تبليغاتX
شپيلۍ
ادبي او فرهنګي وېبلاګ

ليكوال:عبدالقدير خموش

ديو شمير څېړونكو دا عقيده ده چې د متل كلمه سوچه پښتو ده، اما ځيني خلك وايي، چي دا له عربي مثل څخه مفغنه شوې ده، كه دا دوهم قول ومنل شي، نو په مفغناتو كي به د عربي "ث" په "ت" اوښتې وي، مثلاً ميراث چي مفغن يې ميرات دى، د مثل كلمه به هم متل شوې وي، د عربي لغاتو پوهان وايي چي مثل يعني مثل(مانند) او نظير وروسته دا كلمه په ټولو حكمتو كي مستعمله شوه، ځيني وايي دا كلمه له عبري مثل څخه جوړه شوې او پر ټولو حكمتو او لنډو قصو او اساطيرو اطلاقيږي. په پښتو خو متل هغو لنډو ويناوو ته وايي چي د ښو معناوو او حكمتو څخه ډكي وي، په متلو كي ډېر ځله د ملتو د روحياتو خورا ښې_ښې نكتې پرتې وي، بلكي ځيني پوهان وايي چي تر شعر لا متلونه د ملتو پر عقليت ښه دلالت كوي، ولې چې اشعار د داسې خلكو له كومو راوځي، چې فكر او ذهن او عقليت يې تر عوامو لوړ وي، اما متلونه د عوامو له عقليته حكايت كوي او د متلو الفاظ لكه اشعار مصنوعي او معقول نه وي او د عوامو په ژبه وي. دمتلونو تعريف ته ډول ډول كرښې ايستل شوې خو كه ټول سره را ونغاړو دا يوه موضوع ترې تر لاسه كېږي چې، متلونه دخلكو هغه سپيڅلې،پاكې معني دارى او لويې لويې لنډې جملې دي چې د اولس دثقافت ،فرهنګ ،علم او پوهې، كړو وړو ژوندۍ نمونې او داولسي پوهانو دلوړو افكارو نمايندګان دي.

متلونه له ډېر پخوا څخه موجود او زموږ دنيكونو غوره قيمتي تللې پخې وينا وې دي، چې دلنډيو په شان خوله په خوله تر دې وخته را رسيدلي دي .دمتلونو تاريخ هم دلنډيو په شان معلوم ندى او نه يې ويونكي معلوم دي ، بلكې په هره زمانه كې ويل كېږي او هر پښتون او پښتنه يې وايي، متلونه دټولو پښتنو دخولې مرغلرې دي، چې خورې ورې دخلكو په ذهن او حافظه كې پرتې دي. له متلونو عبارات خوندور ،لنډ او يو لوى مطلب پكې ځاي شوى وي. دمتلونو څخه د قوم دپوهې، تجربې او فكري لوړتيا اندازه معلوميږي، ځكه چې متلونه هغه پخې ويناوې دي، چې له ډېرو تجربو څخه وروسته لاس ته راځي. پښتانه متلونو ته ډير اهميت وركوي، هر متل ورته دكاڼي كرښه ښكاري او هغه يو پوخ او غټ دليل او استناد بولي. پښتو متلونه ډيراو په زياته اندازه دي او لكه دلنډيو غوندې دپښتنو په هره سيمه كې په بيل بيل ډول دخلكو په سينه كې پراته دي. دپښتو هر متل لكه لنډۍ غوندې يو ځانګړى خپلواك مضمون او مطلب لري او يا په بل عبارت ديوې پېښې او واقعې لنډيز دى.

نوكه متلونه د عوامو وګړو غږ وګڼل شي او دلالت يې پر روحياتو تر شعر، ټينګ او د باور وړ وي، متلونه د ملتونو د اجتماعي ژوندون او د دوى د عقلي هويت ښكاره كوونكي دي، په مختلفو اوضاعو كي د تجربې او ازميښتو نتيجې دي، چې په لنډو كلماتو كي ځاى شوي وي.

خو دا هم بايد له ياده ونه باسو چې متل هغه وخت دخلكو تر منځ خپل ځاى مومي چې دخلكو لخوا دعقل او پوهې له مخې ومنل شي. خو داسې جملې چې خلك يې په مفهوم او مانا پوه نه شي او تاريخي پيشينه ونلري متل نه ګڼل كېږي.

ددې لپاره چې متل دخلكو لخوا ومنل شي، لومړى بايد لنډ با مانا، با مفهومه او بيا ساده او دخلكو په ژبه وي. همدا شان لكه چې دمخه مو هم ورته اشاره وشوه متل بايد ځانته خاص تون يا اهنګ او موسيقيت ولري، چې دخلكو په غوږو خوږ ولګي او په ماغزو كې يې سم لاسي ځاي ونيسي . په يوه متل كې ددې درې شيانو رعايت خورا حتمي بريښي :

لنډوالى، مقصد او مفهوم، خوږ والى.

هرمتل چې ددې پورتنيو صفاتو لرونكى وي كه په هره ژبه كې وي، دخلكو لخوا دمنلو وړ ګڼل كېږي.

داخبره هم ديادونې وړ بولم چې كه څوك وغواړي، يو نوى متل جوړ كړي او پورتني صفات هم پكې وكاروي تر څو چې دخلكو لخوا ونه منل شي، متل نه ګڼل كېږي. ځكه دخلكو لخوا په هغه دتاييد دمهر دلګيدلو په صورت كې موږ هغه متل ګڼو. نو ويلى شو چې دخلكو لخوا دتاييد موضوع دمتل لومړنى شرط دى. موږ متل په خلكو په زور نشو منلى دمتل په منلو كې داولس اراده ازاده ده.  

دمتلونو ډولونه :

مخكې له دې چې دمتل په ډولونو خبرې وشي، ښه به دا وي چې په دې ټكي رڼا واچوو چې متل هم لكه د ادب دنورو شتمنيو په څير دڅېړنې دوه اړخه لري. يو اړخ يې محتوا او بل اړخ يې شكل دی.

متل دمحتوا يا موضوع له پلوه اجتماعي،سياسي ،فكاهي، اخلاقي،تاريخي، او داسې نور ډولونه لري.دغه راز دشكل له پلوه دپوهانو ترمنځ يو كوچنى اختلاف شته، ځينو دولسي ادب څيړونكو متل په دوه ډوله ښودلى او ځينو په درې ډوله، چې زه يې هم په دې ليكنه كې دا وروستى تقسيم ته ترجع وركوم :

۱-  منثور متل:  دا دمتل هغه ډول دى چې په ساده روانه او بسيطه جملو كې جوړ شوى وي .لكه دالاندې متلونه:

بې زحمته راحت نشته .

