تبليغاتX
شپيلۍ
ادبي او فرهنګي وېبلاګ

په تير پسې

٨ ځانګړي ( شخصي ضميرونه )

 

شخصي ضميرونه : هغه دي چې په ټاکلي شخص ( متکلم ، مخاطب او غايب ) باندې دلالت کوي ( زه ، ته ، مونږ ، تاسې ، دوي ، دا ، دى ) او په دري ژبه کې د شخصي ضميرونو لپاره شپږ ضميرونه ( من ، تو ، شما ، او ، ايشان ،ما ) موجود دي لکه څرنګه چې جوته شوه په پښتو ضميرونو کې د مذکر او مؤنث غايب لپاره ( دى ، دا ) ضميرونه شته دي چې جنسيت يې له ورايه ښکاري يانې د (دى) ضمير مذکر او د (دا ) ضمير مؤنث لپاره استعماليږي ، خو په دري ژبه کې د مذکر او مؤنث لپاره يواځې د (او ) ضمير څخه کار اخلي او په جمله کې د استعمال وړ دى.

ځانګړي (شخصي ) ضميرونه په دوه ډوله دي .

الف - خپلواک منفصل شخصي ضميرونه .

ب   - ناخپلواک منفصل شخصي ضميرونه .


دمطلب دوام
+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 

ليكوال:خموش                                                                               

 

په افغانستان كې پښتواودرى ژبې د هيواد رسمي ژبې دي اواكثريت   افغانان په پښتو او دري ژبوګړيږي. پښتوژبه نسبت درى ژبې ته په ګرامري لحاظ دېره غني ده اوهمدا ډول په افغانستان كې پښتوژبه له هرې معلومې ژبې نه متفاوت اوبډاى ژبه ده. كومې ژبې چې دويونكوشمېريې په يوهيواد كښې زيات وي، نوهغه ژبه ياژبې دهماغه هيوادملي ژبې ګڼل كيږي.

په افغانستان كې دپښتوژبې دويونكوشمېرپه سلوكې شپېتوته رسيږي اوهمدغه وجه ده، چې له پخوانيوزمانوڅخه پښتو ژبه ددې هيواد دملي اورسمي ژبې په نامه پېژندل شوې ده. په كال (۱۲۴۷) دافغانستان د اساسي قانون په (۳۰) ماده كې هم دپښتو دغه تاريخي حيثيت په رسمي توګه ومنل شو اوپه كال(۱۳۴۳) كې دلويې جرګې له خواهم تصويب شو. دنړۍ نوميالي ختيځ پوهان هم دغه حقيقت مني اوپښتودافغانستان دملي ژبې په نامه يادوي لكه دشوروي اتحاديو نوميالى ختيځ پوه (ښاغلى اسلانوف) په خپله اوږده څېړنه كښې چې دپښتوپه باب يې كړې وه (پښتوژبه يې دافغانستان دملي ژبې په نامه بللې ده) ښاغلي اسلانوف په مسكوكې دپښتوژبې يومشهوراستاد اوپوهاند دى، چې له ډېرو پخواكالونوراهيسې دپښتواو پښتنوپه باب په علمي پلټنو اوڅېړنو بوخت دى.


دمطلب دوام
+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 

 ښاغلى داكتر ګل جان ورور وردګ دپښتو ښوونيز نصا ف په يوا لي كې سر ګردان سپين ږيرى ليكوال دى ،چې دكو چنيانو او تنكيو زلمو لپاره يې ليكنې اوهڅې د ځانګړې ستاينې ځاي لري.  ډاكتر دښوونې او روزنې مسلكي ډاكتر او پوه دى چې درسمي دندې له پيل را هيسې يې هڅې دافغا نستان دښوونې او روزنې دنوي سيستم درامنځته كولو په لړ كې ډ ېرې ګړندۍ دي.دى تل دښوونې او روزنې له مرستندويه ټو لنو اودښوونيزو نصا ب جوړونكيو سره په بحث او جنجال بوخت وي او هڅې يې دا وې چې ديوه كار دلږ لګښت او وخت پر وړاندې ترسره شي.

 ښاغلي داكتر وردګ دښوونيز نصاب په اړه ځانګړې قا عدې او چوكا ټو نه رامينځ ته كړي دي او كه څېړنه پرې وشي دده دا نصا ب پخپله يو ځانګړى نصاب ګڼل كېداى شي چې په هر ډول دنويو زده كړولپاره ګټور دى .

 ښا غلى ډاكټر وردګ دښوونې او روزنې او ښوونيز نصاب جوړونې تر څنګ دپښتو ژبې يو بر لاسى ليكوال او قلموال هم دى چې د تار ېخ او ادبيا تو په بېلا بېلو برخو كې يې ليكنې كړې دي خبرې كړې او لا تر اوسه په كې بوخت دى.


دمطلب دوام
+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 

  ښاغلى عبدالجليل وجدي دافغانستان نوميالى ليكوال ،ژورنا ليست اوفرهنګي شخصيت  اودافغا ني فرهنګ له هغو نوميا ليو څخه وو چې په دغه برخه كې يې د پښتو ژبې د يوه سپيڅلي خدمتګار په تو ګه خپله ملي اواد بي دنده په خورا ميړانې اونه ستړي كيدونكې روحيې سره ترسره كړې. دى له هغو نومياليو څخه وو چې له پښتو پرته يې نور خوبونه هم نه ليدل اوهرڅه ورته پښتو ،پښتو ښكارېدل .

