کرد . دا مې پېژني . او ( مؤنث) مرا ميشناسد. دى مې پيژني . او ( مذکر ) مرا ميشناسد . په پورته دري جملو کې د شما ، شما ضميرونو څخه معلومه نده چې مطلب يې له مخاطب مفرد څخه دى او که له جمع څخه دى او په پښتو کې د (ته ) ضمير مفرد دى همدا ډول لکه : اورا ميشناسد ، او را ميشناسد هم معلوم نده چې ما څوک پېژنې خو په پښتو کې بيا داسې نه ده ځکه چې له ( دا ) څخه يې مطلب مؤنث دى او ( دى ) څخه يې مطلب مذکر دى همدا ډول په دري کې بيا هم داسې جملې شته دي . ( خواهر مريم بسيار مقبول است ، برادر مريم بسيار مقبول است ) په پورته جملو کې بسيار ، بسيار يو ډول قيد دى او مقبول ، مقبول هم يو ډول صفت استعمال شوى او ( است ، است ) هم خو همدا جملې بيا په پښتو کې داسې دي چې په قيد کې جلا جلا او په صفت کې جلا جلا توپير ونه شته لکه : ( د مريم خور ډېره ښکلې ده ، د مريم ورور ډېر ښکلى دى ) په پورته جملو کې ليدل کيږي چې د قيد په برخه ( ډېر او ډېره ) کې توپير شته همدا ډول ښکلى او ښکلې کې هم توپير شته هغه دا چې که چيرې مبتدا جمع يا مفرد وي او يا مبتدا مؤنث يا مذکر وي په دې صورت کې د جملې خبر دې د مبتدا سره مطابقت بايد ولري چې داسې ځانګړتياوې يوازې په پښتو جملو کې ليدل کيږي . ٣ – استفهاميه جمله : استفهاميه جمله هغه جمله ده چې مطلب يې په کې د يو شي په اړه پوښتل وي لکه : دغه هلک د چا زوى دى ؟ دا انجلى د چا لور ده ؟ آيا تا دى خبر کړى چې زه ځم ؟ آيا تا دا خبره کړې چې زه ځم ؟ دا ټول ځونان دى ؟ دا ټولې پېغلې دي؟ په پورته استفهامي جملو کې يو ډول فعلونه استعمال شوي ، چې دى مذکر لپاره لکه : دى د چا زوى دى ؟ ، دى مو خبر کړ ؟ او دا ټول ځوانان دي ؟ همدا ډول د مؤنث لپاره جلا ضميرونه او فعلونه کارول شوي دي ( دا انجلۍ د چا لور ده ؟ د امو خبره کړيده ؟ د اټولې نجونې دي ؟ ) چې هر فعل د نومونو تابع دى چې همدا جملې بيا په دري جملو کې داسې کارول شوي دي . اين پسر کى است ؟ اين دختر کى است ؟ او را خبر کرديد ؟ او را خبر کرديد ؟ آيا اين همه جوانان هستند ؟ ايا اين همه جوانان هستند ؟ په پورته دري جملو کې ليدل کيږي چې پسر او دختر نومونه مخکې له شخصي ضميرو څخه راغلى دى په پښتو کې بيا لومړي شخصي ضميورنه او وروسته بيا نومونه استعمال شوى البته په استفهامي ضميرونو کې . ٤- امريه جمله : امريه جمله هغه جمله ده چې مطلب پکښې د يوه کار غوښتل وي چې دا بيا هم په دري او پښتو جملو کې داسې دي . مذکر : کريمه ته و لاړ شه . مؤنث : شريفې ته ولاړه شه. ته به بيا ما ياد کړې . ته به بيا ما ياد ه کړې . ته دى خبر کړه . ته دا خبره کړه . په پورته لومړيو جملو کې ليدل کيږي چې متکلم او مخاطب دواړه مذکر دي او په دويمه برخه کې بيا متکلم او مخاطب دواړه مؤنث دي او کله چې کريم ته خطاب شوى نو کريم په کريمه ! بدل شوى يانې د نوم په تلفظ کې بدلون راغلى او شريفه چې مؤنث نوم دى کله چې خطاب ورته شوى نو شريفه په شريفې! بدله شوې ځکه ، چې پښتو امريه حالت کې نوم تغير مومي خو په دري کې بيا داسې کوم بدلون په نوم کې نه راځي همدا ډول په دويمې اودرېيمې جملو کې ( مابه ياد کړې ، ما به ياده کړې ) مطلب واضح دى چې متکلم او مخاطب مذکر جلا ، جلا او مؤنث جلا ، جلا دي خو داسې توپيرونه په دري کې نه تر سترګو ګيږي لاندې مثالونه وګورئ. مذکر : احمد ! شما برويد مؤنث : مريم ! شما برويد . شما مرا ياد نمايد . شما مرا ياد نمايد . شما او را خبر کنيد شما او را خبر کنيد . په پورته جملو کې د مخاطب په ضمايرو کې هيڅ توپير ندى راغلى همدا ډول په فعلونو کې هم مؤنث او د مذکر لپاره يو ډول فعل استعمال شوى. که څه هم مخکې ويل شوي چې هره