غم او ښادي خور او ورور دي.

دبام په سر منډه نكېږي.

علت ځي عادت نه ځي.

  غم په غم درېږي ،اوبه په ډنډ.

چې عيان دى څه حاحت دبيان دى.

هر چا ته خپل وطن كشمير دي.

له مات لوښي اواز نه خېژي.

۲- منظوم ډوله او مسجع متل: دې ډول متل ته نه منثور ويلى شو او نه منظوم . ځكه چې دمنثور متل ترحكم لاندې نه راځي او هم پوره منظوم نه دى، يوازې دمتلونو په پاى كې سجع راوړل شوې وي. لكه دا لاندې متلونو كې:

جنګ سوړ شو ميري تود شو.

په خوله لا الله په زړه غلا.

خواړه كه دې بل دي نس خو دې خپل دى.

۳- منظوم متلونه : دا دمتلونو هغه ډول دى چې په هغه كې پرته له سجعې وزن او قافيه هم په پام كې نيول شوې وي لكه دا لاندينۍ بيلګې:

ارمان به كړې هلكه           

            بيا به نه مومې ادكه

اس يې په خره بار كړ        

            خر يې پرې مردار كړ

من خورم چارك ګټم

            بي بي درځم كه نه درځم

سل روپۍ پوره كه

داختر شپه په كور كه

زه يم ستا په غاړې           

ته له مانه سپيركۍ غواړې

دوه مرغان يوه يې ځاله      

   خبر نه دي يو دبل له حاله

باد چې پاسنى شي

دباران دستي شرنګى شي 

بد به دې په زړه لرم          

سلام به دې په خوله لرم

بدي چې نكړى بدې چارې

            بدى به چا واژه بې لارې

په چا چې دخداى نظر شي

            تورې خاورې ورته زرشي

بله بې تميسه                               

لالى راغى بې كميسه

څمڅه په مرتبه شوه                      

چې په ما اوګره سړه شوه

اوړه خيشته پيشته كړي      

منت په تناره كړي

چې پردي كورته يې تمه شي

من غوښه يې كمه شي

چې تر ملكه دې كړه                      

نووركه دې كړه

دا دې كور دى دا دې اور                

كه چېرې ولاړې مخ دې تور

داګمان مې نشي                

چې له ايزه به زوى وشي

دخداي امر چې وشي          

پلار به يې نوي زوي به يې وشي

 

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 

 لیکوال :عبدالقدیر خموش

 

متلونه دهرې ژبې، ادب او ملت دكلتور غوره مميزه او برخه ګڼله كېږي. متل دملت او ټولنې دعاداتو او كړو وړود څرګنديدو هنداره ده چې دټولنې دپوهې، تجربو او دطبيعت دصفايي اندازه ورنه څرګنده كېږي

دمتلونو پيژندنه يو ضروري كار دى او دوې خواوې لري،چې يو يې مانا او بل يې داستعمال ځاي دى.

لومړى بايد سړي ته د متل اصلي مورد معلوم وي چې دايې حقيقي مانا ده. بل داچې د ا ستعما ل ځاى يې هم بايد وپېژندل شي،چې دايې كنايي مانا ده ،

همداسي مو چې وويل متل هر ډول فكاهي،اجتماعي، تاريخي ....خواو ېې رانغاړي نو ما يې هم په دې ليكنه كې تلمح اييز ه خوا څيړلې چې په لاندې متلونو كې به يې وګورۍ.

تر بې نیازه عالم راتېر د ادم سپی دی

ددې متل پېښه داسې نقل شوې ، هغه وخت كې چې د درخانۍ مين (ادم خان )د دې دښمنانو لخوا پايو خان (ددرخانۍ چنغول)ته وسپارل شو نو درخانۍ له ډېري پريشانۍ ليونتوره شوې وه او دناروغۍ په كټ پرته وه له دې كړو نه چې د ادم خان په برخه كې يې كړي وو ډېره ځورېدله .

پايو خان ،يې چې هر څو خيال ساته ګټه يې نكړه. او دا ورځ په ورځ سولېدله . پايو خان يوه ورځ دا له نورو خورلڼوسره ميلې ته ولېږله .په ميله وه چې د ادم خان سپى يې له لرې وليد .ورمنډې يې كړې سپى يې ونيوه او كلك كلك يې ښكل كړ. مېشته ښځې يې په دې كارحيرانې كړې .ټولو يو بل ته كتل ،يوه يې را مخته شوه او ددې نه يې پوښتنه وكړه چې دا څه كوي مردار سپې ښكلوې. درخانۍ په ځواب كې وويل تاسې په دې څه پوهېږۍ دغه سپى زما د ادم خان سترګې ليدلې دي،نو څنګه يې ښكل نكړم . ښځې لا هم متعجبه وې او ګڼل يې چې درخانۍ ګواكې ليونۍ شوې خودې ورته وويل :تر بي نيازه عالم راتير دادم سپى دى.

دزړه حال منصور وايه سريې په دارشو

منصور يو خداى رسيده ،بزرګ او كامل پير و.په ولايت يا تصوف كې يو داسې مقام هم راځي چې د امير خسرو په قول:

من تو شدم،تو من شدي،من تن شدم،تو جان شدي

تا بعد از اين كس نګويد من ديګرم تو ديګري

د ولايت په دې مرحله كې چې څوك وې نو هر څه چې وايي خپله خوښه يې نه وي بلكه هغه دلوي خداى(ج) خبره وي.دمثال په توګه بايزيد بسطامي چې هم ولي الله و داستغراق په حال كې ويلي وو:( سبحانې ما اعظم شاني)يعنې مالره دې پاكي وي.

