X
تبلیغات
شپيلۍ - گل اغا احمدی وردک وتلی لیکوال او شاعر
ادبي او فرهنګي وېبلاګ
 گل اغا احمدی وردک وتلی لیکوال او شاعر

 

 دا د گل اغااحمدی وردک  په خپله ژبه پیژندگلوی ده چی ما دده له خپل ویبلاگ نه اخیستی ده

 

نوم مې ګل آغا احمدي وردك دى او په ۱۳۴۵ هجري لمريز كال د وردګو د ولايت د جغتو د ولسوالۍ د ګلدرې يا پخواني كنده كول د ليګي باباخيلو په كلي كې زيږيدلى يم چې د ۱۹۶۶ ميلادي كال سره سمون خوري. لومړنۍ او ابتدايي زده كړې مې د كلي په جومات او په خپل كور كې له خپلو والدينو او مشر ورور دوكتور بهاوالدين بها څخه تر لاسه كړې دي او په ۱۳۵۱ هجري لمريز كال په سيمه كې د ګوربت منځني ښوونځي ته شامل او تر اووم ټولګي پورې مې خپلې زده كړې په نوموړي ښوونځي كې مخته بيولې دي خو د ۱۳۵۸ هجري لمريز كال په پسرلي كې هغه مهال چې زه په آتم ټولګي كې وم د شوروي پلوه رژيم په مقابل كې د افغانستان د ولس وسله وال پاڅون پيل شو چې ورسره جوخت د ګوربت د منځني ښوونځي دروازه هم د زده كوونكيو پر مخ و تړل شوه.

 د ۱۳۶۲ هجري لمريز كال د عقرب په مياشت كې پيښور ته مهاجر او تر دولسم ټولګي پورې مې زده كړې د مجاهد په ليسه كې تر سره كړې په ۱۳۶۷ هجري لمريز كال په پيښور كې د ښوونكيو د عالي دارالمعلمين څخه مې فراغت حاصل او د وو كلونو لپاره د هيواد په آزادو سيمو كې د يوې خيريه موسسې په مرسته وكولاى شول چې په غزني، وردګو، پكتيا او پكتيكا كې د هيواد د ورانو پوهنيزو بنسټونو د بيا رغولو لپاره ځنې ګامونه پورته كړو چې په دې لړكې په سيمه كې د ګټورو ښوونځيو تشكيل ته لاره هواره او په وردګو او غزني كې د ځينو ښوونځيو په جوړولو بريالي شوو چې وروسته يې بيا د ليسو شكل غوره كړ چې په وردګو كې د ګوربت د ښوونځۍ په ځاى د امام ابوحنيفه د ليسې رامنځته كيدل د ساري په توګه يادولى شو. په ۱۳۷۰ هجري لمريز كال په پيښور كې د ساينس او تكنولوژۍ د اسلامي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ته شامل او په ۱۳۷۳ كال له نوموړي پوهنتون څخه په ذكر شوې څانګه كې د ليسانس په اخيستلو بريالى شوم. په همدې توګه په ۱۳۸۲ كال په پيښور كې د پريسټون له پوهنتون څخه د عامې ادارې په څانګه كې د ماسترۍ په لاسته راوړلو بريالى شوم. په ۱۳۶۷ هجري لمريز كال د عالي دارالمعلمين څخه تر فراغت وروسته مې په مسلسل ډول په مختلفو پوهنيزو او ټولنيزو موسساتو كې د ښوونكي، اداري مسئول، محاسب، د كتابتون د مسوول، ليكونكي او ژباړن په توګه دندې سر ته رسولې دي او په اوسني وخت كې د افغانستان د ځوريدلو خلكو د خدمت وياړ لرم. په همدې توګه مې د هجرت په ديار كې د زياتو علمي او فرهنګي غونډو او بهيرونو په ادبي بنډارونو كې منظم ګډون كړى د چې د افغان ادبي بهير، ادبي انجمن، ميوند ادبي بهير او داسې نورو نومونه يادولى شو. د ليكنې ډګرته مې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۷۱ هجري لمريز كال هغه مهال سر ورښكاره كړ چې د افغانستان مسلمان ولس په هيواد كې روس پلوى رژيم نسكور كړ او تر اوسه پورې مې د پښتو شعر پنځه ټولګې برابرې كړې چې لومړى ټولګه مې د ارمانجن په نامه په پيښور كې د دانش د خپرونديې موسسې له خوا زما په خپل شخصي لګښت چاپ شوې او زما د ټولو ليكل شوو او ژباړل شوو كتابونو شميره ۱۵ ټوكو ته رسيږي چې لنډې كيسې، تاريخي، سياسي، او ټولنيز موضوعات پكې رانغښتل شوي او د چاپ انتظار باسي

 

او دایی هم دشعرونو دوه بیلگی چی دا هم د ده له خپله ویبلاگه اخیستل شوی:

 

پسرلی وایي

غږومه خپل رباب مې زه د نوي شرنګ په تار

بیا رابولمه فضا ته زه د زاڼو لوی کتار

زه مین یم په سندرو سندربولي مې خوښیږي

له بلبل سره نڅیږم زه د څانګو په سینګار

توتکۍ به کړم بیدارې زه له ځالو خپلو خپلو

هلی ژر شی یم راغلی ښه موسم د نوبهار

بورا چیرې یې پټ شوی بریتوره دلته راشه

سره ګلونه درته ناڅي ته پرې ګرزه هر سهار

تر پسته ژبه مو جار شم ای د هسک ګوربت زرکانو

لږ سندرې میلمنې کړﺉ د ښکلاوو په ګلزار

ای بڼواله یوم دې اخله ته د هیلو میلمه پال یې

ته عاشق یې په ګلونو هر یو تاته انتظار

احمدي چمبه دې راکړه زه به ټوله خولګۍ درکړم

بیا د خپل جانان په زلفو زرغون شال کړه را هوار

 

د ۱۳۸۵ کال د کب ۲۴ نیټه د ۲۰۰۷ میلادي کال د مارچ ۱۵ نیټه ـ کابل

 

 

 

ګلدسته

ما د ښکلاوو په هنداره پلوشه ولیده

ما د آسمان د سپینو ستورو کرونده ولیده

د ښایست ټولو ښاپیرو یې سلامي کوله

ما د عظمت په سپینو کرښو ننداره ولیده

انوار د مینې یې خپاره وو د موسکا په رخسار

ما لګیدلې د سپوږمۍ تر څنګ ډیوه ولیده

زیري یې رنګارنګ راټول وو د سهار په منګول

ما د افق په لوړه څوکه کې سپیده ولیده

د رڼاګانو شور ماشور د محبت په ژبه

ما د ریښتنیو سندربولو یوه نغمه ولیده

د ستر وقار او د غیرت له پلوشو جوړه وه

ما د افغان د همت جګه یوه شمله ولیده

د ښاستونو په تول سمه وه پوره ختلې

ما د خوږ خبرو زرکه پښتنه ولیده

د ښکلاګانو په تکل پسې وه ستړې ستړې

ما نیکمرغي، ما سعادت، ما ګلدسته ولیده

خوشحال مینه/ کابل

د ۱۳۸۵هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې ۱۴نیټه د ۲۰۰۶ میلادي کال د دیسمبر د میاشتې ۵ نیټه

 

 

 

 

 

 

 

|+| ليكل شوي لخوا د عبدالقدير خموش په 86/01/19  |
 
 
پورته