![]() |
![]() |
|
| ادبي او فرهنګي وېبلاګ |
|
عبدالکريم خُرم دوردګو دسيداباد ولسوالۍ اوسېدونکى دى چې په ١٣٤٢کال په کابل کې زيږېدلى دى ده خپلې لومړنۍ زده کړې درابيا په ښوونځي کې تر سره کړې او بيا يې ثانوي زده کړې په استقلال لېسه کې سرته ورسولې . په کال ١٣٦٠ کې له دغې لېسې څخه فارغ شو او د کانکور له ازموينې نه وروسته د کابل پولې تخنيک انستېتيوت دمهندسۍ په پوهنځي کې په زده کړه بوخت شو . دلوړو زده کړو د لومړي کال په جريان کې د١٣٦١ کال دسنبلې په مياشت کې د درېيم ځل لپاره د کمونيستي نظام ضد فعاليتونو درلودلو په تور د هغه وخت دجاسوسې شبکې (خاد) له خوا په نيمه شپه کې له خپله کوره ونيول شو او بنديخانې ته ولېږدول شو . کله چې دى د لېسې د نهم کال زده کوونکى وً کمونيستانو د يوې کودتا له لارې قدرت ونيو .له همغې شېبې ده درک کړه چې د نوي حاکمه قدرت سره يې لاره بېله ده ، لکه د نورو ځوانانو په شان ،عبدالکريم خُرم په دې لټه کې شو چې کمونيستي کندې ته د هېواد د لوېدلو علت پيدا کړي . په همدې لټه کې يې د نړۍ د سياسي مفکرينو د آثارو لوستل پيل کړل . ددې تر څنګ عبدالکريم خُرم عملاً د مجاهدينو سره په کابل ښار کې د کمونستي نظام پر ضد فعاليت کولو او د متعلمينو او محصلينو د فرهنګي چارو تر لوړو مسووليتونو پورې يې دندې په غاړه درلودلې چې په همدې علت دوه ځله د کمو ورځو لپاره او درېيم ځل د دريو کالونو لپاره بندي او جېل ته واچول شو . دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
ليكوال:خموش احسان الله (ارينزى) دمرحوم حاجي محمد عمر وردګ زوى دى. په ۱۹۵۴ م كال د جنوري ۱۵ نېټه د كا بل په زاړه ښار كې زېږېدلى دى او اصلي ټا ټوبى يې د وردګو ولايت دسيد اباد ولسوالۍ دشنيزدره دچهاردهي كلى دى اواوس دكابل ښار په خوشحال خان مېنه كې استو ګنه لري . زده كړې: لومړنۍ زده كړې يې دغازي محمد ايوب خان ښوونځۍ كې په ۱۳۴۴ ل كال او منځنۍ زده كړې يې د نا دريې په عالي لېسه كې سر ته رسولې دي اوپه ۱۳۵۰ ل كال له دغه لېسې څخه فارغ شوى دى . لوړې زده كړې يې د كابل دپوهنتون داقتصاد په پوهنځۍ كې په كال ۱۳۵۶ ل كې سر ته رسولې دي. دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
ډاكټر محمد موسي وردګ په ۱۹۴۹ كال د وردګو د سيد اباد ولسوالۍ په صدوخيل كلي كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې تر شپږم ټولګي پورې دوردګو د تكيې په ښوونځي كې لوستلې او وروسته له هغه تر دولسم ټولګي پورې يې خپلې زده كړې په حربي ښوونځي كې ترسره كړې دي لوړې زده كړې يې د پخواني شوروي اتحاد د كيروف پوځي طب په اكاډمۍ كې دپخواني ليننګراد په ښار كې(ننني سي پطرس بورګ )روسيه كې دام ډي ماسټرۍ دديپلوم او دسرو زرو دمډال په اخيستلو په ۱۹۷۵ كال كې پاي ته ورسولې ، ليكن وردګ په دومره زده كړه بسنه ونه كړه او خپلو لوړو زده كړو ته يې دوام وركړ تر څو په ۱۹۷۷ يې وكړاي شول د ايم ايس او پي ايچ ډي يعني دوكتورا ديپلوم د طب په علومو كې ترلاسه كړي همدا شان وردګ په كال ۱۹۹۲ كې د جراحانو او ارتوپيدي دنړيوال انجمن (سيكوت)غړى منل شوى ... دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