زما څومره لوي شان دى دا په ظاهر كې دا خود بايزيد بسطامي كلام دى كوم چې ډېر بد ورسره ښكاري.خو په حقيقت كې الله (ج) دبسطامي په خوله غږيږي.همدا ډول منصور هم په دې ته ورته حالت كې ويلي و اناالحق.يعنې زه حق يم. دا نا مناسبه كلمه چې ظاهر بينو علمانو واوريده او دده په درجه هم نه وو خبر نو پر ده يې دكفر فتوا وركړه او دده لپاره يې دمرګ سزا چې هر ملحد ته وضع كېده ورواوروله ،او په دار يې كړ.نو دهماغه كيسې په اعتبار د رحمان بابا دشعر دغه دوهم بيت په متل واوښت:

دزړه حال وچاته مه وايه رحمانه

دزړه حال منصور وايه سر يې په دار شو

يعنې كه منصور دا توان درلوده او هغه څه چې ده ته محسوسيدلى په زړه كې يې ساتلى شواي ،كوم چې ناممكن وو نو نه به په دار كيده

 

كيسه خلاصه شوه ويل ليلي نر و كه ښځه.

دې كيسه كې د ليلي او مجنون مشهورې كيسې ته اشاره ده . ليلا او مجنون هغه دوه مين وو چې خپل خواږه ځانونه يې د يو بل په مينه كې قربان كړل. په كتابونو كې راغلي چې ليلي او مجنون په دوو لويو قبيلو پورې تړاو در لود. د دوي په زړونو كې له يو بل سره د ماشوم توبه دالله (ج) په قدرت مينه پيدا شوې وه. كله چې داكيسه په رسوايۍ واوښته نو د دواړو قبيلو بدي شوه . ددې بدى په پايله كې ليلا يې بل چاته په نكاح كړه او مجنون يې دغرو كړ . مجنون په غرو كې كراري نلرله او ليلا په كور كې.تر څو چې مجنون د دښمن دلاس ښكار او ليلا يې په مرګ زړه چاودې شوه. كه ددې متل تاريخي رېښې ته ځير شو نو داسې ترې جوتېږي چې دامتل دليلي او مجنون دكيسې وروسته منځ ته راغلى او كوم وخت چې چا په كومه حجره كې دا كيسه تېروله نو دكيسې په پاى كې چا غږ كړى : ودې نه ويل چې ليلي نر وكه ښځه له همداغه وخته دا وينا په متل اوښتې او تر ننه پورې يې دمتل بڼه خپله كړې.""

غره غره لره ورځي،خوشال خټك چا لره نه ورځي

دپښتو ژبې ستر اوچت او مبارز شاعر غښتلى او مېړه پښتون ،خوشال خټك دخپل وخت د حكمران اورنګ زيب څخه ډېر په تنګ شوى وو.

كله به ورسره په جنګ وو او كله به يې تور زندان كې دژوند شپې ورځې تېرولې.

ويل كېږي چې يو وخت اورنګزيب عالمګير ده لره استازى ور ولېږه و چې ما لره راشه. خوشال چې دده له لاس يې حوصله سرته رسيدلې وه او له بلې خوا ډېر شوخ او سر كښه وو نو استازي ته يې داسې وويل چې ورشه اورنګ ته ووايه چې :

غره غره لره ورځي،خوشال خټك چا لره نه ورځي.

يو بالول يو يې كچكول

محمود غزنوي چې يو مقتدره امپراتورپه سيمه كې تير شوى او په نني غزني ولايت كې يې داقتدار مركز و، ده يو ورور در لودچې بالول نوميده. د بالول په هكله داسې روايات دي چې دى يو مجذوب ډوله او ډېر زاهد سړى و او د ورور له پاچاهۍ سره يې هيڅ خوا نه لګيده. محمود ډير كوښښ وكړ چې دى ځانته تابع كړي خو وسه يې پرې ونه رسېده.

ويل كېږي يو وخت محمود، بالول را وغوښت او بلنه يې وركړه چې راشه او په حكومت كې كار وكړه ، بالول ورته په ځواب كې وويل چې داخرت ځواب نشم ويلى . غزنوي وويل،چې داخرت حساب څه دى؟ بالول وويل: دهر شي بيله بيله پوښتنه كېږي، او ورځ دقيامت ډيره سخته ده. ځكه به د تبۍ په شان توده وي اود سړى سره به حساب كېږي. بالول يوه تبۍ راواخيسته او وريې ترې لاندې بل كړ. تبۍ سره شوه ، بالول پرې ودريد او غږ يې كړه: يو بالول يو يې كچكول. او له تبۍ كوز شو او ويې ويل چې زما حساب خلاص شو . او سلطان محمود ته يې وويل،چې اوس وار دتا دى ته راځه او دټول ملك حساب تير كړه. محمود يې له سرته رسولو عاجز شو او بالول يې خپلې مخې ته پرېښود.

نوشيروان مړ نه دى چې نوم يې نيك پاتې دى.

وايي چې نوشيروان دخپلې پاچاهۍ تخت ته يو مزى تېركړى و .په ميدان كې يې ورته يو لرګې چې ګونګري پورې تړل شوي وودرولى و .په رعيت كې به يې چې چا ته كومه ستونزه پيداشوه، نو مزى به يې وښوراوه دلته به ګونګرو كړنګار پيل كړ او پاچابه پوشو چې كوم څوك شكايت لري.خپل نوكران به يې وروليږل او نوموړى سړى به يې راوست او هغه به خپله خبره پاچا ته ورسوله.يوه ورځ يوه پمن خره ځان دلرګي پورې ژر ژر مښلو .پاچا چې غږ واوريد نو امر يې وكړ چې ورشى او سړى راولى. خوكله چې نوكر لاړل څوك يې ونه ليدل بيرته راغلل او ويې ويل چې صاحب څوك نه وو . په دې وخت كې خره بيا ځان په لرګي وموښلو او شرنګار پورته شو .پاچا بيا نوكر ورولېږل خو يوازې راوګرځيدل . دا كار څو ځله تكرار شو. په څو وم ځل نوكر چې لاړل ويليدل چې يو پمن خر ځان په لرګي موښي. را غلل او دا حال يې پاچا ته بيان كړ.پاچاه امر وكړ چې ورشى او هغه خر راولى كله يې چې خر راوست ويې ليدل چې خر پمن دى نو امر يې وكړ چې ورشى او خاوند يې راولى دخره خاوند حاضر شو او له ده نه پاچاوپوښتل چې ولې نې دا خر خوشي كړى سړي په ځواب كې وويل چې خر مې پمن شوى بار نشي وړاى نو ځكه مې خوشي كړ. پاچاه امر وكړ چې خر بوځه او درملنه يې وكړه او زياته يې كړه چې دا عدالت ندى چې تر څو جوړ و ستا و چې ناروغه شو ايله يې كړې.

