![]() |
![]() |
|
| ادبي او فرهنګي وېبلاګ |
|
متنونه معمولا په درېو برخو دويش وړ دي نارينه متن ښځينه متن او مخنث متن او دا ويش ددې لپاره دپام وړ دى تر څو د متونو او په خاصه توګه د منظومومتونوپه برخه كې په دې پوه شو چې دا نظم د ښځې لخوا نارينه ته ويل شوى او يا د نارينه له خوا ښځينه ته. تاسې به هرومروداوايي چې دا كار خو د الفاظو له مخې هم معلومولى شو ځكه په متن كې د ښځينه او نارينه نوم نښې موږ ته دا سوال ځوابولى شي ليكن بايد هيره نكړو چې داسې اشعار هم شته چې نه دا نښې لري او نه يې هم نارينه او يا ښځينه ته اطلاق كولى شو لكه: دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
څېړونکی:پوهنمل عبدالقدير خموش: ناول لاتيني کليمه ده د عجيبه څيزپه مانا او په ادبي اصطلاح کي دهغو انساني جذباتو او احساساتو بيان کوي چي په اظهاريې د نورو انسانانو همدردي پيداشي،په ناول کي د انساني ژوند لوړې ژورې، موجودې وي، د انسان له پيدايښت څخه تر پايښت پورې چي کوم واقيعات پيښيږي د ټولو تصويرونه د خپل فن، سکالو (موضوع) ګرځوي، د ناول دنيا د حقيقي دنيا په شان د زمان او مکان او په نړۍ کې دپيښو د رښتيـنوالي پربنا ولاړه وي(1) په تيرو تقريبا دوه پېړيو کې په اروپا او دنړۍ په ځينو نورو برخو کې ناول بې سياله ژانر ګڼل شوی دی . د۱۸ پيړۍ له لومړيو رانيولې بيا تر ننه پورې ناول وار په وار وده کړې ده . دناول دپيدايښت په هکله ګڼ شمير تاريخ ليکونکي د هسپانيا د ۱۶ پيړۍ ددويمې نيمايي مشهور ليکوال "سروانتس" او د "دون کيشوت" دشهکارليکونکی راپه ګوتو کوی.
دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
دهايكو شكل: هايكو جاپاني كلمه ده او د ادب په اصطلاح كې دشعر پيل ته وايي. نن ورځ دنړۍ ټول خلك هايكو دجاپاني شعر په نامه پيژني. واقعیت هم همدا دى چې، دهايكو شعردلومړي ځل لپاره په جاپان كې دجاپاني شاعرانو لخوا وويل شو. هايكو دلنډو شعرونو يوه ځانګړې بڼه ده. دومره خوند چې، دجاپاني ژبې په هايكو كې پروت دى په بله ژبه كې نشته سم دم_ كه سهوه شوى نه وم_ هغه خوند چې، دپښتو ژبې په لنډيو كې دى. هايكو په دريو نيم بيتيو كې ويل كېږي. په دې ډول چې، لومړى او دوهمه نيم بيتي يې پينځه_ پينځه څپې او درېيمه نيم بيتي يې اووه څپې وي. په ټوليزه توګه دټولو څپو شميريې اوولسو څپو ته رسېږي. هايكو د وزن او قافيې له پلوه ازاده ده،مانا دا چې، هايكو نه وزن لري او نه قافيه. خو په خپل لنډ او ساده انداز كې يو كوچنى خو روڼ انځور زموږ ترمخه ږدي. دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
ليكوال:عبدالقدير خموش ځانځاني ښاماردلوى عالم، فيلسوف اوليكوال شهيد ډاكترسيدبهاوالدين مجروح يوعالي، فلسفي اثردى، چې په روانه پښتود آزاد شعرپه قالب كې په ۴- ۸ او ۱۲ څپوكې ليكل شوى دى. په لومړي نظركې ځانځاني ښامار، چې دداستان په بڼه په خپل ځان كې ديوه انسان سفردى، درى كركترونه پكې ترسترګوكيږي، لاروى، ايګو، اودمينې الهى، خوكله چې داثرپايته رسيږو، دې پايلې ته رسيږو، چې داكيداى شي درى نه بلكې يوكركتروي، چې دخپل وجودپه دننه كې منزل كوي، دغه اثر، چې دلاروي په روايت پېليږي اودهغه دسفركيسه ده، ترډېره بريده دسمبول او ايماژونوپه ژبه راسره غږيږي اوپه خپله دليكوال په وينا دانساني ژور طبيعت اوعصيان بيان دى، چې دغه واقعيت درى جلا اړخونه لري يو يې نفسي انفرادي، بل ټولنيزاوسياسي اودريم ددې دواړو اړخونو يوتركيب دى، چې دليكوال په وينادانساني موجوديت فلسفي معنى ده. دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
طنز چې په مختلفو قاموسونو كې طعنه، تمسخراو ملڼډې ژباړل شوى د ادبياتو لويه برخه ده او د نړۍ په اكثره هيوادونوكې د يوې خپلواكې ادبي نوع په بڼه پيژندل كېږي. دا په دې چې طنز وكولى شول د ادبياتو متفاوته او متعدده برخه اوهمدا شان د ژورنالېزم يوه برخه په خپله اولكه كې راولي او نور هغو پخوانيو څو ځانګړوقالبونو كې ګير پاتې نشي . طنز كولاى شي تمثيلي، تصويري، منظوم ،منثور داستاني او ژورناليستيك واوسي. طنز كولى شي رومان وي اويا د يوې لنډې جملې په قالب كې راشي. مانا داچې هره هغه ليكنه كه منظوم وي كه منثوركه تصويروي كه تمثيل اويا كه كارتوني فيلم چې، په هغه كې د شخص او يا ټولنې عيبونه نيمګړتياوې او نارسايۍ په هنرمندانه بڼه دخندا او ظرافت په پوښښ كې راوړل شي طنزي ادبيات دي.خو هدف بايد په نوموړي شخص اويا ټولنه كې د مثبت بدلون او اصلاح راوستل وي نه يوازې دخلكو خندول دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
غونډله ( جمله ) په تير پسې... الف – غونډله (جمله ) جمله په دوه ډوله ده يوه نيمګړې ، او بله پوره جمله که د يوې خبرې څخه مخاطب ته پوره مطلب ونه رسي هغه خبره نيمګړې ده لکه : د احمد تره ، سره زر ... او کومه خبره چې بل ترې پوره مطلب واخلي پوره جمله بلل کيږي لکه : د احمد تره راغلى دى . دا خبره سره زر ده ... يانې که چيرې دوه يا زياتې کلمې چې پوره مفهوم افاده کړي يا يوه کلمه چې دوې اساسي برخې ( مبتدا او خبر ) ولري جمله بلل کيږي په پښتو کې د مانا او جوړښت له مخې د جملې مشهور ډولونه دادي .
دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
په تير پسې ٨ – ځانګړي ( شخصي ضميرونه ) شخصي ضميرونه : هغه دي چې په ټاکلي شخص ( متکلم ، مخاطب او غايب ) باندې دلالت کوي ( زه ، ته ، مونږ ، تاسې ، دوي ، دا ، دى ) او په دري ژبه کې د شخصي ضميرونو لپاره شپږ ضميرونه ( من ، تو ، شما ، او ، ايشان ،ما ) موجود دي لکه څرنګه چې جوته شوه په پښتو ضميرونو کې د مذکر او مؤنث غايب لپاره ( دى ، دا ) ضميرونه شته دي چې جنسيت يې له ورايه ښکاري يانې د (دى) ضمير مذکر او د (دا ) ضمير مؤنث لپاره استعماليږي ، خو په دري ژبه کې د مذکر او مؤنث لپاره يواځې د (او ) ضمير څخه کار اخلي او په جمله کې د استعمال وړ دى. ځانګړي (شخصي ) ضميرونه په دوه ډوله دي . الف - خپلواک منفصل شخصي ضميرونه . ب - ناخپلواک منفصل شخصي ضميرونه . دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
په افغانستان كې پښتواودرى ژبې د هيواد رسمي ژبې دي اواكثريت افغانان په پښتو او دري ژبوګړيږي. پښتوژبه نسبت درى ژبې ته په ګرامري لحاظ دېره غني ده اوهمدا ډول په افغانستان كې پښتوژبه له هرې معلومې ژبې نه متفاوت اوبډاى ژبه ده. كومې ژبې چې دويونكوشمېريې په يوهيواد كښې زيات وي، نوهغه ژبه ياژبې دهماغه هيوادملي ژبې ګڼل كيږي. په افغانستان كې دپښتوژبې دويونكوشمېرپه سلوكې شپېتوته رسيږي اوهمدغه وجه ده، چې له پخوانيوزمانوڅخه پښتو ژبه ددې هيواد دملي اورسمي ژبې په نامه پېژندل شوې ده. په كال (۱۲۴۷) دافغانستان د اساسي قانون په (۳۰) ماده كې هم دپښتو دغه تاريخي حيثيت په رسمي توګه ومنل شو اوپه كال(۱۳۴۳) كې دلويې جرګې له خواهم تصويب شو. دنړۍ نوميالي ختيځ پوهان هم دغه حقيقت مني اوپښتودافغانستان دملي ژبې په نامه يادوي لكه دشوروي اتحاديو نوميالى ختيځ پوه (ښاغلى اسلانوف) په خپله اوږده څېړنه كښې چې دپښتوپه باب يې كړې وه (پښتوژبه يې دافغانستان دملي ژبې په نامه بللې ده) ښاغلي اسلانوف په مسكوكې دپښتوژبې يومشهوراستاد اوپوهاند دى، چې له ډېرو پخواكالونوراهيسې دپښتواو پښتنوپه باب په علمي پلټنو اوڅېړنو بوخت دى. دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
دتير پسې دژباړې ډولونه
دژباړې د ډولونو په سر دنظر خاوندانو يوه پرېكنده پرېكړه نده كړې چې دهغود پرېكړې په اساس موږ هم د ژباړې ډولونه تاسو ته يو يا دوه ډوله در وښايو . تر هغه ځايه چې ماته معلومه شوې او ډېرو ژباړونكو هم پرې موافقه كړې ژباړې ته يې دا لاندې ډولونه شميرلي دي: دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
ژباړه؛ په لغت او اصطلاح كي الف: ژباړه په لغت كې: ژباړه په لغت كې اړولو ته وايي يعنې له يوې ژبې نه بلې زبي ته دويناوو او مفاهيمو اړولو ته ژباړه وايي نو ځكه ويلاي شو، چې دژباړونكي نوم هم له ژباړې نه تر لاسه شوى او ژباړونكى هغه څوك چې ژباړه كوي. ب: ژباړه په اصطلاح كې: ژباړه په اصطلاح كې دمبدا دژبې لغاتواومفاهیمو ته دمقصد په ژبه کی د دقيقو او نژدې معادلولغاتواو مفاهیمو پيدا كول او لټول دي؛
دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
عبدالقدير خموش كله چې غواړئ خپل فكر نورو ته ولېږدوئ نو لاندې درې لارې غوره كولى شئ: الف: اشاره: په هغه صورت كې، چې ونه غواړئ په ژبه خبرې وكړئ او يا ستاسو ژبه ستونزه ولري او يا ګنګي ياست نو له اشارې څخه به كار اخلئ. ب: ژبه: كله چې مخاطب مو تاسو ته نژدې او ستاسو غږ اوري نو بيا له خپلې ژبې كار واخلئ. ج: ليك: په هغه صورت كې چې ستاسو مخاطب نژدې نه وي او ستاسو غږ هم تر هغه نه رسېږي نو له ليك نه كار واخلئ. د ليك ژبه عامه ده او هر سړى كولاى شي له دې لارې خپل مطلب مخاطب ته ورسوي، خو په دې شرط، چې سواد ولري او ليكل يې زده وي. كېداى شي دا پوښتنه درته پيدا شوې وي، چې ايا يوازې ليكل او د تورو پيژندګلوي زموږ اړتيا پوره كولاى شي؟ ځواب تر يوې اندازې روښانه دى، د هغه چا ترمنځ، چې يوازې ليكل كوي او د هغه چا ترمنځ چې ښه ليكل كوي توپير شته. هغه څوك، چې ښه ليكل كوي هغه ته ليكوال او هغه، چې يوازې ليكل يې ياد دي هغه ته ليكونكى وايي. پس ليكونكى هغه څوك دى، چې يوازې كولاى شي ليك وليكي خو ليكوال هغه څوك دى، چې ليك ښه ليكي. د ليكوال كېدو لپاره يو شميرصفات ضروري دي، هر ليكونكى، چې غواړي ليكوال شي نو بايد هغه په پام كې ولري او هغه صفات په دې ډول دي: ۱-عالي فكر: ليكوال بايد د كومې موضوع په هكله، چې په خيال كې يې لري، د ښه علمي او فكري ملاتړ لرونكى وي، په دې ډول چې هيڅ يوه پوښتنه په خپله ليكنه كې بې ځوابه پرېنږدي. ۲-خلاقيت: نوښت او د ابتكار قدرت د يوه ليكوال له لومړنيو ځانګړنو څخه دى، د نورو ليكوالو انديشه او فكر كه هر څومره په ښكلو الفاظو وليكل شي د يوه باسواده لوستونكي د پام وړ نه ګرځي . يو باسواده او با ذوقه ليكونكى هغه وخت يوه ليكنه خوښوي، چې په هغه كې خلاقيت او نوښت نغښتى وي. ۳-دقت او باريك بيني: ليكوال طبعا دا فكري قوت لري، چې په ليكنه كې په ډېرو وړو او مهمو جزياتو تماس ونيسي او هغه برملا او مخاطب ته يې روښانه كړي . ۴-د تخيل قدرت: د ليكوال د تخيل قدرت كولاى شي، ليكنه په ظاهري ښكلاوو او معنوي ښايستونو سمبال كړي. ډېره مغلقه او پېچلې موضوع په ډېره ساده او روانه ژبه داسې لوستونكي ته ورسوي، چې لوستونكى يې حتى د پيچلتيا او مغلقيت احساس هم ونه كړي. ۵-په موضوع باندې حاكميت: تر هغه، چې ليكوال په موضوع مسلط نه وي، نه شي كولا موضوع لوستونكي ته په سمه توګه ورسوي. كله هم كيداى شي په خپله په خطا لاړ شي، نو ځكه تر هغه، چې په موضوع كاملا مسلط نه ياست قلم مه را اخلئ. ۶-حقيقت ګرايي او واقع بيني: يو ښه ليكونكى تل هڅه كوي، چې د خپلې ټولنې واقعيتونه په خپله ليكنه كې ځاى كړي. كه چيرې ليكوال په خپله ليكنه كې دې ټكي ته پام نه كوي نو د ده اعتبار ته په ټولنه كې زيان رسېږي او څوك يې پر ليكنه اعتبار نه كوي. ۷-لوى هدف: يو ښه ليكوال هيڅ كله وړو او بې ارزښته ليكنو ته قلم نه رااخلي، ځكه ښه ليكوال هيڅ كله خپل قلم په كمزورو، ضعيفواو شخصي اغراضو نه كمزورى كوي. ۸-د نظر وسعت: يو ښه ليكوال هيڅ كله يوه موضوع له يوې خوا يا يوې زاويې او هغه هم د خپلې خوښې له ليد لوري نه ارزيابي كوي او نه يې ليكي، بلكه د نورو نظرونو ته هم په احترام ګوري او په بشپړه حوصله د دوى نظرونه هم را اخلي او بيا هڅه كوي د خپل منطق په په زور مخاطب خپلې نظريې ته راواړوي. كه دا كار ونه كړي بيا هم دعامو لوستونكو له سترګو لوېږي. ۹- د ټولو فني قواعدو رعايت: يو ليكوال، پرته له دې، چې د پورته يادو شويو موادو پر تطبيق مكلف دى په ګرامري لحاظ د ليك نښو نښانو په مراعتولو هم مكلف دى. |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
نویسنده:عبدالقدیرخموش نظام حقوق زن در اسلام ومکاتب مادی معاصر بحث مختصر مقایسوی وتاریخی
برای اینکه بتوانیم این بحث را بگونه ایدیالوژیک ،علمی،متناسب،طبعی وکاملآ دور از لغزش ها دنبال کنیم لازمست تا قبل از همه کلمه "حقوق"را که محور بحث کنونی ما را تشکیل میدهد در لغت واصطلاح علم حقوق توضیح دهیم. حقوق که مفرد ان حق است کلمه عربی بوده وکلمه عکس ان در لسان عربی "باطل" است خداوند"ج" درقران کریم میفرماید:وقُلٌ جَاءَاَلحقُ وُ ذَهَقَ البَاطلُ إنَّ البَاطَلُ کَا نَ ذَهُوُقَا. یعنی:بگو وقتیکه بیاید حق باطل محوه میشود به درستی که باطل محوه شدنیست. ازاین آیت برمیاید که کلمه عکس "حق" درفرهنگ قرآن نیز کلمه باطل است. حق در لغت به معنی سخن راست وبه موقع بوده ودر اصطلاح ایدیالوژیک وعلم حقوق انسانی به معنی حدود تصرفات طبعی زندگی یک انسان راگویند.