ښاغلى داكتر ګل جان ورور وردګ دپښتو ښوونيز نصا ف په يوا لي كې سر ګردان سپين ږيرى ليكوال دى ،چې دكو چنيانو او تنكيو زلمو لپاره يې ليكنې اوهڅې د ځانګړې ستاينې ځاي لري. ډاكتر دښوونې او روزنې مسلكي ډاكتر او پوه دى چې درسمي دندې له پيل را هيسې يې هڅې دافغا نستان دښوونې او روزنې دنوي سيستم درامنځته كولو په لړ كې ډ ېرې ګړندۍ دي.دى تل دښوونې او روزنې له مرستندويه ټو لنو اودښوونيزو نصا ب جوړونكيو سره په بحث او جنجال بوخت وي او هڅې يې دا وې چې ديوه كار دلږ لګښت او وخت پر وړاندې ترسره شي. ښاغلي داكتر وردګ دښوونيز نصاب په اړه ځانګړې قا عدې او چوكا ټو نه رامينځ ته كړي دي او كه څېړنه پرې وشي دده دا نصا ب پخپله يو ځانګړى نصاب ګڼل كېداى شي چې په هر ډول دنويو زده كړولپاره ګټور دى . ښا غلى ډاكټر وردګ دښوونې او روزنې او ښوونيز نصاب جوړونې تر څنګ دپښتو ژبې يو بر لاسى ليكوال او قلموال هم دى چې د تار ېخ او ادبيا تو په بېلا بېلو برخو كې يې ليكنې كړې دي خبرې كړې او لا تر اوسه په كې بوخت دى. دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
ښاغلى عبدالجليل وجدي دافغانستان نوميالى ليكوال ،ژورنا ليست اوفرهنګي شخصيت اودافغا ني فرهنګ له هغو نوميا ليو څخه وو چې په دغه برخه كې يې د پښتو ژبې د يوه سپيڅلي خدمتګار په تو ګه خپله ملي اواد بي دنده په خورا ميړانې اونه ستړي كيدونكې روحيې سره ترسره كړې. دى له هغو نومياليو څخه وو چې له پښتو پرته يې نور خوبونه هم نه ليدل اوهرڅه ورته پښتو ،پښتو ښكارېدل . نوميالى استاد وجدي په ۱۳۱۶ لمريزكال لوي خداي پر افغان ملت يو ه پير زوينه وكړه اواستاد وجدي يې پرې ولوراوه استاد وجدي دهيواد په يو لرغونې سيمه د چك ولسوالۍ د سېوكې په سپېدار كلي كې دغې نړۍ ته سترګې وغړولې وجدي په همد غه سپېدار كلي كې خا پوړي وكړل اوددغه سيمې په پا كه هوا اوښكلي چا پېريال كې را لوى شو دوخت له دود سره سم يې خپلې لمړنۍ زده كړې په عربي صرف ،نحوه او فقې په څا نګو كې دهمدغه سيمې په چا پېريال كې وكړې پښتني عادات يې په خټه كې پا خه شو ل او سوچه كليواله ژبه يې را خپله كړه . دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
دڅيړونکي مرستيال محمد حامد حليمي دمبارک شاه خان حليمي زوي د 1360 هجري لمريز کال دسلواغي په مياشت کې دکابل په ښار کې زيږيدلي دي .پلارني ټاټوبي يې دوردګو ولايت دسيد آباد ولسوالي دحسن بيک کلي دي .لومړني او ثانوي زدکړي يې دحضرت ابراهيم خليل الله په عالي ليسې کې بشپړي کړي او په کال 1377 کې له نوموړي ليسې څخه په په اعلي درجه فارغ شوي او دهمدغه کال دکانکور دآزمويني له لاري دکابل پوهنتون دفارمسي پوهنځي ته بريالي شو ، په کال 1381 کال کې يې له نوموړي پوهنځي څخه دلسانس ديپلوم تر لاس کړ. د 1383 کال د لړم دمياشتي په دولسمه نيټه يې دکدري آزمويني له بشپړولو څخه وروسته يې دافغانستان دعلومو اکاډمي دعلمي غړي توب وياړ تر لاسه کړ. نوموړي په پښتو،دري او انګريزي ژبو پوهيږي . تر اوس مهال يې په لس ګونو علمي څيړنيزي مقالي مطالب او شعرونه دهيواد دمطبوعاتو او بیلابیلو انترنیتی ویب پاڼو له لارې خپاره شوي دي . دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
محمد عارف د ١٣٢٨ لمريز هجري كال په ژمي كې د وردگو د ولايت د سيدآباد په ولسوالۍ كې زېږېدلی دی. د سيدآباد د لومړۍ ښوونځۍ له لوستلو نه وروسته حربي ښوونځۍ او په پای كې حربي پوهنتون کې شامل شو. په ١٣۴٩ كال كې یې له حربي پوهنتون څخه فارغ او د دوهم بريدمن په رتبه پوځ ته داخل شو.
د عسكري خدمت په اوږدو كې هندوستان ته د لوړو مسلكي زده كړو په منظور وليږل شو او له بېرته راتگ سره په مركزي ځواك كې وگمارل شو. د روسانو د تېري له مخې هېواد پرېښونې ته اړ او آلمان ته یې پناه راوړ.