يو بل روايت هم داسې راغلى چې نوشيروان غوښتل ځانته يوه ماڼۍ جوړه كړي. خو دده دځمكې څنګ كې د يوې كوڼډې كور وو. نوشيروان وغوښتل چې دې ښځې ته يوبل كور وركړي او دا ځاى ترې وګرزوي تر څو دده ماڼۍ سمه راشي. خو ښځې ورسره ونه منله. نو نوشيروان خپله ماڼۍ كږه ودانه كړه. نو كله به چې څوك ورغلل دا انتفاد يې پرې كاوه چې ماڼۍ ښه ماڼۍ ده خو چې كږه نه واي.ده به په ځواب كې ويل چې كږه ښه ده نه دا چې دكونډې كور مې په زور اخيستى واى.دهمدي عدالت په وجه ده چې نن يې هم مړ نه بولي او په هر ه برخه كې دده د عدالت مثال راوړي.

ښامار مومن خان مړ كړ، توره په كې هر څوك سره كوي چې ما مړ كړ.

په پورته متل كې دمومن خان او شيرينۍ مشهورې كيسې ته اشاره شوې ده،هغه داچې كله مومن خان هندوستان ته په سفر ځي، ديوه زرګر په دوكان كې ناست وي، ويني چې يوې ښځې ځان جوړ كړى او په اوښ باندې سپره ده او اوښ يوه سړي له غاړې نيولى او كشوي يې !مومن خان له زرګر څخه يوښـتنه وكړه چې دا څه نقل دى؟ زرګر ورته وويل: هلته په غره كې يو ښامار دى چې هره ورځ يوه ښځه او يو اوښ له ډوډۍ سره بار پاچا ورلېږي! او كه يې ور ونه لېږي نو ټول ښار به تباه كړي!او نن دپاچا دلور نوبت دى،لنډه دا چې مومن خان هم داوښ پسې ور روان شو، كله چې غره ته ورسېد نو ښځې ته يې وويل: زه ستا كمك ته راغلى يم. يوه ګړۍ وروسته چې ښامار راغى، نو ښځه يې ګوښه كړه، توره يې اوږده په خپلو تلو پورې وتړله او ستوني ستغ پريوت او پښې يې په هوا ونيولې، ښامار چې راورسيد پر مومن خان يې حمله وكړه،مومن خان خپلې پښې دښامار په خوله كې وركړې خو ښامار تيراوه او په توره څيرې كېده،تر نيمايي چې څيرې شو ،ښامار مړ شو. مومن ورڅخه بيرته ژوندى را ووت، او ښځې ته يې غږ كړ چې راشه . ښځه چې راغله مار لكه غونډۍ پروت و، وروسته مومن خان له ښامار څخه يوه نرۍ تسمه سر تر پايه ويسته او په جيب كې يې واچوله. ښځې ته يې وويل چې په اوښ سپره شه او كراره كراره راځه، كه چېرې چا دعوه وكړه چې مار ما وژلى نو ته ورته ووايه چې ښامار هغه چا وژلى چې پوره تسمه يې ورسره ده. خلك چې دښامار له مړينې خبر شول هر يوه منډې كړه او دښامار په وينو يې خپله توره سره كړه ګواكې چې ښامار ما وژلى.

خو پاچا ډېر خوشحاله شو او غوښتل يې چې خلكو ته انعام وركړي نو لور يې پرې نارې كړې: ښامار هغه چا وژلى چې په جيب كې دښامار پوره تسمه لري په دې ترتيب مومن وپيزندل شو

غرونه چا سوري كړل او شيرينه به څوك وړي.

په دې متل كې هم د دوو مينو دمينې قصه ده دهغه مين چې دشيرينو په مينه كې يې په ډيره مېړانه دغره كيندلو ته ملا وتړله او هغه لوى غر يې په پوره حوصله سورى كړ دا هغه په شيرينو مين فرهاد دى.فرهاد دشيرينو دپلار دشرط دپوره كولو په خاطر دغره كيندلو ته وهڅول شو او ده هم دا درانده كار ته په ډېره ميړانه ملا وتړله . خو دشيرينو پلار كله چې وليدل ،فرهاد دشرط ګټلو ته نژدې شوى له ده سره يې غلطي وكړه او د قاصد ې په لاس يې غلط احوال وروليږه چې ګواكې شيرينو مړه شوې دفرهاد چې په قاصدې پوره باور وو ددې خبر په اوريدو يې دلاس ترښځ چې دغره دسوري كولو په خاطر يې ترې كار اخيست په خپل سر ګذار كړ او دشيرينو په هجر كې مړ شو. نو ددي كيسې په بنياد دا متل دخلكو تر منځ پاتې شو چې غرونه چا سوري كړل او شيرينو به څوك وړي.

حجره يې شته طالب يې نشته.

ددي متل په هكله هم داسې ويل كيږي چې دا متل د طالب جان او ګلبشرې دمينې دكيسې پوري تړاو لري .خو ددې متل په اړه كيسه له دې ځايه پيليږي: ... طالب جان په حجره كې پاتې شو خپل سبق وايي هغه ښځه چې دطالب جان د ډوډۍ لپاره مقرره وه لټي يې كوله. نو بي بي ورته په قهر شوه. سپكه يې كړه او ددې پر ځاي يې بله مينځه ورته ودروله. نو ددې وروسته دغه اولي مينځې قسم واخيست ،چې ولاكه مو پرېږدم چې هې چم چې وي چې زه ستاسې سره بيل نكړم ....

يوه شپه دغه دوهمه مينځه ناجوړه وه ډوډۍ يې نه شواي وړلى په دوهمه شپه ګلبشره مجبوره شوه چې ډوډۍ د اولينۍ مينځې په لاس وروليږي. ددې مينځې خو لا له اوله ورته زړه ډك و نو كله يې چې ډوډۍ وروړه او طالب جان ځنې پوښتنه وكړه چې بي بي څنګه وه مينځې ورته وويل: او خواركيه هغه ولاكه په تاكې رى وهي هغه شل نور ياران لري .

مينځه چې كله بي بي ته راغله هغې ترې وپوښتل چې طالب جان څنګه او هغې په ډېره مكارګۍ ورته وويل: خواره مشې ولاكه په تاكې رى وهي كله چې زه ورغلم درې نورې ښځې ورته ناستې وې او په ميدان ورته كوټه نكل پراته وو .

