تبليغاتX
شپيلۍ - پيژندګلوي:دپروفيسوراكاډمسين ډاكټر محمد موسي وردګ ژوندليك تاليفات اودولتي دندې
ادبي او فرهنګي وېبلاګ

دپروفيسوراكاډمسين  ډاكټر محمد موسي وردګ ژوندليك تاليفات اودولتي دندې

 

ډاكټر محمد موسي وردګ په ۱۹۴۹ كال د وردګو د سيد اباد ولسوالۍ په صدوخيل كلي كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې تر شپږم ټولګي پورې دوردګو د تكيې په ښوونځي كې لوستلې او وروسته له هغه تر دولسم ټولګي پورې يې خپلې زده كړې په حربي ښوونځي كې ترسره كړې دي

لوړې زده كړې يې د پخواني شوروي اتحاد د  كيروف پوځي طب په اكاډمۍ كې دپخواني ليننګراد په ښار كې(ننني سي پطرس بورګ  )روسيه كې دام ډي ماسټرۍ دديپلوم او دسرو زرو دمډال په اخيستلو په ۱۹۷۵ كال كې پاي ته ورسولې ، ليكن  وردګ په دومره زده كړه بسنه ونه كړه او خپلو لوړو زده كړو ته يې  دوام وركړ تر څو په ۱۹۷۷ يې وكړاي شول د ايم ايس او پي ايچ ډي يعني دوكتورا ديپلوم د طب په علومو كې ترلاسه كړي همدا شان وردګ په كال ۱۹۹۲ كې د جراحانو او ارتوپيدي دنړيوال انجمن (سيكوت)غړى منل شوى او د۲۰۰۴ كال راهيسې د روسيې د فدراتيف د ډ اكټرانو د انجمن  غړى دى

ديادولو ده چې وردګ په ۱۹۸۶ كال كې د افغانستان د علومو لومړنۍ اكاډميسين  ونومول شو او همدا شان په ۱۹۸۸ كال كې يې د طب د پوهنځي دپوهاندۍ علمي رتبه هم خپله كړه

علمي وياړنې:

ديوه اختراع سند او د ۸۶ اتيا نويو جراحي او ارتوپيدي ميتودونو درلودونكي ،چې په نړيواله كچه منل شوي دي.

 

تاليفات:

له ۲۰۰ څخه زياتې علمي ليكنې چې د هيواد په بيلابيلو مجلو كې خپرې شوې دي-  ۶۹ علمي ليكني په بهرنيومجلوكې-  ۱۴ تدريسي كتابونه د هيواد دننه-  د روسيې په فدراتيف كې په روسي ژبه د يوه تحقيقي اثر ليكنه -  په انګليسي ژبه  يو بل  تحقيقي اثر چې د سي ډي په بڼه راوړل شوى دى-  په ۴۱ بين المللي كنفرانسونو او دوه دنړي د ارتوپيدي ډاكټرانو په كنګره كې  برخه اخيستل(په جنوبي كوريا او استانبول كې).

په افغانستان كې   د ارتوپيدي او تراماتولوژي د ښوونځي موسس ، د روغتيا د مجلې موسس، د څلورو ډاكټرانوروزل د پي ايچ ډي په سويه او د ۳۷ ډاكټرانو د تخصص په سويه روزل .د تراوماتولوګ او اورتوپيدي د نوو او مدرنو ميتودونو دودونكى .

 

دولتي دندې:

د سپتيك دجراحي سرويس شف او منځ ته راوستونكى .

د وسلوال پوځ د علومواكادمۍ سرطبيب

دافغانستان د هغه وخت د اردو د ترماتولوژي امر

د پوځي طب موسس او قوماندان

د طبي علومو د اكادمۍ عمومي مرستيال

د افغانستان د علومو  اكادمۍ د طب دعلومو دمركزموسس او افتخاري رييس

 په ۱۳۷۲ كال كې د جمهوري رياست د مشورتي شورا قوماندان

 