په آلمان كې د يو گڼ شمېر كورسونو لوستلو تر څنگ یې يو ځل بيا د اقتصاد او الكترونيك په برخه كې لوړه زده كړه وکړه. له هغه وروسته یې د دې هېواد په دولتي ادارو او تصديوكې دنده سر ته رسوې او اوس د آلمان غږ راډيو د پښتو او دري په څانگه كې كاركوی .
له وخت نه په گټه اخيستلو سره مې د يو شمېر كتابونو په ليكلو لاس پورې كړی دی . تر اوسه پورې یې لاندې كتابونه ليكلي، د كومو له ډلې نه چې يو شمېر چاپ او نور چاپ ته تيار دي:
دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
له ملي هدف نه په مننې سره: محمد جان خان غازي دسيدال خان زوي داكرم خان لمسى دى،دده دزيږيدونيټه لاڅرګنده شوې نده،اوداهم سمه معلومه نده چې په عسكري خدمت كې څرنګه شامل شوى دى.دزيږيدو كلي يې بيد مشك دى چې دغزني په شل كيلو متري كې پروت دى دى دامير شير علي خان دسلطنت په دوره كې قومندان ؤ او په خيبر كې يې دنده تر سره كوله. هغه وخت چې امير شير علي خان تخت پريښود او زوى يې امير محمد يعقوب خان پاچا شو غازي محمد جان خان دجګړن يا دهغه وخت په اصطلاح دكرنيل په حيث وظيفه اجرا كوله ، وايي كله چې غازي بابا په علي مسجد كې دانګريزانو په وړاندې وسله واله مبارزه كوله امير شير علي خان دده په نامه جرنيلي منظوره كړه . دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
ډاكتر عبدالوكيل اصلادميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دی.دی د(۱۳۰۲) هـ ش كال دحمل په مياشت كې په كابل كې زيږيدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې دكابل ښار په استقلال او غازي ليسو په ښونځيو كې كړيدي اود غازي ليسې ددولسم ټولګي څخه فارغ شو دغه مهال دويمه نړيواله جګړه روانه وه ، همدغه وخت دښونې او روزنې دوزارت لخوا هندوستان ته وليږل شو. او دفنصل آباد په پوهنتون كې شامل شو ليسانس يې له همدغه پوهنتون څخه تر لاسه كړ اووروسته پيا كابل ته راغي او دښوونكي په توګه دكابل په دارالمعلمين كې دنده وروسپارل شوه او دوه كاله يې دښوونكي دنده تر سره كړه . ارواښاد ډاكټر عبدالوكيل (۱۹۴۸) م كال چې (۱۳۲۷) هـ ش سره سمون خوري لندن ته ولاړ او هلته يې دكرنې په برخه دكتورا واخستله او (۱۹۵۲)م كال چې (۱۳۳۱)هـ ش سره برابره ده كابل ته راغى او دهلمند په ولايت كې دزراعت رئيس وټاكل شو او (۱۲)كاله يې په دې ولايت كې دنده تر سره كړه او وروسته بيا ددې ولايت والي وټاكل شو او بيا څه موده وروسته بيا دمشرانو دجرګې انتصابي غړي شو چې (۲) كاله يې همدا دنده تر سره كړه ، دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
هــغه نــــوم چې كــو رنـۍ راتـه غــوره كـړى عبدالمحمد دى ،خوپـخپله ”جلال اشنا“ ځان ته ګران او خپل ګڼم اودډيرى وګړوترمنځ په همدې نوم ياديږم . پلارمې سلطان محمدنوميږي هغه هم ”جلال“ تخلص كوي ، دنده يې ډاكټري ده اوكرۍ ورځ دخپلوناروغانودرملنه كوي. كابو ۲۱ كاله وړاندې مې توكرك نومې سيمه كې دې نړۍ ته سترګې رڼې كړې ،اولومړۍ چيغې مې دملا جلال اخند په كورنۍ كې وهلي ،توكرك هغه سيمه ده ،چې دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ په غرو رغوكې راتاوه شوې ده اولوى الله ورته يوه ځانګړې ښكلاوربښلې ده . دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
ترتيب او ليکنه: ګل آغا احمدي وردګ