لنډه داچې طالب جان د مينځې په وينا باور وكړ او دګلبشرې سره خوابدى شو او پريكړه يې وكړه چې نور به حجره او سبق پرېږدي او همداسې يې وكړل او ترينه رهي شو.وروسته نو هغه مينځه راغله او بي بي ته يې وويل چې طالب جان نشته او جحره يې تشه ده .ډيره پريشانه شوه چې څه چل را وشو تو ټكرى يې په سر كړ او پټه راووته كله چې حجرې ته راغله ګوري چې حجره كې څوك نشته. نو يې نارې كړې:

حجره يې شته طالب يې نشته زه پر حجره يې لكه مار وغزيدمه

ددې لنډۍ لومړۍ مسرې دپښتنو تر منځ د متل بڼه خپله كړه او لكه لنډۍ غوندې يې په مناسب حال او وخت كې ويل كېږي
+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 

راټولونکی:عبدالقدیرخموش

 

حقيقت او ګل دواړه اغزي لري.(اسپانوي متل)

له مړ مړز نه ګيدړه هم لكۍ ايستى شي.(اسپانوي متل)

دتداوۍ پيل د ناروغۍ تشخيص دى. (اسپانوي متل)

انسان بايد احمق او غوايه ته لار پرېږدي. (اسپانوي متل)

كه ساده ګان بازار ته نه تلاى نو بيكاره كالي به چا را نيول.(اسپانوي متل)

انسان كه له هرې ناروغۍ وويريد نو مړ دى.(اسپانوي متل)

واده لكه هندوانه كله خوږه او كله بې خونده وي.(اسپانوي متل)

كه غواړې دميړه اختيار خپل كړې نو دهغه د خېټې اختيار خپل كړه.(اسپانوي متل)

كله چې رشوت په دروازه راننوځي نو عدالت په كړكۍ تښتي.(تركي متل)

كه ښځې وغوښتل ،له تاسره دزرو لپاره واده وكړي ،ورسره وي كړه خو زر ترې لرې ساته.(تركي متل)

كه دوست نشې پيدا كولى نو دښمن هم مه پيدا كوه.(يوناني متل)

درې ګوني غمونه كوم دي،اور،توفان،ښځه. (يوناني متل)

دنارينه لپاره دا مهمه نده چې واده وكړي كه يې ونه كړي،ځكه په دواړو به پښيمان وى. (يوناني متل)

هغه ښځه نيكمرغه ده چې ميړه ته مطيع وي. (يوناني متل)

چې مشكلات نه وي ليونيان هم حكومت كولى شي.(الماني متل)

دهغه كار په كړو كې چې شيطان عاجز شي ښځه يې ترسره كوي.(الماني متل)

هغه چې له شتمنې ښځې سره واده كوي،خپله ازادي خرڅوي. (الماني متل)

هغه ته چې خداي(ج) ښځه ورپه برخه كړې صبر يې هم وركړى.(الماني متل)

دښځې په انتخاب كې له غوږونو سره مصلحت وكړه نه له سترګو سره.(الماني متل)

دښځې ژړا دغلا خندا ده. (الماني متل)

په پور كه زوم شوې له خنداخداي پاماني وكړه.(الماني متل)

واده،خيالي رنځونه او ويره په تيار اونقدو رنځونو او ويرو بدلوي.(الماني متل)

څوك چې د وختونو په انتظار ناست دي هغوي هر څه له لاسه وركړي.(ايټاليوي متل)

دوه ډوله ښځې دي چې له يوې سره شتمن او له بلې سره خوارېږئ.(ايټاليوي متل)

كه ښځې ګناه وكړه خاوند يې معصوم ندى.(ايټاليوي متل)

د واده ستاينه كړه خو ښځه مه كړه.(ايټاليوي متل)

ښځه او غوا له خپله ښاره غوره كړه.(ايټاليوي متل)

اوښياره انجلۍ غريب ځوان ته تر سپين ږيري شتمن ترجيح وركوي.(ايټاليوي متل)

كه چېرې دخپل نوكر حق ور نه كړې،نوكر خپل حق په خپله اخيستى شي. (هندي متل)

تړلى سوك زر ديناره(هندي متل)

اوښكې دښځې وسله ده(هندي متل)

ظلم ګناه ده خو دظلم زغمل لا لويه ګناه ده.(هندي متل)

هغه څه چې ښځه غواړي خداى(ج) يې غواړي.(فرانسوي متل)

دښځې او هندوانې غوره كول ګران كار دى.(فرانسوي متل)

هغه نارينه چې دپيسو په سر واده كوي هغه به نوكر كېږي. (فرانسوي متل)

د واده كول لويه اشتباه ،او زر كول يې لا لويه اشتباه ده.(فرانسوي متل)

ښځه يوازې يو شي پټ ساتي چې په هغه هم نه پوهېږي چې هغه څه شي دي (انګليسي متل)

مطيع ښځه دميړه د زړه مالكه ده. (انګليسي متل)

اوښياره ښځه دغريب خاوند سره ښه چلېږي.(انګليسي متل)

كه د ښځې په خوښه كار كوي نو دنر نوم درنه لرې كړه.(ازاربايجاني متل)

كه در واغجن نه واي نو ريښتيني نه پيژندل كيدل.(ازاربايجاني متل)

تودوخه يې مالومه نه په دودو يې ړانده كړو.(ازاربايجاني متل)

كه يې ژرندې ته خواړه ورنكړې خپلې تيږې به وخوري.(ازاربايجاني متل)

درخت د اخيستلو په وخت كې يې څنډې ګورئ ، دښځې په انتخاب كې يې مور ګورئ.

(ازاربايجاني متل)

دښځې په غوره كولو كې ښايي چې يوه جوړه بوټان ډيرزاړه كړې. (چيني متل)

دزوم لياقت د هغه دمټو په زور كې دى.(چيني متل)

دانسان سل كاله عمر نه وي د زرو كلو غم ورسره وي.(چيني متل)

كه سپن ږيرى يې نصيحت كوه كه ځوان يې نصيحت اوره.(چيني متل)

له ورو تګه مه ويريږه له نه تګ نه وويريږه.(چيني متل)

كه ورونه سره كار وكړي.غر به سره زر شي.(چيني متل)

با شحصيته بد څيره زوم ښه دى تر بې شخصيته ښكلي زومه څخه.(لهستاني متل)

هيڅ ښځه د خداى(ج) په رضا له نارينه سره واده نه كوي.(اسكاتلندي متل)

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 

 

راټولونکی:عبدالقدیرخموش

دافغان ولس دولسي ادب په بڼ كې هم لكه د نړۍ دنورو ولسونوپه څېر ځينې ګډ متلونه شته چې اكثرآ ديوه ګډ فرهنګ او كلتور په نتيجه كې را منځ ته كېږي او كله هم د يوه اجتماعي، اخلاقي يا فكاهي لوړ مفهوم د لرلو په سبب منځ ته راځي .له دري نه پښتو ادب او له پښتو نه دري ادب ته ځينو متلونو لار كړې ده ،او د دواړو خوا وو څخه منل شوي .