ژبه تر يوې اندازې پورې ځانته مخصوص ادات او علايم لري لکه د پښتو ژبې بعضې خصوصيات چې هغه په نورو ژبو کې ډېر کم ليدل کيږي لکه: ١- د ( را ، در ، ور ) په برخه کې ليدل کيږي چې دري وړې وړې کلمې دي هره يوه په خپل ځان کې د فعل مرجع او تخصص واضع کوي چې ددغو په مقابل کې په نورو جملو کې يوه ناروغه جمله استعما ليږي . اوس که مونږ ددې درې واړو کلمو خواص د دري ژبې سره مقايسه کړو بده به نه وي ، دا درې واړه کلمې پخپله اداکې د فعل مرجع ( يانې متکلم ، مخاطب ، غايب ) چې د بل ضمير تفسير کوي او له هغه څخه ښکارندوي کوي لکه :
پښتو برخه دري برخه الف – راغورځول. بطرف خود انداختن . ب – در غورځول. به توانداختن . ج - ورغورځول . به او انداختن . لکه څرنګه چې ليدل کيږي په دري برخه کې يواځې ( انداختن ) هيڅ د فعل مرجع نه شي کيداى تر څو چې ( به من ، به تو ، يا به او ) ورسره مل نشي . بل لکه په حاضره امريه جملو کې لکه : پښتو برخه دري برخه راوړه به من بيار دروړه به خود ببر وروړه به او ببر لکه څرنګه چې بيا هم ليدل کيږي په دري امريه جملو کې ( بيار ، ببر ، به او ببر ) سره اصلي مرجع نده معلومه تر څو چې ( بمن ، به تو ، يا به او ) ورسره مل نشي او که چيرې ووايو چې ببر مخاطب په شک کيږي چې د ځان لپاره يې ويسم او که د بل لپاره ، خو په پښتو جملو کې په ډاګه ښکاري چې راوړه ، دروړه ، او داسې نور چې هر يو يې ځان ته د مرجع ښکارندوي کوي لکه : پښتو برخه دري برخه راځم ميا يم درځم نزد شما ميا يم ورځم نزد او ميروم . په دري برخه کې يو اځې له ميا يم يا ميروم څخه مقصد پوره نه څرګنديږي که چيرې نور ضماير ورسره مل نشي . مګر د پښتودغه د فصاحت څخه ډکې کلمې د هر فعل په يو ځاى کېدو سره خبره دومره واضع کوي چې نور تفصيل ته يې هيڅ اړ تيا نشته همدا ډول ( راشه ) چې يوه ځانته ما نا ورکوي يا ( نزد من بيا ) چې بيا هم جلا مانا ورکوي دلته د يوه بل ټکي ښودل هم لازمي شوه هغه دا چې که چيرې ددې دريو کليمو سره ( شه ) يو ځاى شي لکه ( راشه ، ورشه ، درشه ) نو د مفرد فعل صورت ښکاره کوي او که چيرې ( ځ ) ورسره مل شي نو د استمراري صورت پيدا کوي چې مثالونه يې پورته وښودل شول بله دا چې که دغه ( را ، در ، ور ) که چيرې د خپل دويمې کلمې څخه بېل شي نو په دي صورت کې هر يوه کلمه بې مانا پاتې کيږي يا يې مانا په ځينو الفاظو کې معکوسه کيږي لکه د ( راتلل ) څخه چې ( را ) کلمه بې له شي د ( آمدن ) په ځاى ترې ( رفتن ) مانا ورکوي او که د (راځه ) څخه د ( را ) کلمه بيله شي همداسې معکوسه مانا ورکوي يا کله ، ورکول که چيرې له دې څخه ( ور ) جلا شي نو په د صورت کې کول يا کردن مانا ورکوي . ٢- په پښتو جملو کې بيا هم ( وهل ، ويشتل ) فعلونه شته دي چې هر يو يې جلا ، جلا ما نا او ځاى لري هغه دا چې وهل په هغه صورت کې ويل کيږي چې په لاس يا په لرګي سره حاضر مهال کې په مخاطب باندې واقع کيږي . په داسې حال کې چې مغلوب يانې د وهلوال د وهونکي له خوا له نيژدې څخه وهل کيږي . او ويشتل هغه دي چې د لرې څخه په تيږه يا په توپ يا د ټوپک په ذريعه يو سړى ويشتل کيږي چې په عربي کې ورته ( رمى) ويل کيږي اما په دري کې ددې دواړو فعلو لپاره يو ډول د زدن د فعل څخه بل فعل نشته که ناڅاپه څوک ووايي چې (احمد را زدن ) مخاطب ته نه جوتيږي چې احمد په څپېړه ووهل شو او که په ټوپک وويشتل شو تر څو چې شرح ورنکړي شي . خو په پښتو کې سمدلاسه جوتيږي چې متکلم څه وايي او بل ( احمد ووهل شو ) مخاطب پوهيږي چې احمد په لاس يا په لرګي ووهل شو او که وويل شي چې ( احمد وويشتل شو ) نو په دې صورت کې پوهيدل کيږي چې احمد له لري څخه په ټوپ تيږه يا په کوم