دا يو څرګند حقيقت دي چې هره انساني ټولنه او هر هيواد يو لړ ملي ارزښتونه لري، ملي وياړونه لري، ملي شخصيتونه لري او د هر اړخيزو ملي افتخاراتو درلودونکې وي چې د اړوندې ټولنې وګړي پرې وياړ کوي، يادوي يې او د هغه په هکله يادغونډې جوړوي. دغه راز ياد غونډې او يادونې به مخکې يوازې د يوه ليکوال يا ملي خدمتګار له مړينې وروسته کيدلې خو اوس اوس له نيکه مرغه په پښتنو کې هم دغه دود بدلون موندلي او د يادونو لړۍ ته د وړ شخصيتونو په ژوند باندې هم ادامه ورکوي چې دا يو غوره نوښت ګڼل کيږي. دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
استادمحمدزبيرشفيقي
محمد زبير شفيقي چې اصلي نوم يې فضل الهي دى،دارواښاد جنت ګل زوى دى چې له نن څخه ٤۶ کاله پخوا د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ په اله خېلو کې زيږېدلى. زدکړې يې دبمبايي په لېسه (ننى دحضرت عمر فاروق لېسه کې سرته ورسولې او په ١٣٥٦ لمريز کال فارغ شو،دهمدې کال په کانکور ازموينه کې دکابل پولي تخنيک پوهنتون ته بريالى شو،پر ١٣٥٧ لمريز کال دغويي له کودتاه نه وروسته دپولي تخنيک پوهنتون په دوهم سمسترکې ؤ چې هجرت ته اړشواو پېښورته ولاړ.دهمدې کال په وروستيو کې دجهادلپاره دپکتيا ولايت ته را غى اوبياپر ١٣٥٨ لمريزکال له نورو مهاجرينوسره يوځاى خپلې سيمې (چک) ولسوالى ته راغى،په ١٣٦٣ لمر يزکال بېرته پېښور ته ولاړ او هلته يې په فرهنګي اوادبي هڅو لاس پورې کړ.محمد زبير شفيقى په تيرو شلو کلونو کې له مختلفوکلتوري مرکزونو سره تړاودرلود،دزياتروجهادي خپرونوليکوال غړى اويامسوول اوپه شفق مجله،شهادت جريده،اميد،حريت،منبع الجهاداونوروګنومجلوکې يې دليکني پلاوي غړيتوب درلود.دپيام آزادۍ راډيو تلويزيون مرستيال اودپروګرامونو دتهيې مسوول واونهه کاله يې په پېښور کې د سهار ملي ورځپاڼې مسوول مد ير ؤ دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
همت الله (امين زى) داسدلله (امين زى) ځوى په کال ١٣٦٥ لمريز کې دميدان وردګوولايت دنرخ ولسوالي دتوکرک دحاجي مصلى باباپه کلي کې زېږېدلي دى. لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې دشهيدقاضي ګل محمداودمحمدموسى شهيدپه متوسطه کې ترسره کړي اوپه ١٣٨٢لمريزکال کې دکابل ښاردنادريې له عالي لېسې څخه په اعلى درجه فارغ اودکال دکانکوردآزموينې ترګډون وروسته دکابل پوليتخنيک پوهنتون ته بريالي شوچې همدامهال ددې پوهنتون دودانولودپوهنځي دصنعتي اومدني ودانيودڅانګې محصل دى. دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
جنرال عبدالغني د هېواد له هغو ساتونكيو پوځيانو څخه و چې د افغان ملت د هوساينې او سوكالۍ لپاره يې خپل سر نذرانه كړ. عبدالغني په 1301ل كال له عبدالوهاب خان وردګ كره دې نړۍ ته سترګې پرانيستلې، عبدالغني وردګ د ورګو ولايت د چك ولسوالۍ په كوتره كلي كې زېږېدلى، لومړنۍ زده كړې يې همدلته په كلي وكړې. په زده كړو كې تكړه و او د غوره وړتيا له مخې په 1316ل كال په حربي ښوونځي كې شامل شو. په برياليتوب يې دغه ښوونځى پاى ته ورساوه او د لوړو پوځي زده كړو لپاره حربي پوهنتون ته لاړ او په 1322ل كال يې د ممتاز زده كوونكي په توګه له دغه پوهنتون څخه په لوړه درجه د فراغت سند تر لاسه كړ او د هېواد او خلكو د خدمت لپاره يې په مينه خپلې مټې رابأ وهلې. له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته هېواد ته د خدمت په لړ كې لومړى ځل په ملي دفاع وزارت كې د لومړي بريدمن په توګه په دنده وګومارل شو. دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
لیکوال:خموش