په دې ليكنه كې د مشت نمونې خروار په توګه دهغو متلونو يادونه كوم ،چې د دواړو ژبو (پښتو او دري) ترمنځ كټ مټ يا په لږ بدلون ځاي لري.

په ډېرو كې غوايي مردار دى.

قصاب كه زياد شد ګاو مردار ميشه.

ږيره د ما واك يې دملا

ريش از مه اختيارش از ملا

عقل له بې عقله زده كېږي

ادب را از كي اموختي ،از بي ادبان

اوبه چې شي ترغاړې زوى او لور شي تر پښو لاندې

اب تاګلو بچه زير پا

دباران نه تښتيده دناوې لاندې يې شپه شوه

از زير چكك خيست زير ناوه نشست.

له كم عقل دوست نه هوښيار دښمن ښه دى.

دشمن دانا به از دوست نادان.

له يوه لاسه ټك نخېژي.

از يك دست صدا نميايه.

داوښ غلا په ټيټه ملا نكېږي

شتر دزي به خپ خپ نمېشه.

څه ژرنده لمده او څه غنم لانده

چيزې اسياكند و چيزې ګندم تر.

څه چې تيار وي هغه ديار وي

چيزي كه تيار است از يار است.

خبره تر خبرې پيدا كېږي.

ګپ از ګپ ميخيزه.

كوږ بار تر منزله نه رسي.

بار كج تا منزل نمي رسد.

غله ته يې ويل غله كوه كور والا ته يې ويل بيداري كوه.

دزه ګفت دزي كو صاحب خانه را ګفت بيدار باش.

په يوه ګل نه پسرلى كېږي

به يك ګل بهار نميشه

انسان داحسان تابع دى.

انسان تابع احسان است.

غوټه چې په لاس خلاصېږي خولې ته حاجت نشته.

ګرهي كه بدست واز شوه حاجت دندان نيست.

مار خوړلى له رسۍ وېرېږي.

مارګزيده ازريسمان دراز ميترسه .

د درواغو مزل لنډ دى.

منزل دروغ كوتاه است.

وروري به كوو حساب تر منځ.

برادر با برادر حسابش برابر.

زړه په زړه ايينه ده.

دل به دل ايينه است.

رنګ مې ګوره حال مې پوښته.

رنګم ببي حالم بپر س .