پس هر قانون ونظام ،هر مکتب واید لوژی وهر طرزتفکراعم ازالهی وساخته های بشری که بتواند حقوق انسان ها را در ساحه نظام فطری وطبعی آن با در نظر داشت تمام ظرافت های خلقت تا نوعیت جنس ومراحل مختلف عبوری زندگی آن بطور تنظیم نماید که در هر مرحله اززندگی بافت جدید طبعی وجود آنرا در نظر بگیرد یقینآ که میتواند قانون ونظام مکمل حقوقی برای تمام انسان های دنیاست مادر این بحث کوشش میورزیم تا چنین قانون را در یافت نمایم وادعا های بی اساس وغیر علمی مکاتب را رد نمایم که پیوسته از مسله حقوق زن سخن میزنند. ولی گاهی پی برده اند که ذات وطبیعت این مسله چیست؟ حقوق زن ها را در چند جمله وعبارات قلابی ومخالف طبیعت آن موجود لطیف محبوس نموده اند وازان بنفع بقای قدرت های سیاسی خود به عنوان دموکراسی در حقوق زن استفاده می نمایند. نظام حقوق زن در جوامع قبل ازاسلام تاریخ قرون قبل از اسلام به ویژه قرن پنجم واوایل قرن ششم میلادی مملو از صحنه ها خاطرات تکان دهنده در رابطه به حقوق زن است.تا انجا که عقل ،منطق وتوانایی رجوع در انسان را به بنبست وعجز مطلق روبرو می نماید. جزیره عرب مهد اسلام درقرن پنجم واوایل قرن ششم میلادی جلوه گر تصویر زشت ونادرست از حقوق زن است. تاریخ شهادت میدهد که جزیره عرب در تاریخ قبل از اسلام خود گاهی زن را موجود ازاد وصاحب اختیار ندیده واز آن نه به مثابه انسان صاحب حقوق مشخص بلکه به مثابه یک موجود که فقط برای اجرای امورشاقه ورفع حوریج جنسی در مواقع خاص وضروری استفاده می نمودند. طبقه مرد ها بصورت عموم خود را طبقه حاکم وطبقه زن ها را کاملآ یک طبقه محکوم وبی حق میشمردند. زن ها را چنین استعمال مینمودند که گویا مواشی اند وفقط برای اجرای امور شخصی خلق گردیده اند واز هیچ نوع حق انسانی برخوردار نیستند. از اسم زن کاملآ نفرت داشتند واگر یکی از انها به پیدایش از نوزاد دختر در خانه اش واقف میشد خود را در میان قوم وقبیله حقیر وپست احساس می نمود گویا لطمعه جبران ناپذیر در پیکرزندگی اش وارد گردیده.نمونه واضح وقابل فهم این ادعایی تاریخی تاریخ زندگی حضرت عمر واقع مشهوریست که ورد زبان کوچک وبزرگ مسلمان است واز اهمیت به سزای که در بازتابی حقوق زن در جامعه قبل از اسلام صعود دارد وحتی در بزرگترین کتاب آسمانی قران کریم نیز ذکر گردیده است . قصه که حضرت عمر دخترش را زنده به گور کرد وبا کمال بی عاطفگی در حالیکه از طرف آن طفل معصوم نوازش میدید برحال او رحم نکرد تا مبادا دختر او بزرگ شده جوان نشود ومورد توجه فامیلی قرار نگیرد زیرا این مسله غیر قابل تحمل بود. همینطور در روم ،یونان قدیم، وسایر جوامع در چنین جامعه تاریکی پیغبراسلام مبعوث گردید وبه هدایت وارشادات دین مبین اسلام جسم های مرده را زنده نمود وبه عماق تاریکی های جهل نور هدایت اسلام را فرستاد. زنان را صاحب حقوق واختیار نموده وحقوق انها را در صدر برنامه های کاری خود قرار داد.برای زن حق داد تعلیم وتعلم داده شخصیت اورا از تحقیر وتوهین محفوظ نمود وبه پیروان خود هدایت داد تا رعایت حقوق زن را از مهمترین مسایل زندگی خود بشمارند. بدین معنی که اسلام برای اولین بار برای تامین مساوات حقوق زن ومرد در بسیاری از ساحات زندگی اجتماعی هدایات مشخص را صادر کرده، عقاید خرافی قبلی را که به زن حقی را قایل نبود وحتی دختران را زنده بگور میکردند وزنان را چون مال ومتاع تبادله میکردند مورد نکوهش قرار داده حقوق زنان را در ساحات مختلف توضیح وتسجین نمود. در این مرحله تا یک قرن گذشته زن ها از حقوق مساوی با مردها در جوامع اسلامی برخوردار بودند ولی بعد ها هنگامیکه مسایل اختلاف مذاهب ،سیاست ومکاتب در میان جوامع اسلامی وبلاک های شرق وغرب ایجاد گردید. جنگ اندیشه ومسله استعمار ملل اسلامی آغازشد دشمنان مهاجم این جرم را خوبترین وسیله