ښاغلى مفتاح الدين "واحديار" دمرحوم ضياالدين زوى دوردگو ولايت چک ولسوالۍ دعربانو ددرې دخواجه انگور دکلي په يوه روڼانده کورنۍ کې په 1358 لمريزکال كې زېږېدلى دى . ابتدائي زده کړې يې دعربانو په منځني ښوونځي کې تراوم ټولگي پورې پرمخ بيولې اوبيا وروسته دالجهاد په ديني مدرسه کې خپلوپاتو زده کړوته يې ادامه وركوي ښاغلي "واحديار" له کوچنوالي دشعراوشاعرۍ سره زياته مينه لرله نو ځكه چې داتلس کلنۍ په عمر كيدو نو دشعر په ويلواوليکلويې پيل وکړ تر دې دمه يې دشپيتو په شاوخوا كې شعرونه ويلي .دمحتوا په لحاظ يې شعرونه زياتره عشقي بڼه لري دشکل په لحاظ يې شعرونه غزل اوڅلوريځې دي دايې هم دشعربېلګه: دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
ښا غلى محمد اصف "فدائي" دشهيد عبدالباري "فدائي"زوي دملا صاحب عبدالحق لمسى دى. دبند چک ولسوالۍ نورخيلو په کلي کې يې په 1364 لمريز کال، فاني نړۍ ته سترگې غړولي دي .ابتدائي زده کړې ئي دحضرت عمر فاروق په ښوونځي کې پيل او تر دريم ټولگي پورې ئې په دغه ښوونځي کې زده کړې كړې دي. بيا وروسته په 1374 لمريز کال دشهيد محمد عبدالله عزام په دارالايتام کې شامل شو چې اوس مهال دچک وردگ دروزنتون په نامه ياديږي تر اتم ټولگي پورې يې زده كړې وكړې خو داقتصادي ستونزو له کبله دښوونځي پرېښودلو ته مجبور شو. فدايي دزده كړې سره كومه خاصه مينه چې درلوده دى يې بيرته وهڅاوه چې زده كړه وكړي. همدا و چې په 1382 لمريز کال يې دزده كړې دوام ته د دوهم ځل لپاره دحضرت عمر فاروق په عالي ليسه كې داخله وكړه تر څو په 1385 لمريز کال دنومړې ليسې ددولسم ټولگي څخه فراغت تر لاسه كړ. دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
ښاغلي سيد مصطفى "حماس" دعبدالرزق زوى دوردگو ولايت چک ولسوالۍ دعربانو درې د کوډۍ په کلي کې په 1352 لمريز کال نړۍ ته سترگې پرانستې دي. غير رسمي زده كړې يې په پلارني ټاټوبي كې له ملا امام نه په جومات كې پيل كړې دي . رسمي زده كړې يې دعبدالله ابن عباس په ابتدايي ښوونځي کې دهجرت په وخت کې ترسره كړې او ثانوي زده کړې يي د(محمديه جامعه) دعربي ژبې انستيتيوت کې ويلې دي .د لوړو زده کړولپاره يې ددعوت الجهاد پوهنتون غوره كړ تر څو په 1373 لمريز کال ترې په موفقانه توګه فارغ شو .دپوهنتون دفراغت څخه وروسته دچک وردگ په روزنتون کې د ښوونکي په حيث په دنده وگومارل شو. بيا وروسته د (کميته همکاري عربستان سعودي براي مردم افغانستان) دمطبوعاتي مسوول په توگه دنده په غاړه شوه اووروسته د(جميعت خيريه افغاني براي حفظ قران کريم )دقندهار دسيمه ايزدفتر دمسوول په توگه دنده ورپه غاړه شوه دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
محمد حکيم بشارت دفضل الرحيم زوى دميدان وردګو ولايت دنر خ ولسوالۍ دکريمدادو دکلي اوسېدونکى چې په ١٣٥٤هجري کال کې يې په دې نړۍ کې سترګې غړولې دي . لومړنۍ زده کړې يې دشهيد صابريار په لومړني ښوونځي ترسره کړي ، منځنۍ زده کړې يې دخالدبن وليد په لېسه کې او په کال ١٣٧٤ هجري کې دسيدجمالدين افغان له عالي لېسې څخه فارغه شوى او ١٣٧٩کال کې دکابل پوهنتون دژبو او ادبياتو دپوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شوى . نوموړى دکابل پوهنتون او عرفان مجلو مهتمم پاتې شوى ، همدارنګه دکابل راډيو او خوست په راډيو ګانو کې يې دوياند په توګه دنده ترسره کړې ، دپرواز مجلې فريلانس خبريال او دهيئت تحرير غړى ، دسولې او جنګ دراپور ورکونې دانيستيتوت خبريال ، دصبا مجلې خبريال او بيا ورپسې دهمدغې مجلې مرستيال او له دوه کلونو راهيسې تراوسه پورې په پژواک خبري اژانس کې دکاپي چيف ايډيټر په توګه دنده تر سره کوي . نوموړى دوه اثر چاپ ته چمتو لري ١—په پښتو شفاهي ادبياتو کې دښځو ونډه ٢- دلنډو کيسو ټولګه . دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