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 
عبدالقدير خموش
كه موږ دخپل هېواد تېر تاريخ ته يوه ځغلنده كتنه وكړو،نو وبګورو ،چې ښځو دنارېنوو تر څنګ دژوند
په ټولو چاروكې ګډه برخه لرلې ده.څه دا چارې درزم په برخه كې وي او كه دبزم، كار وي كه زيار،وږه وي كه تنده،دهرې برخې چې يادونه وكړو،سم لاسي موذهن ته يوه بله ځلانده څېره ودرېږي،چې هغه دښځې ده.موږ او زموږ نه وروسته به هم هېڅوك ونكړاى شي،چې دا مطرح موجود له صحنې وباسي،يا يې كار نامې په هېڅ كې وشميري.لكه څنګه مو چې پورته يادونه وكړه ښځو دژوند په هره برخه كې خپله ونډه لرلې،چې موږ يې په ادبياتو كې دښځو په ونډه يوه لنډه كتنه لرو.
ښځې زموږ د ادبياتو يوه ځانګړې برخه جوړوي كه څه دا ولسي ادبيات وي او كه ليكني ادبيات،چې ولسي ادب ته شفاهي ادب،زباني ادب،يا فولكلو او ليكني ادب ته كتابي ادب،تحريري ادب يا دپوهانو ادب ويلى شو.
موږ په ډېر شمير ليكوالې لرو ،چې په ليكني توګه يې ګرانبيه اثار راپاتې دي،چې دهغو له شمېرې څخه د زرغونې انا دنوم يادونه كولاى شو.همدا شان ښځو په اولسي ادبياتو كې هم تر نارينوو ډېره برخه لرلې او داولسي ادب په هرډول فورم كې يې اغېزه تر سترګو كېږي.دبيلګې په توګه دلنډيو ويونكي ،چې زموږ داولسي ادب يوه بډايه او شتمنه برخه ده اكثرآ ښځې دي اويا د ښځو له خولې ويل شوې دي.لكه:
په سنګر بيا ټكونه وشول ميړه به مري موزي به بيا كور ته راځينه
خلك كالي كوي اختر دى زه دشهيد كالي په غېږ كې ګرزومه
همدا شان په سروكيو او يا نيمكيو كې،چې وايي:
داتڼ سر:
پرې مې ږده داتورې زلفې چې په مخ زانګي مه ږده د رانجو خالو نه سبا به وران شي
داتڼ سر دلنډيو سره:
سترګې دتورې په رنجو كړه مه ږده د رانجو خالونه دمساپر اشنا د غږ دى رابشينه
مه ږده د رانجو خالونه سبا به وران شي پرې مې ږده داتورې زلفې چې په مخ زانګي
همدا شان نارينه هم ددوي شتون په ادبياتو كې(ولسي ادب،او ليكني ادب)يوه ضروري او بشپړونكې برخه بولي او په دې اند دي ،چې كه ښځه نه واى نو زموږ ادبيات به دخوند او ښكلا تش او بې مالګې ويناوې به واى.
زه په دې عقيده يم،چې دښځو شتون دى،چې دنارينوو په ادبي اثاروكې يې قوت او جذابيت په برخه كړى. نو ددې لپاره چې ددې خقيقت سپيناوى شوى وي په دې ليكنه كې مې دمشت نمونې خروار په توګه دپښتو او دنړۍ له ادبه څخه مې هغه متلونه راغونډ كړي ،چې په هغه كې دښځو يادونه شوې ده. خو له هر څه نه وړاندې بايد ووايم چې متل څه شي ته وايي:
متلونه څه ته وايي:
په پښتو خو متل هغو لنډو ويناوو ته وايي چي د ښو معناوو او حكمتو څخه ډكي ويخو بيا هم دمتلونو تعريف ته ډول ډول كرښې ايستل شوې خو كه ټول سره را ونغاړو دا يوه موضوع ترې تر لاسه كېږي چې، متلونه دخلكو هغه سپيڅلې،پاكې معني دارى او لويې لويې لنډې جملې دي چې د اولس دثقافت ،فرهنګ ،علم او پوهې، كړو وړو ژوندۍ نمونې او داولسي پوهانو دلوړو افكارو نمايندګان دي.
متلونه له ډېر پخوا څخه موجود او زموږ دنيكونو غوره قيمتي تللې پخې وينا وې دي، چې دلنډيو په شان خوله په خوله تر دې وخته را رسيدلي دي .دمتلونو تاريخ هم دلنډيو په شان معلوم ندى او نه يې ويونكي معلوم دي ، بلكې په هره زمانه كې ويل كېږي او هر پښتون او پښتنه يې وايي، متلونه دټولو پښتنو دخولې مرغلرې دي، چې خورې ورې دخلكو په ذهن او حافظه كې پرتې دي دپښتو هر متل لكه لنډۍ غوندې يو ځانګړى خپلواك مضمون او مطلب لري او يا په بل عبارت ديوې پېښې او واقعې لنډيز دى.
ددې لپاره چې متل دخلكو لخوا ومنل شي، لومړى بايد لنډ با مانا، با مفهومه او بيا ساده او دخلكو په ژبه وي. همدا شان متل بايد ځانته خاص تون يا اهنګ او موسيقيت ولري، چې دخلكو په غوږو خوږ ولګي او په ماغزو كې يې سم لاسي ځاي ونيسي .
په پښتو متلونو كې ښځه:
الف
- ابۍ مړه شوه تبه يې وشكيده.
- اميرې وركې شوې مينځې ملكې شوې.
- اميرې يې وركوي شيڅ ميرى يې نه وركوي.
- ابۍ پې په خپله وڅښلې پردۍ پيشو په يټو كې زغلوي.
- ابۍ زړه شوه له شوقه ونه لويده.
- ابۍ چې دزړه كوي په څمڅه كې تبى وكړي.
- ابۍ كه رښتيا ووايم بيا مې وهې.
- ابۍ كه له زړه وكړي له اربشو كپچې وكړي.
- اور پسې راغلې ده.
- ارمان به كړې هلكه بيا به نه مومې ادكه.
ج:
- چنت دمور او پلار تر پښو لاندې دى.
- جنۍ هلته جنۍ شي چې دمنګي دسپرولو شي.
خ:
- خواره شي مكارې چې هم جنګ كوې هم ژاړې.
- خواره كړې هغه مينڅه چې دمينځې مخ مينځي.
- خويندې مړې شوې چې پاتې ميرې شوې.
- خرابه ښځه دبل ده.
- خواري ما وكړه دكندو ميرمن هغه شوه.
- خور مې خور خورزه مې دزړه ټكور.
- خورې تخت درته غواړم بخت د خپل دى.
- خور يې دماما دمينې دښمن ده.
چ:
- چې ماشوم ونه ژاړي مور شيدې نه وركوي.
- چې ځوان وم دنجونو يار وم چې زوړ شوم دنجونو پيغور شوم.
- چې په سر يې ګرزوي سر به در باندې ګرځي.(ښځه)
- چې د واده ميرمن متيزه ولاړه نو سرود چا ته غږوې.
- چې ابۍ دزړه وكړي په تروو كې هم كوچ ساتي.
- چې زما په ډوډۍ مست شوې بيا زما دمور ميړه شوې.
- چې زما تر وړاندې وشوې بيا زما دمور ميړه شوې.
- چې مور ننګيالۍ نه وي زوي نه فتح خان كېږي.
- چې مور ميره شي پلار پلندر شي.
- چې ځوان وم دنجونو ځان وم چې زوړ شوم د ښځو پيغور شوم.
- چې ښځه شي بې شرمه ميړه پرېباسي له شرمه.
- چا دمور په نس كې نه ده زده كړه كړې.
- چې كونډه شي بر بنډه شي.
- چې مور دې مي په ناز به دې واده كړي.
- چې نه دې وي له موره هغه ته مه وايه چې وروره.
- چې خوله يې خوري سترګې يې شرمېږي.
ځ:
- ځوانه ښځه دميړه خوا وهي.
د:
- دښځې ژړا دمكر خندا ده.
- دسپينې خولې ياران دي.
- دلور كبر ته ګوره دمور نېستۍ ته ګوره.
ښ:
- ښځه دكور مالګه ده.
- ښځه يا په كور ده يا په ګور ده.
- ښځه بايد پرده او حجاب ولري.
- ښځو په سابو ږيره وركړې ده.
- ښځې ته حال ويل په ځان اور لګول دي.
- ښځه كږه پښتۍ ده.
- ښځه كږه پښتۍ ده ماته به يې كړې خو سمه به يې نه كړې.
- ښځه مې دنجل وي سل مې د زامن وي.
- ښځه نه تخت غواړي نه بخت دميړه مخ غواړي.
- ښځي ته دباندې حال مه وايه.
- ښځې وايي: ميړه دخوړ كاڼي دي يو اچوه بل اخله .
- ښځا له اجاغه غواړه خوراو لور ولندبل ته وركوه.
- ښځه دميړه خوښه ده كه دكلي ،كلي وايي چې دميړه خوښه ده نه دكلي.
- ښځه شريكه ښه ده نه مال شريك.
- ښځه دشيطان لومه ده.
- ښځه كول اسانه ده پايڅه يې ګرانه ده.
- ښځه په كالو نه درنېږي او نر په وسله.
- ښځه چې زړه شي خوله يې پسته شي.
- ښځه دتن جامه ده.
- ښځه دميړه جامه ده.
- ښځه دكور څراغ دى.
- ښځه دښامار جنګ ته تياره ده.
- ښځه كه هر څومره ښه ده دسړي ځاي نشي نيولى.
ل:
- ليلي ښځه وه كه نر.
- لور دمور كوڅې ګوري زوي دپلار پټكى ګوري.
- لور له موره زوي له پلاره معلومېږي.
- لور يې خوږه مور يې ترخه زوي يې پاك حرامزاده.
- لور په غاړه ميږ مرداره.
- ليلا ته دمجنون په سترګه ګوره.
- ليلا بيا په كلي ولاړه يا به لچ راوړي يا غاړه.
- لورې ګرانه به دې وايم څوك به دې نه واده كوي.
- لور دكور بركت دى.
م:
- مېړنۍ ده چې يادېږي.
- مينځه چې توده شي هماغلته ويده شي.
- مور يې ګوره لور يې غواړه.
- مور يې په سوال شړمبې غواړي لور يې په چارك غوړو سر نه غوړوي.
- لور او مور جنګ وكړ كم عقلو پرې باور وكړ.
- ماشوم دمور دخولې بوي پيژني.
- مور او پلار يې په قاضي هلكان يې په بازي.
- مور يې چې درخانۍ وي لور يې ښاپيرۍ وي.
- مور نه ميره كېږي.
ن:
- ناوې له اولې ورځې مالوميږي.
- ناوې په خوله هى هى لري په زړه ګوړې ماتوي.
- ناوې په خوله ژاړي په زړه ګوړې ماتوي.
- ناوې خو به مې ته كړې وينكى به راباندې څوك وكړي.
- نوې ناوه راغله نوى دود يې كېښود.
- نوې نجونې راغلې نوى دود يې راوړ.
به اخر كې دا خبره هم يادول غواړم داچې متل هر ډول تاريخي ،رزمي ،بزمي ،فكاهي ،طنزي او .... مفاهيم را نغاړي نو كه په دې ليكنه كې له داسي متلونو سره سر شوى چې په هغو كې له ښځو سره ټوكې شوې وې ماته بښنه وكړى ځكه دا زما وينا نه بلكې داولس ويناوې دي.
+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 
 