برای جنگ فکری با مسلمانان جهان عنوان کردند وبه مفهوم اینکه اسلام حقوق زنها راپامال نموده وانها را از حقوق طبیعی شان محروم نموده است مسلمانان ساده لوح رافریب داده وازعقاید شان تحت عنوان حقوق زن و... منحرف نمودند اکنون میخواهم نظام حقوق زن را در اسلام ومکاتب سیاسی جهان تحت مراقه نظر قرار دهم تا بیبینیم ادعا های انان علمی وقانونی است ویا اسلام دین پایدار وعلمی وکاملآ قانونی ومطابق به فطرت انسان است. مقایسه مختصر نظام حقوق زن در اسلام ومکاتب سیاسی معاصر: هنگام که نام از مکاتب سیاسی جهان برده میشود در راس ان کاپیتالیست غرب وکمونیزم شرق که سرتاز عقاید ومکاتب سیاسی معاصر بوده اند جلوگر می شوند پس ما میخواهیم تا اسلام را با بزرگترین وبرنده ترین قوانین انان به مقایسه گیریم. انچه من فکر میکنم غربی ها وشرقی ها تا کنون از مساله حقوق زن چیزی نفهمیده اند ودر این مساله کاملا بیسواد ونادان اند. این ادعا نیست یک واقعت عینی وعلمی است. شرق وغرب در تامین حقوق زن در ساحه عمل هیچ نوع تقصیر وکوتاهی ندارند هر چه از اشتباه ولغزش در مودر حقوق زن در جوامع امریکایی،اروپایی وشرقی دیده میشود محصول درک کوتاه وغیر علمی آنان از حقوق زن است.شرق وغرب تا کنون درست نتوانسته اند طبیعت ومزاج لطیف ومشکل بسته بندی فطری وجود زن را خوب بفهمند به همین علت دیده میشود که جوامع مذکور بالای زنها یک شکل تحمیل وجبری را بخود گرفته است. هیچ نوع توقع طبیعی به سرشت زن ندارند. اسلام همچنان زن را ازاد مختارقرار داده ولی ساحه تصرف وازادی اشرا بنا بر تقاضای طبیعت وسرشت وی محدود ومحصور نموده است واز همین حدود وحصور شرف عزت ومقام زن بطور کاملا علمی ومنطقی محفوظ ومصون داشته است. مثلا، اسلام زن را اجازه میدهد تا در خارج ازمنزل به تحصیل بپردازد ولیبرای او نظر به خواست طبعی زن قوانین مشخص وضع نموده تا در داخل آن چنان رفتار نماید که قوانین طبعی خود وجامعه را متضرر نسازد. مهمترین توصیه اسلام به زنان هنگامیکه خارج از منزلشان می روند اینست که حجاب اسلامی را رعایت نماید واز انحراف اخلاقی جدآ بپرهیزند. در حالیکه مدعیان حقوق زن در جهان ودر راس آن جوامع امریکایی واروپایی هیچ نوع حدود ادب و اخلاق وطبیعت را در مورد زن وجامعه در نظر نگرقته زن را کاملآ آزاد وبی قانون گذاشته است تا هرچه میخواهد بکنند زیرا دموکراسی وازادی است این در واقعیت خود دموکراسی وآزادی نبوده محبوسیت وزندانی نمودن زن در بند های طبیعت است هدف از خلقت زن این نبوده که خود را عریان نموده ودر رویا روی مردها به ناز وکرشمه قدم بردارند .باز مرد ها به عنوان این وان از آنها استفاده جنسی نموده وفقط زن را در دیده های خود به منظور تامین روابط جنسی مجسم نمایند وبس. |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
ليكوال:پوهنمل عبدالقديرخموش
هره ليكنه له دوه اړخه د ارزيابۍ وړ ده الف: پيغام له دې اړخه يوه ښه ليكنه ددې لاندې صفاتو لرونكې وي. دوخت غوښتنو ته پاملرنه: په دې كې شك نشته چې هر اصل يا په بدلون كې وي او يا په خپله بڼه پاتې كېږي. دبيلګې په توګه يو وخت دبيليارد لوبه چا نخوښوله او لوبوال به يې بد خلك بلل ، حال دا چې نن دالمپيك په چوكاټ كې يوه رسيمي لوبه ده.