بل شي وويشتل شو . ٣ – په پښتو کې ( وړل ، بوول ، يا بيول ) فعلونه دي چې دا هم په بيلا بيلو ځايونو کې استعماليږي ، که څه هم ددې دواړو افعالو توپير او تعريف ځينو ابتدايي ليکوالو يوازې ذيروع او بې سا ( بې روح) شيانو سره ښودلى دى مګر دا خبره غلطه ده لکه ، ( وړل ) خاص هغه شي ته راځي چې د وړونکي په وجود باندې باريږي او دده په بدني قوت سره وړل کيږي نو دغه شي عام دي که هغه زيروح وي او که بې سا ( بې روح) وړل ورته ويل کيږي . که چيرې يو سړى ناروغ وي نو په دې صورت کې دغه انتقالول له يو ځاى څخه بل ځاى ته په شا او يا د تذکيرې په مرسته وړل ورته واي اما که دغه سړى د لاس څخه ونول شي او په پښو يې روان کړى نو بيا ورته بول يا بيول ويل کيږي . او دا هغه مهال استعماليږي چې د بيونکې په ذريعه حرکت ورکول کيږي نو دا که د بې روح وي يا بې جان وي په دري ژبه کې ددې دواړو لپاره (وړل ، بيول ) يو ډول ( بردن ، بردن ) فعل کارول شوى دى . ٤- ليدل او کتل : ليدل دا چې په سر سري ډول سره د يو شي په ليدلو سره کارول کيږي لکه ، يو سړى چې په لاره ځې هر څه چې ويني او سترګې يې ورباندې لګيږي ديته ليل وايي . او کتل هغه څه ته وايي چې يو شي ته په ډېر دقت او په غور سره ورته کتل کيږي لکه د يو کتاب مطالعه کول ياد يو دوست لټول نو دغه ډول فعل ته کتل وايي . خو په دري کې بيا داسې نه ده په دري کې د ليدلو او کتلو لپاره يوازې د (ديدن ) فعل کارول کيږي . |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
لومړى مخ برېښناليك زيرمتون |
| دويبلاك په هكله |
زه عبدالقدير "خموش" دانجينر صا حب نظر محمد "نوري"زوي په خټه وردگ پښتون ،په 1351 لمريز کال دکب د ميا شتي په شپاړ سمه نيټه دکابل په سلام غونډۍ کي زېږېدلى يم. اصلي پلرنى ټاټوبى مې دوردگو ولا يت چک ولسوالي دعربا نو دسمسورې درې دچورک خيلو کلي دى.
په 1358 لمريز کال دخير خاني ميني دعبدالغفور "نديم" په منځني ښوونځي کي شامل شوم د اتم ټولگي له بشپړولو وروسته مې د نادرئي په ليسه کي خپلي پاتي زده کړې پاي ته ور سولې . دکانکور په ازموينه کي پيداکوژي انستيتيوت ته معرفي شوم او د نوموړي انستيتيوت د ژبواوادبياتوپوهنځۍ پښتوځانگه مې دخپلو عالي زده كړو لپاره غوره كړه دخپل منځني جگړو په پايله کي مې دزدکړې موده اږده شوه ترڅو په 1377 لمريز کال له دغه انيستيتوت څخه بريالى راووتم . له فارغيدو سره جوخت په نوموړي انيستيتوت كې داستاد په توګه ومنل شوم . دکال په تيريدو مي د خپلي څانگي (پښتو) دامريت مسؤليت هم په برخه شو دطالبا نو له ماتي څخه وروسته په 1380 لمريز کال داستا دانو په غوښتنه دپوهنځۍ دتدريسي مرستيال په توگه تعين شوم په 1381 لمريز کال په نا څاپي توگه دمطبوعاتو لمني ته وروغورځيدم اود کليد په اوونيزه کي مي دژورناليست دنده د استادۍ تر څنگ خپله کړه دلږ مودې په تيريدو سره ددغې اوونيزې دپښتو برخې او لږ وروسته ددوا ړو ژبو (پښتو،دري) مسووليت را په غاړه شو .اوددواړو ژبو دکتني استاذى شوم يو کال وروسته دمرسل اوونيزې دتصحيح اوکليد اوونيزې دمرستيالۍ دندې راوسپارل شوه او همداشان دژورنالستۍ د دندې په دوهم کال کې دپخلاينې په نامه ديوې بلې جريدې دتصحيح دنده هم را وسپارل شوه او اوس په دواړو برخو (ژورناليزم او استادۍ) كې په كار بوخت يم هيره دې نه وي چې دهغه وخت پيداګوژي انيستيتوت او س دكابل دښوونې او روزنې په پوهنتون بدل شوى |
| ورځنۍ اړيكې |
|
د احمد فرزان ویبلاګ دورځنيو اړيكو زيرمتون |
| دليكنو زيرمتون |
|
شعرونه لنډې كيسې څېړنيزې ليكنې فلكلوري ليكنې پېژندګلوي په وردگو کی نننۍ او پرونۍ څهری شاعران او ليكوالان خواږه نثرونه |
|
RSS
|