لومړى مخ
برېښناليك
زيرمتون
دويبلاك په هكله
زه عبدالقدير "خموش" دانجينر صا حب نظر محمد "نوري"زوي په خټه وردگ پښتون ،په 1351 لمريز کال دکب د ميا شتي په شپاړ سمه نيټه دکابل په سلام غونډۍ کي زېږېدلى يم. اصلي پلرنى ټاټوبى مې دوردگو ولا يت چک ولسوالي دعربا نو دسمسورې درې دچورک خيلو کلي دى.
په 1358 لمريز کال دخير خاني ميني دعبدالغفور "نديم" په منځني ښوونځي کي شامل شوم د اتم ټولگي له بشپړولو وروسته مې د نادرئي په ليسه کي خپلي پاتي زده کړې پاي ته ور سولې .
دکانکور په ازموينه کي پيداکوژي انستيتيوت ته معرفي شوم او د نوموړي انستيتيوت د ژبواوادبياتوپوهنځۍ پښتوځانگه مې دخپلو عالي زده كړو لپاره غوره كړه
دخپل منځني جگړو په پايله کي مې دزدکړې موده اږده شوه ترڅو په 1377 لمريز کال له دغه انيستيتوت څخه بريالى راووتم .
له فارغيدو سره جوخت په نوموړي انيستيتوت كې داستاد په توګه ومنل شوم .
دکال په تيريدو مي د خپلي څانگي (پښتو) دامريت مسؤليت هم په برخه شو دطالبا نو له ماتي څخه وروسته په 1380 لمريز کال داستا دانو په غوښتنه دپوهنځۍ دتدريسي مرستيال په توگه تعين شوم
په 1381 لمريز کال په نا څاپي توگه دمطبوعاتو لمني ته وروغورځيدم اود کليد په اوونيزه کي مي دژورناليست دنده د استادۍ تر څنگ خپله کړه دلږ مودې په تيريدو سره ددغې اوونيزې دپښتو برخې او لږ وروسته ددوا ړو ژبو (پښتو،دري) مسووليت را په غاړه شو .اوددواړو ژبو دکتني استاذى شوم يو کال وروسته دمرسل اوونيزې دتصحيح اوکليد اوونيزې دمرستيالۍ دندې راوسپارل شوه او همداشان دژورنالستۍ د دندې په دوهم کال کې دپخلاينې په نامه ديوې بلې جريدې دتصحيح دنده هم را وسپارل شوه
او اوس په دواړو برخو (ژورناليزم او استادۍ) كې په كار بوخت يم هيره دې نه وي چې دهغه وخت پيداګوژي انيستيتوت او س دكابل دښوونې او روزنې په پوهنتون بدل شوى

ورځنۍ اړيكې
د احمد فرزان ویبلاګ
دورځنيو اړيكو زيرمتون
مخكينۍ اړيكې
هفته دوم تیر 1388
هفته چهارم اردیبهشت 1388
هفته سوم بهمن 1387
هفته سوم تیر 1387
هفته چهارم بهمن 1386
هفته چهارم دی 1386
هفته سوم دی 1386
هفته دوم دی 1386
هفته چهارم آذر 1386
هفته چهارم آبان 1386
هفته سوم آبان 1386
هفته دوم آبان 1386
هفته چهارم اردیبهشت 1386
هفته سوم اردیبهشت 1386
هفته دوم اردیبهشت 1386
هفته چهارم فروردین 1386
هفته سوم فروردین 1386
هفته دوم فروردین 1386
هفته اوّل فروردین 1386
هفته چهارم اسفند 1385
دليكنو زيرمتون
شعرونه
لنډې كيسې
څېړنيزې ليكنې
فلكلوري ليكنې
پېژندګلوي
په وردگو کی نننۍ او پرونۍ څهری
شاعران او ليكوالان
خواږه نثرونه
اړيكې
قلیاقل ( طنز و داستان)
د لونګو دريڅې ( ادبي او فرهنګي)
ماشومه مينه: ښځينه ادبي او ټولنيز ويبلاګ
خپريال
افغان ادبي بهير
دلوړو زده كړو ويب سايت
داستانونه
هوسۍ
اراكوزيا
پښتو قاموس
روهي
ګل اغا احمدي وردګ
صدای سوخته
سپلمي
شين ڼاغي
ليكوال
نوید ژورنال
سپرغی
همت الله امين زى
زنده ګي
رشتینی افغانان
نیوز پارسی
سپیده دم
هلمند
افغان بیست سایت
درامتداد شب
تاند
ټاټوبى
روسيه
ملي غورځنګ
ايران
المان
هشت صبح
راه نجات
پشتو
بينوا رسنۍ
هوسۍ بلاګفا
ارمان ملي
جهان نيوز
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

طراح قالب
دیجیتال کیوان