تبليغاتX
شپيلۍ
ادبي او فرهنګي وېبلاګ

ليكونكي:علامه پوهاند عبدالشكور رشاد

 

زموږ كوردكندهار داحمدشاهي ښارد بابړو په كوڅه كې و، د كوڅې په خوله كې لومړى دوكان د علي مامد  كاكو و. تازه ميوې به يې خرڅولې. ورپسې دكان د غازي و. غازي شكرې، لوزونه، كولچې او شابړي خرڅولې، كله كله به يې بادامي نوكل او خمير صندل هم راوړي و. زموږ د كور كوچنيانوته به مشرانو هر سهار دوى دوې ايكۍ وركولې، ايكي پارسيوانانوپيسه بلله اود كابلۍ روپۍ شپيتمه برخه ارزښت يې درلود ، موږ به څاښت مهال د غازي دكان ته تلو او په دغو ايكيو به موشكرې اولوزونه رانيول. ښه مې په ياد دي په دغو خوږوكې يو ډول شكري و، چې ژبۍ به مو بللې او په څټلوڅټلو به خوند ځنې اخيسته كېده.

 

يوه ورځ چې زه د شكريو د رانيولو له پاره د كوڅې خولې ته ولاړم، كه ګورم دعلي محمد كاكو د دكان مخې ته ګڼه ګوڼه جوړه ده، خلك راټول دي او دګڼې ګوڼې مركز ته د رسېدلو له پاره زورونه وهي. زما څخه د غازي دكان ته د رسېدلو هڅه پاته شوه، د علي مامد كاكو د دوكان د ګڼې ګوڼې د معلومولوپه تلاښ كې شوم. زه دغه وخت څلوركلن هلك وم د خلكو د پښوتر منځو مې په ډېر زحمت ځان د ګڼې ګوڼې مركز ته ورساوه، كه ګورم هلته يو سپين ږېرى سړى د علي محمد  كاكو د دوكان مخې ته د غوړيو پر يوه تش ټيم ناست دى. خلك يې په ډېر ادب لاسونه مچوي دعاوې ځنې غواړي. دى هم چاته دعا وركوي، چاته چټۍ وركوي، يعنې پراوږو يې په سپكه څپېړه ټپوي. عجبه داده، چې دغه پر خلكو ګران سړى كميس نه و اغوستې پر لڅ ځان يې صدرۍ اغوستې وه، بربنډ موټان او په و ېښتوپټ ځيګر يې ښكارېدل، ماتر دغه وخته پورې داسې څوك نه وليدلى، چې پرلڅ ځان دې يې صدرۍ اغوستې وي . زه هېښ پېښ تللى وم او په خورا حيرت مې بې كميسه سپين ږيري ته كتل. د بې كميسه سپين ږيرې د لاس مچولو مسابقه اوږده سوه، ما له ګڼې ګوڼې څخه د راوتلو هڅه پيل كړ، خوله ګڼه ګوڼې راوتل راته ګران و،علي مامد كاكو زما په ترمورتيا پوه شو، په غېږكې يې راواخيستلم او ترګڼې ګوڼې يې راوايستلم، تر ګڼې ګوڼې چې راووتلو علي مامد كاكو زه له غېږي كښته كړم، ما علي مامد كاكو وپوښتېده:

 

دا څوك دى؟

 

علي مامد كاكو راته وويل:

 

( دا جبارغازي دى ،د ميوند درنې غزا( د برات اوه لسمه كال ۱۲۹۷ هجري قمري) راهيسې دى كميس نه اغوندي، دغه وخت د ميوند د درنې غزا شپږڅلوېښت كاله تېرسوي و. ما علي مامد كاكو ته په خورا هرياني وويل:

 

 ولې نو كميس نه اغوندي؟

 

علي مامد كاكو راته وويل:

 

ده د ميوند په درنه غزا كې يو بدمرغه انګرېز سپاهي راڅملولى و، غوښته يې چې د هغه په وينو د جنګ ډاګ سور كړي، بل انګرېز سپاهي جبارغازي ترلمنه نيوه او په داسې زور يې كش كړ ، چې دغازي له منګولو يې څملولى ښكارخوشې سو او په منډه يې ځان دغازي له تورې بچ كړ، خښمېدلى غازي چې پر خلاصونكي انګرېز سياهي مخ راوګرځاوه، هغه ځان دغازي د تورې له زده ژغورلى و خښميدئ. غازي، ګريوان تر لمنې څېرې كړ، لستوڼي يې وشكول، كميس چې يې غورځاوه ويل يې: بيا دې په خداى كه واغوندم، ته بدمرغه كه نه واى انګرېز كافر به مې ولې له لاسه ووت.

 

ما علي مامد كاكوته وويل: خلك يې لاسونه ولې ورمچوي؟ او دعاوې څنګه ځنې غواړي؟

 

علي مامد كاكو راته وويل:دا خوغازي دى د خداى په لاره كې سر وركولو ته حاضرسوى و، خداى خو د دغسې سرتيرو تورياليو نازونه اخلي، دده خواست نه ردوي، ځكه نو خلك د تبرك لپاره د ده لاسونه مچوي او دده په روى له خدايه مرادونه غواړي.