   نوميالى استاد وجدي په ۱۳۱۶ لمريزكال  لوي خداي پر افغان ملت يو ه پير زوينه وكړه اواستاد وجدي يې پرې ولوراوه استاد وجدي دهيواد په يو لرغونې سيمه د چك ولسوالۍ د سېوكې په سپېدار كلي كې دغې نړۍ ته سترګې وغړولې وجدي په همد غه  سپېدار كلي كې خا پوړي وكړل اوددغه سيمې په پا كه هوا اوښكلي چا پېريال كې را لوى شو دوخت له دود سره سم يې خپلې لمړنۍ زده كړې په عربي صرف ،نحوه او فقې په څا نګو كې دهمدغه سيمې په چا پېريال كې وكړې پښتني عادات يې په خټه كې پا خه شو ل او سوچه كليواله ژبه يې را خپله كړه .


دمطلب دوام
+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 
 
لومړى مخ
برېښناليك
زيرمتون
دويبلاك په هكله
زه عبدالقدير "خموش" دانجينر صا حب نظر محمد "نوري"زوي په خټه وردگ پښتون ،په 1351 لمريز کال دکب د ميا شتي په شپاړ سمه نيټه دکابل په سلام غونډۍ کي زېږېدلى يم. اصلي پلرنى ټاټوبى مې دوردگو ولا يت چک ولسوالي دعربا نو دسمسورې درې دچورک خيلو کلي دى.
په 1358 لمريز کال دخير خاني ميني دعبدالغفور "نديم" په منځني ښوونځي کي شامل شوم د اتم ټولگي له بشپړولو وروسته مې د نادرئي په ليسه کي خپلي پاتي زده کړې پاي ته ور سولې .
دکانکور په ازموينه کي پيداکوژي انستيتيوت ته معرفي شوم او د نوموړي انستيتيوت د ژبواوادبياتوپوهنځۍ پښتوځانگه مې دخپلو عالي زده كړو لپاره غوره كړه
دخپل منځني جگړو په پايله کي مې دزدکړې موده اږده شوه ترڅو په 1377 لمريز کال له دغه انيستيتوت څخه بريالى راووتم .
له فارغيدو سره جوخت په نوموړي انيستيتوت كې داستاد په توګه ومنل شوم .
دکال په تيريدو مي د خپلي څانگي (پښتو) دامريت مسؤليت هم په برخه شو دطالبا نو له ماتي څخه وروسته په 1380 لمريز کال داستا دانو په غوښتنه دپوهنځۍ دتدريسي مرستيال په توگه تعين شوم
په 1381 لمريز کال په نا څاپي توگه دمطبوعاتو لمني ته وروغورځيدم اود کليد په اوونيزه کي مي دژورناليست دنده د استادۍ تر څنگ خپله کړه دلږ مودې په تيريدو سره ددغې اوونيزې دپښتو برخې او لږ وروسته ددوا ړو ژبو (پښتو،دري) مسووليت را په غاړه شو .اوددواړو ژبو دکتني استاذى شوم يو کال وروسته دمرسل اوونيزې دتصحيح اوکليد اوونيزې دمرستيالۍ دندې راوسپارل شوه او همداشان دژورنالستۍ د دندې په دوهم کال کې دپخلاينې په نامه ديوې بلې جريدې دتصحيح دنده هم را وسپارل شوه
او اوس په دواړو برخو (ژورناليزم او استادۍ) كې په كار بوخت يم هيره دې نه وي چې دهغه وخت پيداګوژي انيستيتوت او س دكابل دښوونې او روزنې په پوهنتون بدل شوى

ورځنۍ اړيكې
د احمد فرزان ویبلاګ
دورځنيو اړيكو زيرمتون
مخكينۍ اړيكې
هفته دوم تیر 1388
هفته چهارم اردیبهشت 1388
هفته سوم بهمن 1387
هفته سوم تیر 1387
هفته چهارم بهمن 1386
هفته چهارم دی 1386
هفته سوم دی 1386
هفته دوم دی 1386
هفته چهارم آذر 1386
هفته چهارم آبان 1386
هفته سوم آبان 1386
هفته دوم آبان 1386
هفته چهارم اردیبهشت 1386
هفته سوم اردیبهشت 1386
هفته دوم اردیبهشت 1386
هفته چهارم فروردین 1386
هفته سوم فروردین 1386
هفته دوم فروردین 1386
هفته اوّل فروردین 1386
هفته چهارم اسفند 1385
دليكنو زيرمتون
شعرونه
لنډې كيسې
څېړنيزې ليكنې
فلكلوري ليكنې
پېژندګلوي
په وردگو کی نننۍ او پرونۍ څهری
شاعران او ليكوالان
خواږه نثرونه
اړيكې
قلیاقل ( طنز و داستان)
د لونګو دريڅې ( ادبي او فرهنګي)
ماشومه مينه: ښځينه ادبي او ټولنيز ويبلاګ
خپريال
افغان ادبي بهير
دلوړو زده كړو ويب سايت
داستانونه
هوسۍ
اراكوزيا
پښتو قاموس
روهي
ګل اغا احمدي وردګ
صدای سوخته
سپلمي
شين ڼاغي
ليكوال
نوید ژورنال
سپرغی
همت الله امين زى
زنده ګي
رشتینی افغانان
نیوز پارسی
سپیده دم
هلمند
افغان بیست سایت
درامتداد شب
تاند
ټاټوبى
روسيه
ملي غورځنګ
ايران
المان
هشت صبح
راه نجات
پشتو
بينوا رسنۍ
هوسۍ بلاګفا
ارمان ملي
جهان نيوز
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

طراح قالب
دیجیتال کیوان