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 
 
لومړى مخ
برېښناليك
زيرمتون
دويبلاك په هكله
زه عبدالقدير "خموش" دانجينر صا حب نظر محمد "نوري"زوي په خټه وردگ پښتون ،په 1351 لمريز کال دکب د ميا شتي په شپاړ سمه نيټه دکابل په سلام غونډۍ کي زېږېدلى يم. اصلي پلرنى ټاټوبى مې دوردگو ولا يت چک ولسوالي دعربا نو دسمسورې درې دچورک خيلو کلي دى.
په 1358 لمريز کال دخير خاني ميني دعبدالغفور "نديم" په منځني ښوونځي کي شامل شوم د اتم ټولگي له بشپړولو وروسته مې د نادرئي په ليسه کي خپلي پاتي زده کړې پاي ته ور سولې .
دکانکور په ازموينه کي پيداکوژي انستيتيوت ته معرفي شوم او د نوموړي انستيتيوت د ژبواوادبياتوپوهنځۍ پښتوځانگه مې دخپلو عالي زده كړو لپاره غوره كړه
دخپل منځني جگړو په پايله کي مې دزدکړې موده اږده شوه ترڅو په 1377 لمريز کال له دغه انيستيتوت څخه بريالى راووتم .
له فارغيدو سره جوخت په نوموړي انيستيتوت كې داستاد په توګه ومنل شوم .
دکال په تيريدو مي د خپلي څانگي (پښتو) دامريت مسؤليت هم په برخه شو دطالبا نو له ماتي څخه وروسته په 1380 لمريز کال داستا دانو په غوښتنه دپوهنځۍ دتدريسي مرستيال په توگه تعين شوم
په 1381 لمريز کال په نا څاپي توگه دمطبوعاتو لمني ته وروغورځيدم اود کليد په اوونيزه کي مي دژورناليست دنده د استادۍ تر څنگ خپله کړه دلږ مودې په تيريدو سره ددغې اوونيزې دپښتو برخې او لږ وروسته ددوا ړو ژبو (پښتو،دري) مسووليت را په غاړه شو .اوددواړو ژبو دکتني استاذى شوم يو کال وروسته دمرسل اوونيزې دتصحيح اوکليد اوونيزې دمرستيالۍ دندې راوسپارل شوه او همداشان دژورنالستۍ د دندې په دوهم کال کې دپخلاينې په نامه ديوې بلې جريدې دتصحيح دنده هم را وسپارل شوه
او اوس په دواړو برخو (ژورناليزم او استادۍ) كې په كار بوخت يم هيره دې نه وي چې دهغه وخت پيداګوژي انيستيتوت او س دكابل دښوونې او روزنې په پوهنتون بدل شوى

ورځنۍ اړيكې
د احمد فرزان ویبلاګ
دورځنيو اړيكو زيرمتون
مخكينۍ اړيكې
هفته دوم تیر 1388
هفته چهارم اردیبهشت 1388
هفته سوم بهمن 1387
هفته سوم تیر 1387
هفته چهارم بهمن 1386
هفته چهارم دی 1386
هفته سوم دی 1386
هفته دوم دی 1386
هفته چهارم آذر 1386
هفته چهارم آبان 1386
هفته سوم آبان 1386
هفته دوم آبان 1386
هفته چهارم اردیبهشت 1386
هفته سوم اردیبهشت 1386
هفته دوم اردیبهشت 1386
هفته چهارم فروردین 1386
هفته سوم فروردین 1386
هفته دوم فروردین 1386
هفته اوّل فروردین 1386
هفته چهارم اسفند 1385
دليكنو زيرمتون
شعرونه
لنډې كيسې
څېړنيزې ليكنې
فلكلوري ليكنې
پېژندګلوي
په وردگو کی نننۍ او پرونۍ څهری
شاعران او ليكوالان
خواږه نثرونه
اړيكې
قلیاقل ( طنز و داستان)
د لونګو دريڅې ( ادبي او فرهنګي)
ماشومه مينه: ښځينه ادبي او ټولنيز ويبلاګ
خپريال
افغان ادبي بهير
دلوړو زده كړو ويب سايت
داستانونه
هوسۍ
اراكوزيا
پښتو قاموس
روهي
ګل اغا احمدي وردګ
صدای سوخته
سپلمي
شين ڼاغي
ليكوال
نوید ژورنال
سپرغی
همت الله امين زى
زنده ګي
رشتینی افغانان
نیوز پارسی
سپیده دم
هلمند
افغان بیست سایت
درامتداد شب
تاند
ټاټوبى
روسيه
ملي غورځنګ
ايران
المان
هشت صبح
راه نجات
پشتو
بينوا رسنۍ
هوسۍ بلاګفا
ارمان ملي
جهان نيوز
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

طراح قالب
دیجیتال کیوان