يوه ښه ليكنه هغه ده چې همدې مسالې ته په پاملرنه ليكل شوې وي. دمخاطب له غوښتنو سره هماهنګي: هره ليكنه ځانته خاص لوستونكي لري ليكوال بايد پوه وي چې ليكنه يې دچا لپاره ده دماشومانو ځوانانو او يا په ځانګړې برخه كې دتخصص لرونكو ته. ليكوال بايد دمخاطبو دسنينو په پام كې نيولو سره خپله ليكنه پيل او بشپړه كړي. دقطعي واضع او مسلمو مسايلو بيان: تر هغه چې ديوې مسالې اړخونه واضع او مسلم نه وي ښه ليكوال دهغو په ليكلو لاس نه پورې كوي. ب: انشا دليكوالۍ داصول په بنياد بايد يوه ښه انشا داتو لاندينيو اصولو لرونكې وي: رواني او ساده ګي : هر څومره چې لغات ساده او روان وي دليك په ښايستوب كې مرسته كوي. يو شمير كسان دي چې غواړي په خپلو ليكنو كې مغلق او پېچلي لغات ،اصطلاحګانې او تركيبات وكاروي، دوي نه دي پوه چې اوس خلك په داسې ليكنو سر نخوږوي او يوازې غواړي چې له ليكنو نوې موضوع ګانې تر لاسه كړي. يو والى او وحدت: د موضوع تر منځ وحدت هم دې ښې انشا يوه نښه ده. هره موضوع بايد يوه اساسي يا اصلي او څو فرعي پيغامونه ولري . اصلي پيغام بايد دليكنې تر پايه پورې وساتل شي او فرعي پيغامونه هم بايد دومره ډېر نشي چې اصلي پيغام تر خپلې اغېزې لاندې راولي . ښايستوب: له لفظي او معنوي ښايستونو،اصطلاحګانو، متلونواو تلميح ګانو ګټه اخيستنه ليكنې ته جذابيت وربښي. په دې شرط چې پكې له افراط نه كار وانخيستل شي. دقلم دعفت ساتل: دقلم دعفت ساتل په دې مانا چې ليكوال بايد دركيكو او دادب له چوكاټ نه بهر الفاظ په ليكنه كې ونه كاروي دا ځكه چې دا كار ليكوال او ليكنه دواړه دخلكو له سترګو غورځوي. امانتداري: ليكوال بايد دهر مهم مطلب دنقل په صورت كې دهغه موخذ ذكر كړي او دليكنې په پاي كې يې وليكي. حتي كه دا نقل يوه جمله او يا يوه وړه اصطلاح هم وي هغه بايد په لينديو كې وليكل شي پرته له دې ليكنه له اعتباره لوېږي او ددې كار كړونكي ادبي غل بلل كېږي. موسيقي او اهنګ: دا په دې مانا چې بايد جملو كې وزن او قافيه او دلنډو او لوړو اوازونو تكرار په سمه توګه وشي . ځكه دا كار جملو ته موسيقي او اهنګ وربښي او ليكنې ته ښايست وركوي. اعتدال: ديوې موضوع په ليكلو كې بايد اعتدال وساتل شي نه ليكنه دومره وغزېږي چې اضافي خبرو ته لار پرانيستله شي او نه دومره لنډه شي چې مطلب ترې ورك شي. ښكلى جوړښت: يوه ليكنه بايد دجوړښت له پلوه ددې لاندې ټكو لرونكې وي. الف: منطقي نظم: هره ليكنه له سريزې پيلېږي بيا اصل موضوع او په پايله تماميږي . ليكوال دې ټكي ته په پام كې نيولو سره بايد داسې ليكنه وكړي چې هره برخه يې له بلې سره داندازې او موضوع په اساس منطقي نظم ولري داسې نه چې سريزه له اصلې موضوع څخه اوږده او يا اصل موضوع بيځايه ډېره وغزول شي. ب: دبندونو يا پراګرافونو بيلونه: ددې لپاره چې لوستونكى ژر موضوع ته ورسېږي او يوه موضوع له بلې بېله شي نو بايد هره برخه په بيل پراګراف كې ونيول شي. ج: سمه املا: الفاظ، تركيبونه او لغات بايد هم سم وليكل شي اوهم پرې پوه شئ تر هغه چې دهر يوه په مانا نه يي پوه شوي مه يې ليكئ د: ګرامري جوړښت: دګرامر مراعات په ليكنه كې اړينه برخه ده ليكوال بايد په ګرامر ي اصولو پوه او په ليكنه كې يې دمراعات توان ولري. ه: دليك نښو مراعات: دليك نښو مراعات په ليكنه كې، لوستونكي ته په لوستلو كې مرسته رسوي چې ليكنه سمه ولولي او ژر ځان پرې پوه كړي. و: دپرديو لغاتو او اصطلاحګانو ډه ډه : دپرديو او پيچلو لغاتو او اصطلاحګانو كارول په ليكنه كې لوستونكي ته دا ستونزه پيدا كوي چې ژر دليكوال په موخه پوه شي او لاس ته راوړنه تر ې وكړي. ز: سم او ښكي ليكل: مقصد دښكلي ليكلو نه دخط ښكلا نه ده بلكه واضع او خوانا ليكل مراد دى. دليك په وخت بايد ليكوال دپاڼې حاشيه او د كرښو ترمنځ فاصلې ته هم پاملرنه وشي |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