بېنوا ويب پاڼه :
ښاغلی محمد شفيق حقپال ( وردګ) دمحمد يونس زوى په لمريزهجري ١٣٤٤ كې دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دكريمدادودقريې دمارخانې په كلي كې زيږيدلى .لومړنۍ اومنځنۍ زده كړي يې دكابل په سپين كلي ليسه كې نورى زده كړى يې دكابل د برېښنا د تخنيک په څانګه كې پاى ته رسولي دي . دكابل په تخنيك ثانوي دپيښور په سيدجمال الدين اودميدان وردګو ولايت دخالد بن وليد په ليسو كي يې دفزيك اورياضياتو په څانګه كي ښوونه كړې، دغه راز دباختراطلاعاتي اژانس كي يي دسياسي مبصراوخبريال ،په راډيو افغانستان كي دنطاق ،دسولي اوجګړي نړيوال انستيتوت ، دملګروملتوپراختيايې ادارې ،دافغانستان سره دمرستودسمون ادارې اويوشميرنوروملي اونړيوالو څانګوكي يې دخبريالۍ اوليكوالۍ په برخه كي كاركړى په سل ګونه ليکني،خبرونه ، رپوټونه ،تبصرې اوشعرونه يې دهيواد په بيلابيلوورځپاڼو ،مجلو ،راډيواوتلويزيون او ويب پاڼو كې په پښتواودرى ژبو خپاره شوي . دهيلوغوټۍ په نامه لومړنۍ شعري ټولګه يي نوى خپره شوې . دوه ټولنيز كتابونه يې ليكلي اودوه درسي كتابونه يې ژباړلي چې چاپ شوي نه دي . دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
وا ويب پاڼه
ښاغلی محمد عاشق غريب په کال ١٩٥٩ زېزديږ په ميدان وردګ ولايت کي زېږېدلی دی . لومړنۍ او منځنۍ زده کړي يې په خپل ولايت کښي تر سره کړي ، او په کال ١٣٥٨ لمريز کي ددفاع وزارت د هوايي او هوايي مدافع پوهنتون د راکټو د پوهنځی څخه فارغ او وروسته يې د راکټ د ٩٩ لوا ، د کابل ګارنېزون ، د دفاع وزارت د اپراسيون رياست ، او ٢١ ساتونکي غونډ کي دندي تر سره کړي دي . د ١٩٩٥ زېږديږ کال راپه دې خوا د جرمني د فرانکفورټ په ښار کښي د خپلي کورنۍ سره يو ځای اوسيږي اود C.L.E.A.N شرکت سره په دنده بوخت دی . په داسي حال کي چي ښاغلي غريب په نظامي برخه کي زده کړي او دندي تر سره کړي دي ، ددې تر څنګ يې د هنر او ادب سره هم مينه پاللې ده ،بېلابېلي ليکني او شعرونه يې د ګوربت ، وحدت ، هيواد ، ګودر ، ملي هينداره ، او يو شمير نورو رسنيو کي خپرې شوي دي . سمدستي ( ١٣٨٣ ل ) د خپل کار تر څنګ په جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودې ټولني د فرانکفورټ د څانګي د مسول په توګه په هغه هيواد کي افغاني فرهنګ ته په يو لړ خدمتونو بوخت دی . دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
بېنوا ويب پاڼه :
ارواښادډاکټر اسدالله بها د بهاول خان زوی او د ۱۹۴۹میلادي کال دډسمبرپه ۱۹د وردګو د یوسف خیلو په کلي کي زیږیدلی دی او په وردګو کي بیا میر خیل دی . خدای بخښلي بها خپله لومړنۍزده کړه ددیني علومو په برخه کي په خپله سیمه کي سرته رسولې او د منځنۍ زده کړي له پاره کابل ته ولاړ او هلته د رحمان بابا په لیسه کي د شمول د موفقانه ازمویني وروسته ،په کال ۱۹۵۹په دغه لیسه کي داخل شو او خپل منځني تحصیلات یې په کال ۱۹۶۵په بریالیتوب سر ته ورسول . د لیسې له فراغته وروسته د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځی کي شامل شو،خو لږه موده وروسته یې سکالرشپ واخیست او اسټریا ته لاړ . هلته یې په کال ۱۹۶۵پوهنتون ته د تیارۍ له پاره په مقدماتي درسونو پیل وکړ او له بریالیتوب وروسته به کال ۱۹۶۷کال کی د ښووني اوروزني په څانګه کي په پوهنتون کي شامل شواو په ۱۹۷۸کال کي یې خپل عالي تحصیلات په بري سر ته ورسول،د ښووني اوروزني په برخه کي یې ډاکټري واخیسته .
دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
ګل آغا احمدي وردګ د ارواښاد استاد نوم محمد ارسلان او تخلص يې سليمي او دپلار نوم يې اسدخان دى د ۱۲۹۷ هجري لمريزكال چې د۱۹۱۸ ميلادي نيټې سره سمون خوري د ورودګو ولايت دجغتو د ولسوالۍ د ګلدرې (كنده كول ) دسيمې دليګي باباخيلو د كلي په يوه درنده او دينداره كورنۍ كې زيږيدلى دى چې دګوربت دلوړو او تاريخي غرونو لويديځې خواته موقعيت لري او په خټه مايار وردګ دى. ارواښاد سليمي دوه وروڼه او يوه خور درلودل چې دوروڼو نومونه يې محمد سليم سليمي او محمد جمال سليمي دي او دهغه ورو محمد سليم سليمي دهيواد په مختلفو ادارو كې يې رسمي دندې سرته رسولې دي او دخپلو دندو زيات وخت يې دهلمند په ولايت كې تير كړى دى. همدارنګه استاد سليمي واده كړى وو او د دريو زامنو او دريو لوڼو خاوند وو د زامنو نومونه یې عثمان سلیمي، ګوربت سلیمي او میرویس سلیمي دی چې اوس یوازې عثمان سلیمي ژوندی دی. دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
دمطلب دوام |
|||||||||
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|||||||||
|
عبدالقدیرخموش
ښاغلى محمدعالم"عزيزي"دسرمعلم صاحب محمداصف چکوال زوي د وردگو ولايت چک ولسوالۍ دغني خيلو دکلي اوسيدونکى دى . عزيزي په ۱۳۶۴ لمريز کال دحضرت عمرفاروق ښوونځي کې شامل اوپه ۱۳۷۶لمريز کال دنوموړي ښوونځي له دولسم ټولگي څخه فارغ او دکانكور د ازموينې له تېرولوڅخه وروسته دخپلې خوښې سره سم دحقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته بريالى شو . عزيزي په ۱۳۸۰ کال دنومړي پوهنځي څخه دلسانس په سويه سند ترلاسه کړاودلومړي ځل لپاره يې خپله رسمي دنده دچک وردگ ديتيمانو دروزنتون په ښوونځي کې دښوونكي په توګه تر لاسه كړه.دوه کاله يي په نومړي ښوونځي کې دنده ترسره کړه له هغه څخه وروسته بيا په ۱۳۸۳ کال كې درشوت او اداري فساد سره دمبارزې په خپلواک رياست کې دمتخصيصينو دبورد مسلکي غړى وټاکل شو.خو دم ګړۍ د افغا نستان دبشري حقوقو په خپلواک کميسون کې دنده سرته رسوي . "عزيزي" په پنځلس كلنۍ په شعرويلو پيل وكړ دشعر موضوع يې اكثرا مينه جوړوي او يو مين مزاجه شاعر دى. دشكل په لحاظ يې شعرونه زياتره غزل ، څلوريځې،ازادشعر اومثنوي دي . دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
گل رحمان"رحماني" دمولوي عبدالرازق زوى په1365 لمريزکال د و ر د گو ولايت د سيد ابادپه ولسوالۍ کې زيږدلي دى. وروسته يې کورنۍ دهمدې ولايت د چک ولسوالۍ په کولک کلي کې استوگنه غوره کړې ده. رحماني لومړنۍ زده کړې د چک ولسوالۍ د يتيما نوپه روزنتون کي سرته رسولې او وروسته دحضرت عمرفاروق په عالي ليسه کې يې تردوولسم ټولگي پورې خپلوزدکړوته ادامه ورکړې ده. رحماني په 1384لمريز کال كې دلوړو زرده كړودترلاسه كولو لپاره دکانکورپه ازموينه كې برخه واخيسته او د دننگرهارپوهنتون دژبو او ادبياتو پوهنځۍته بريالى شو، چې اوس مهال دنوموړي پوهنتون د ژبو او ادبيا تو پو هنځۍ دپښتوڅانگې محصل دى "رحما ني" لاپه زانگو کې و چې پلار يې شهيد شودپلار مړينې او دژوند نورو كړاونو دى د شپږو کلونوراپه دې خوا دشعر ويلوته وهڅاوه دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