 

له دې  صحنې درې شپيته كاله تېرسوى و، چې افغانو غازيانو د خداى په فضل سره، سره پوځونه مات كړل او خونخواره مهاجم روسان يې په ژړ مخ دافغانستان له خاورې وايستل ماګمان كاوه، چې زموږ د زمانې توريالي غازيان به هم د جبارغازي غوندې ارزښت او درنښت لري، خلك به د دوى په روى دعا او له خدايه مرادونه غواړي او په اتلواله به يې وياړي خو افسوس چې دوى د جبارغازي غوندې درنښت او ګرانښت ونه ساتلاى سو او پخپلو وروستيوكړو يې هغه محبوبيت له لاسه وركړ، چې انتظار يې كېده. ارمان ارمان(۱)

۱- خلافت: ۱۳۷۹، ليندۍ، پرله پسې شلمه ګڼه، ۲۱ مخ

(اخیستل شوى د لونګو دريڅې له ويبلاك څخه)

يادونه: دلوي استاد دژوند او اثارو په هكله كه لا ډېر معلومات غواړئ نو د http://lawang.blogfa.com/

ويبلاګ ته ورشئ

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 
 
لومړى مخ
برېښناليك
زيرمتون
دويبلاك په هكله
زه عبدالقدير "خموش" دانجينر صا حب نظر محمد "نوري"زوي په خټه وردگ پښتون ،په 1351 لمريز کال دکب د ميا شتي په شپاړ سمه نيټه دکابل په سلام غونډۍ کي زېږېدلى يم. اصلي پلرنى ټاټوبى مې دوردگو ولا يت چک ولسوالي دعربا نو دسمسورې درې دچورک خيلو کلي دى.
په 1358 لمريز کال دخير خاني ميني دعبدالغفور "نديم" په منځني ښوونځي کي شامل شوم د اتم ټولگي له بشپړولو وروسته مې د نادرئي په ليسه کي خپلي پاتي زده کړې پاي ته ور سولې .
دکانکور په ازموينه کي پيداکوژي انستيتيوت ته معرفي شوم او د نوموړي انستيتيوت د ژبواوادبياتوپوهنځۍ پښتوځانگه مې دخپلو عالي زده كړو لپاره غوره كړه
دخپل منځني جگړو په پايله کي مې دزدکړې موده اږده شوه ترڅو په 1377 لمريز کال له دغه انيستيتوت څخه بريالى راووتم .
له فارغيدو سره جوخت په نوموړي انيستيتوت كې داستاد په توګه ومنل شوم .
دکال په تيريدو مي د خپلي څانگي (پښتو) دامريت مسؤليت هم په برخه شو دطالبا نو له ماتي څخه وروسته په 1380 لمريز کال داستا دانو په غوښتنه دپوهنځۍ دتدريسي مرستيال په توگه تعين شوم
په 1381 لمريز کال په نا څاپي توگه دمطبوعاتو لمني ته وروغورځيدم اود کليد په اوونيزه کي مي دژورناليست دنده د استادۍ تر څنگ خپله کړه دلږ مودې په تيريدو سره ددغې اوونيزې دپښتو برخې او لږ وروسته ددوا ړو ژبو (پښتو،دري) مسووليت را په غاړه شو .اوددواړو ژبو دکتني استاذى شوم يو کال وروسته دمرسل اوونيزې دتصحيح اوکليد اوونيزې دمرستيالۍ دندې راوسپارل شوه او همداشان دژورنالستۍ د دندې په دوهم کال کې دپخلاينې په نامه ديوې بلې جريدې دتصحيح دنده هم را وسپارل شوه
او اوس په دواړو برخو (ژورناليزم او استادۍ) كې په كار بوخت يم هيره دې نه وي چې دهغه وخت پيداګوژي انيستيتوت او س دكابل دښوونې او روزنې په پوهنتون بدل شوى

ورځنۍ اړيكې
د احمد فرزان ویبلاګ
دورځنيو اړيكو زيرمتون
مخكينۍ اړيكې
هفته دوم تیر 1388
هفته چهارم اردیبهشت 1388
هفته سوم بهمن 1387
هفته سوم تیر 1387
هفته چهارم بهمن 1386
هفته چهارم دی 1386
هفته سوم دی 1386
هفته دوم دی 1386
هفته چهارم آذر 1386
هفته چهارم آبان 1386
هفته سوم آبان 1386
هفته دوم آبان 1386
هفته چهارم اردیبهشت 1386
هفته سوم اردیبهشت 1386
هفته دوم اردیبهشت 1386
هفته چهارم فروردین 1386
هفته سوم فروردین 1386
هفته دوم فروردین 1386
هفته اوّل فروردین 1386
هفته چهارم اسفند 1385
دليكنو زيرمتون
شعرونه
لنډې كيسې
څېړنيزې ليكنې
فلكلوري ليكنې
پېژندګلوي
په وردگو کی نننۍ او پرونۍ څهری
شاعران او ليكوالان
خواږه نثرونه
اړيكې
قلیاقل ( طنز و داستان)
د لونګو دريڅې ( ادبي او فرهنګي)
ماشومه مينه: ښځينه ادبي او ټولنيز ويبلاګ
خپريال
افغان ادبي بهير
دلوړو زده كړو ويب سايت
داستانونه
هوسۍ
اراكوزيا
پښتو قاموس
روهي
ګل اغا احمدي وردګ
صدای سوخته
سپلمي
شين ڼاغي
ليكوال
نوید ژورنال
سپرغی
همت الله امين زى
زنده ګي
رشتینی افغانان
نیوز پارسی
سپیده دم
هلمند
افغان بیست سایت
درامتداد شب
تاند
ټاټوبى
روسيه
ملي غورځنګ
ايران
المان
هشت صبح
راه نجات
پشتو
بينوا رسنۍ
هوسۍ بلاګفا
ارمان ملي
جهان نيوز
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

طراح قالب
دیجیتال کیوان