ليكوال: پوهنمل عبدالقدير خموش د نثر ژبه د بيان په اعتبار په څو ډوله ويشل كېږي: ۱- علمي ژبه: علمي ژبه هغه ژبه ده، چې په مستقيمه، صريح او روښانه توګه د مفاهيمو په لېږد كې مرسته كوي. ۲- عاميانه ژبه: دا هغه ژبه ده، چې د ورځنيو چارو ارتباط پرې ټينګېږي. ۳- ادبي ژبه: دا بيا هغه ژبه ده، چې د ليكوال پيغام په عاطفي او هنري توګه لوستونكي ته رسوي. د علمي او ادبي ژبو توپير الف: په علمي ژبو كې ليكوال له اسانه او ساده كلمو او تركيبونو څخه استفاده كوي. خپلې جملې لنډې، مستقيمې او صريح بيانوي. حال دا چې په ادبي ژبه كې ليكوال يوازې د پيغام په رسولو اړ نه دى، بلكه د خپل ذهن د مفاهيمو د رسولو مسوول دى. په دې ډول، چې په كې له تشبيهاتو، استعارو، كنايو، مجاز او ... څخه استفاده شوې وي. ب: علمي ژبه غواړي، يوازې خپل پيغام لوستونكي ته ورسوي، په داسې حال كې چې ادبي ژبه د لوستونكي د غبرګون په لټه كې وي. غواړي خپل مستقيم تاثير د لوستونكي په روان پرېږدي. ج: په ادبي ژبه كې هره كلمه خپل موضوعيت لري او ليكونكى يې د سم استعمال تمه لري، خو په علمي ژبه كې دې ټكي ته پام نشته او ليكوال يوازې او يوازې غواړي خپل مفاهيم لوستونكي ته ورسوي. د ادبي او عاميانه ژبو توپير: په ادبي ژبه كې ليكونكى د تشبيهاتو، استعارو، كنايو، مجاز او نورو ښايستونو تابع وي، حال دا چې په عاميانه ژبه كې ليكوال د كوم خاص معيار تابع نه وي. په هر ډول چې خبرې كېږي هماغسې ليكل كېږي هم. يادونې: ليكونكي د ژبې په غوره كولو كې خلاص لاس لري او هره ژبه، چې ده ته خوښه وي د ليكنې لپاره يې ټاكلى شي، خو دا هم سمه نه ده چې ليكوال يوازې په يوه ژبه ځان عادت كړي. ځكه كله داسې پېښېږي، چې هره ژبه ځانته خاص د استعمال ضرورت پيدا كوي. د بيلګې په توګه كه څوك يو داستان ليكي او په هغه كې د دوو تنو ترمنځ د ديالوګ تصوير هم كاږي نو دلته ليكونكى اړ دى، چې له عاميانه ژبې كار واخلي. |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
ليكوال:پوهنمل :عبدالقديرخموش د ليكوال په صفاتو تر پوهېدو وروسته ښه به دا وي، چې په دې هم پوه شو، چې د ليكوال كېدو لپاره بايد څه وكړو؟ پخپله ليكوال دوې لارې پېشنهادوي: الف: لوستل: تر بل هر كار وړاندې بايد لوستل وكړو او هڅه مو دا وي، چې ډېر كتابونه ووايو. د مطالعې يا لوست لپاره كولى شو ځانګړى مهال ويش ولرو، حد اقل بايد په ورځ كې يو ساعت كتاب،ورځپاڼه يا مجله ولولو. د كتاب يا بلې هرې ليكنې په لوستلو كې بايد لاندې ټكي په پام كې ونيول شي: ۱- كومه ليكنه، چې وايئ هغه بايد تاسو ته په زړه پورې وي. د خپل ذوق مطابق موضوع غوره كړئ. د لوستلو هدف بايد د موضوع تر لوستلو مخكې په ګوته شي او بيا د هماغه هدف په رڼا كې مطالعه وشي. ۲- كله چې د يو چا په كتاب يا يوه ليكنه شك لرئ، له بل چا سره خپله ستونزه ګډه كړئ او له هغه نه لارښوونه وغواړئ. ۳- دا چې ستاسو هيله ليكوال كېدل دي نو د بل هر كتاب نه وړاندې ادبي كتابونه او په ځانګړي توګه د معاصر ادب كتابونه ولولئ، لكه شعر او داستان داستانونه او كيسې ستاسو نثر ته قوت وربښي، د شعر او ادبي ټوټې لوستل مو د لغاتو پانګه پياوړې كوي او همدا شان د نورو كتابونو ورځپاڼو او مجلو لوستل مو فكري ملاتړ ته وده وركوي. ۴-وروسته له لوستلو لږ څه په موضوع سوچ وكړئ، مطالب يې په ذهن كې وروزئ، كوم سوال مو چې ذهن ته راځي د هغه د حل په لټه كې شئ او بيا د نوموړې موضوع لنډيز په خپله كتابچه كې درسره وليكئ، دا د دې لپاره چې كېداي شي يوه موضوع مو له ياده ووځي، هغه ياداشت درسره مرسته كوي. ۵- بايد په ياد ولرئ، چې جملې، عبارات، تركيبونه، لنډۍ، متلونه، بيتونه او اصطلاحګانې هميشه په ذهن كې وساتئ او ګردان يې كړئ. دا كار بايد ځكه وكړئ، چې بيا يې په خپلو ليكنو كې وكاروئ. ب: ليكل: وروسته له لوستلو د ليكلو پړاو رسېږي او په ليكلو كې دې ټكو ته پاملرنه ضرور ده: ۱- ليكنه نه وخت غواړي ، نه ځاى او نه حالت، هر كله بايد د قلم په وسله سمبال اوسئ او په هر ځاى كې، چې په كومه موضوع ورپېښېږي هغه بايد ياداشت كړئ. كله چې بيرته راستانه شوئ د ياداشتونو له منځه ځانته د ليكلو موضوع وټاكئ او ليكنه وكړئ. ۲-يو شمير نوي ليكوال له ليكلو ويره لري او په دې سوچ كې وي كه څه وليكي، هغه به د ګوتنيونو لاندې راشي او د ملنډو به شي. زموږ سپارښتنه دې ډول ليكوالو ته دا ده، چې وېره دې نه لري، هر څه يې چې په زړه ورځي و دې ليكي.