فضل الربي "احمدي" دمعلم صاحب گل احمد زوى دمحمد وصيل لمسى دوردگو ولايت چک ولسوالۍ دچک دلرغوني کلي اوسيدونکى دى .په 1364 لمريز کال يې په پلرني ټا ټوبي کې دې فاني نړۍ ته سترگې پرانستې دي لومړنۍ زده کړي ئي دچک دشهيد اب پران په منځني ښونځي کي پيل کړې اوبيا وروسته يې دحضرت عمر فاروق په عالي ليسه كې خپلو زده کړوته ادامه ورکړې ده . په 1385 لمريز کال دنوموړې ليسې ددولسم ټولگي څخه وتلى . "احمدي" په شل کلنۍ د شعر په ويلو پيل کړ ى دى. تر اوسه يې دسلو په شاوخوا کي شعرونه ويلي دي . دمحتوا په لحاظ ئي شعرونه تصوفي، عشقي اوټولنيزه بڼه لري دشکل له مخې ئي شعرونه اكثراً غزل، ازاد شعر او څلوريځي دي دايې هم دشعرونو څو بيلګې: غزل پرون چې سترگو کې مې راغله ستا رنگينه څيره درته چې ځير شوم ښکاريدله ستاغمگينه څيره زموږ دباغ په شنه چمن کې هلته زما په مخ کې وه ولاړه ستا لمرينه څيره جانانه تاته وايم تا يادوم ومې ليد له په رښتيا ستا نازنينه څيره "احمدي" غوښتل درته څه ووايي گرانه اشنا شوله په سترگو کې مې ورانه ستا حسينه څيره څلوريځه وخانده خندا درسره ښه ښکاري ژاړم به ژړا راسره ښه ښکاري څومره چې دتوان وي هومره وگوره گرانې ناز ادا درسره ښه ښکاري جدايي په تا مين ومه زه دسترگو تور مې ته وې دبدن روح مې ته وې زه شوم زعفران په شانته چې ستا يادوکې ومه ځکه بې مينې وم زه چي ته مغرور گرځيدې اوما به مينه کړله خو ته به نه پوهيدې ځکه مدام ژړيدم له ما چې ته شوې جدا ته خومدام گرځيدې له رقيبانو سره زه خو در تلاى نه شوم په تا با ورنه کړمه ته اوس بدله شوې دبل په طمعه شوې زه که هرڅو ژړيدم خوته پروا نه کوې احمدي ژاړم ځكه په غم مې ژوند شولو ټول چې شوم ديار نه جدا اوښكې مې تل څڅيدې خواوس پريمانه شولې |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
لومړى مخ برېښناليك زيرمتون |
| دويبلاك په هكله |
زه عبدالقدير "خموش" دانجينر صا حب نظر محمد "نوري"زوي په خټه وردگ پښتون ،په 1351 لمريز کال دکب د ميا شتي په شپاړ سمه نيټه دکابل په سلام غونډۍ کي زېږېدلى يم. اصلي پلرنى ټاټوبى مې دوردگو ولا يت چک ولسوالي دعربا نو دسمسورې درې دچورک خيلو کلي دى.
په 1358 لمريز کال دخير خاني ميني دعبدالغفور "نديم" په منځني ښوونځي کي شامل شوم د اتم ټولگي له بشپړولو وروسته مې د نادرئي په ليسه کي خپلي پاتي زده کړې پاي ته ور سولې . دکانکور په ازموينه کي پيداکوژي انستيتيوت ته معرفي شوم او د نوموړي انستيتيوت د ژبواوادبياتوپوهنځۍ پښتوځانگه مې دخپلو عالي زده كړو لپاره غوره كړه دخپل منځني جگړو په پايله کي مې دزدکړې موده اږده شوه ترڅو په 1377 لمريز کال له دغه انيستيتوت څخه بريالى راووتم . له فارغيدو سره جوخت په نوموړي انيستيتوت كې داستاد په توګه ومنل شوم . دکال په تيريدو مي د خپلي څانگي (پښتو) دامريت مسؤليت هم په برخه شو دطالبا نو له ماتي څخه وروسته په 1380 لمريز کال داستا دانو په غوښتنه دپوهنځۍ دتدريسي مرستيال په توگه تعين شوم په 1381 لمريز کال په نا څاپي توگه دمطبوعاتو لمني ته وروغورځيدم اود کليد په اوونيزه کي مي دژورناليست دنده د استادۍ تر څنگ خپله کړه دلږ مودې په تيريدو سره ددغې اوونيزې دپښتو برخې او لږ وروسته ددوا ړو ژبو (پښتو،دري) مسووليت را په غاړه شو .اوددواړو ژبو دکتني استاذى شوم يو کال وروسته دمرسل اوونيزې دتصحيح اوکليد اوونيزې دمرستيالۍ دندې راوسپارل شوه او همداشان دژورنالستۍ د دندې په دوهم کال کې دپخلاينې په نامه ديوې بلې جريدې دتصحيح دنده هم را وسپارل شوه او اوس په دواړو برخو (ژورناليزم او استادۍ) كې په كار بوخت يم هيره دې نه وي چې دهغه وخت پيداګوژي انيستيتوت او س دكابل دښوونې او روزنې په پوهنتون بدل شوى |
| ورځنۍ اړيكې |
|
د احمد فرزان ویبلاګ دورځنيو اړيكو زيرمتون |
| دليكنو زيرمتون |
|
شعرونه لنډې كيسې څېړنيزې ليكنې فلكلوري ليكنې پېژندګلوي په وردگو کی نننۍ او پرونۍ څهری شاعران او ليكوالان خواږه نثرونه |
|
RSS
|