هيره دې نه وي، چې هر پوخ ليكوال د خامۍ دغه پړاو تير كړى دى. ۳-دا چې د كار په پيل كې ياست د خاصې يا ځانګړې موضوع په لټه كې مه اوسئ. په هر څه چې مخ شوئ ليكنه پرې وكړئ، كه هغه له يوه عادي سړي سره ستاسو ليدنه وي او كه له دندې تر كوره پورې ستاسو تګ وي. ۴-حتمى دا پوښتنه مو په ذهن كې ده، چې يې له كومه ځايه پيل كړو؟ د دې لپاره چې اسانه لاره مو غوره كړې وي دا ټكي په ياد ولرئ: الف: د وينا او ليك د ژبې تر منځ ډېر توپير شته، كله چې له چا سره خبرې كوئ نو خامخا به خپله لهجه كاروئ لكه: (او وړكيه دلته راشه.) همدغه وينا اوس كه د ليك په ژبه راوړئ نو مجبور ياست داسې يې وليكئ( او هلكه دلته راشه.) همدغه د وينا ژبه د ليك په ژبه اړونه د يوه نوي ليكوال د كار پيل كېداى شي. ب: كوم شى چې په كومه بڼه وينئ په هماغه بڼه يې وليكئ. كومه پېښه مو چې د سترګو تر وړاندې پېښه شوې او يا مو له چا سره مركه پرې كړې او يا دا چې له چا مو اورېدلې او كوم فكر چې خپله تاسو ته پيدا شوى دا ټولې ستاسو د ليكنې موضوع كېداي شي. ج: د ګل، باغ، شمع، پتنګ، بورا او داسې نورو طبيعي ښكلاوو ستاينه يوه بله غوره لاره ده. كوم شى، چې تاسو په خپل چاپيريال كې وينئ هغه په ساده ژبه وليكئ او دا ليكنه بيا په كنايو تشبيهاتو، استعارو او... لا پسې ښكلې كړئ. د: د ليكنې په وخت كې دا پوښتنې هم په ذهن كې ځاى كړئ: څه شى ليكم؟ ولې يې ليكم؟ چاته يې ليكم؟ څنګه يې ليكم؟ چېرې يې ليكم؟ |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
لومړى مخ برېښناليك زيرمتون |
| دويبلاك په هكله |
زه عبدالقدير "خموش" دانجينر صا حب نظر محمد "نوري"زوي په خټه وردگ پښتون ،په 1351 لمريز کال دکب د ميا شتي په شپاړ سمه نيټه دکابل په سلام غونډۍ کي زېږېدلى يم. اصلي پلرنى ټاټوبى مې دوردگو ولا يت چک ولسوالي دعربا نو دسمسورې درې دچورک خيلو کلي دى.
په 1358 لمريز کال دخير خاني ميني دعبدالغفور "نديم" په منځني ښوونځي کي شامل شوم د اتم ټولگي له بشپړولو وروسته مې د نادرئي په ليسه کي خپلي پاتي زده کړې پاي ته ور سولې . دکانکور په ازموينه کي پيداکوژي انستيتيوت ته معرفي شوم او د نوموړي انستيتيوت د ژبواوادبياتوپوهنځۍ پښتوځانگه مې دخپلو عالي زده كړو لپاره غوره كړه دخپل منځني جگړو په پايله کي مې دزدکړې موده اږده شوه ترڅو په 1377 لمريز کال له دغه انيستيتوت څخه بريالى راووتم . له فارغيدو سره جوخت په نوموړي انيستيتوت كې داستاد په توګه ومنل شوم . دکال په تيريدو مي د خپلي څانگي (پښتو) دامريت مسؤليت هم په برخه شو دطالبا نو له ماتي څخه وروسته په 1380 لمريز کال داستا دانو په غوښتنه دپوهنځۍ دتدريسي مرستيال په توگه تعين شوم په 1381 لمريز کال په نا څاپي توگه دمطبوعاتو لمني ته وروغورځيدم اود کليد په اوونيزه کي مي دژورناليست دنده د استادۍ تر څنگ خپله کړه دلږ مودې په تيريدو سره ددغې اوونيزې دپښتو برخې او لږ وروسته ددوا ړو ژبو (پښتو،دري) مسووليت را په غاړه شو .اوددواړو ژبو دکتني استاذى شوم يو کال وروسته دمرسل اوونيزې دتصحيح اوکليد اوونيزې دمرستيالۍ دندې راوسپارل شوه او همداشان دژورنالستۍ د دندې په دوهم کال کې دپخلاينې په نامه ديوې بلې جريدې دتصحيح دنده هم را وسپارل شوه او اوس په دواړو برخو (ژورناليزم او استادۍ) كې په كار بوخت يم هيره دې نه وي چې دهغه وخت پيداګوژي انيستيتوت او س دكابل دښوونې او روزنې په پوهنتون بدل شوى |
| ورځنۍ اړيكې |
|
د احمد فرزان ویبلاګ دورځنيو اړيكو زيرمتون |
| دليكنو زيرمتون |
|
شعرونه لنډې كيسې څېړنيزې ليكنې فلكلوري ليكنې پېژندګلوي په وردگو کی نننۍ او پرونۍ څهری شاعران او ليكوالان خواږه نثرونه |
|
RSS
|