![]() |
![]() |
|
| ادبي او فرهنګي وېبلاګ |
|
دڅيړونکي مرستيال محمد حامد حليمي دمبارک شاه خان حليمي زوي د 1360 هجري لمريز کال دسلواغي په مياشت کې دکابل په ښار کې زيږيدلي دي .پلارني ټاټوبي يې دوردګو ولايت دسيد آباد ولسوالي دحسن بيک کلي دي .لومړني او ثانوي زدکړي يې دحضرت ابراهيم خليل الله په عالي ليسې کې بشپړي کړي او په کال 1377 کې له نوموړي ليسې څخه په په اعلي درجه فارغ شوي او دهمدغه کال دکانکور دآزمويني له لاري دکابل پوهنتون دفارمسي پوهنځي ته بريالي شو ، په کال 1381 کال کې يې له نوموړي پوهنځي څخه دلسانس ديپلوم تر لاس کړ. د 1383 کال د لړم دمياشتي په دولسمه نيټه يې دکدري آزمويني له بشپړولو څخه وروسته يې دافغانستان دعلومو اکاډمي دعلمي غړي توب وياړ تر لاسه کړ. نوموړي په پښتو،دري او انګريزي ژبو پوهيږي . تر اوس مهال يې په لس ګونو علمي څيړنيزي مقالي مطالب او شعرونه دهيواد دمطبوعاتو او بیلابیلو انترنیتی ویب پاڼو له لارې خپاره شوي دي . دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
محمد عارف د ١٣٢٨ لمريز هجري كال په ژمي كې د وردگو د ولايت د سيدآباد په ولسوالۍ كې زېږېدلی دی. د سيدآباد د لومړۍ ښوونځۍ له لوستلو نه وروسته حربي ښوونځۍ او په پای كې حربي پوهنتون کې شامل شو. په ١٣۴٩ كال كې یې له حربي پوهنتون څخه فارغ او د دوهم بريدمن په رتبه پوځ ته داخل شو.
د عسكري خدمت په اوږدو كې هندوستان ته د لوړو مسلكي زده كړو په منظور وليږل شو او له بېرته راتگ سره په مركزي ځواك كې وگمارل شو. د روسانو د تېري له مخې هېواد پرېښونې ته اړ او آلمان ته یې پناه راوړ.
په آلمان كې د يو گڼ شمېر كورسونو لوستلو تر څنگ یې يو ځل بيا د اقتصاد او الكترونيك په برخه كې لوړه زده كړه وکړه. له هغه وروسته یې د دې هېواد په دولتي ادارو او تصديوكې دنده سر ته رسوې او اوس د آلمان غږ راډيو د پښتو او دري په څانگه كې كاركوی .
له وخت نه په گټه اخيستلو سره مې د يو شمېر كتابونو په ليكلو لاس پورې كړی دی . تر اوسه پورې یې لاندې كتابونه ليكلي، د كومو له ډلې نه چې يو شمېر چاپ او نور چاپ ته تيار دي:
دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
له ملي هدف نه په مننې سره: محمد جان خان غازي دسيدال خان زوي داكرم خان لمسى دى،دده دزيږيدونيټه لاڅرګنده شوې نده،اوداهم سمه معلومه نده چې په عسكري خدمت كې څرنګه شامل شوى دى.دزيږيدو كلي يې بيد مشك دى چې دغزني په شل كيلو متري كې پروت دى دى دامير شير علي خان دسلطنت په دوره كې قومندان ؤ او په خيبر كې يې دنده تر سره كوله. هغه وخت چې امير شير علي خان تخت پريښود او زوى يې امير محمد يعقوب خان پاچا شو غازي محمد جان خان دجګړن يا دهغه وخت په اصطلاح دكرنيل په حيث وظيفه اجرا كوله ، وايي كله چې غازي بابا په علي مسجد كې دانګريزانو په وړاندې وسله واله مبارزه كوله امير شير علي خان دده په نامه جرنيلي منظوره كړه . دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
ډاكتر عبدالوكيل اصلادميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دی.دی د(۱۳۰۲) هـ ش كال دحمل په مياشت كې په كابل كې زيږيدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې دكابل ښار په استقلال او غازي ليسو په ښونځيو كې كړيدي اود غازي ليسې ددولسم ټولګي څخه فارغ شو دغه مهال دويمه نړيواله جګړه روانه وه ، همدغه وخت دښونې او روزنې دوزارت لخوا هندوستان ته وليږل شو. او دفنصل آباد په پوهنتون كې شامل شو ليسانس يې له همدغه پوهنتون څخه تر لاسه كړ اووروسته پيا كابل ته راغي او دښوونكي په توګه دكابل په دارالمعلمين كې دنده وروسپارل شوه او دوه كاله يې دښوونكي دنده تر سره كړه . ارواښاد ډاكټر عبدالوكيل (۱۹۴۸) م كال چې (۱۳۲۷) هـ ش سره سمون خوري لندن ته ولاړ او هلته يې دكرنې په برخه دكتورا واخستله او (۱۹۵۲)م كال چې (۱۳۳۱)هـ ش سره برابره ده كابل ته راغى او دهلمند په ولايت كې دزراعت رئيس وټاكل شو او (۱۲)كاله يې په دې ولايت كې دنده تر سره كړه او وروسته بيا ددې ولايت والي وټاكل شو او بيا څه موده وروسته بيا دمشرانو دجرګې انتصابي غړي شو چې (۲) كاله يې همدا دنده تر سره كړه ، دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
لومړى مخ برېښناليك زيرمتون |
| دويبلاك په هكله |
زه عبدالقدير "خموش" دانجينر صا حب نظر محمد "نوري"زوي په خټه وردگ پښتون ،په 1351 لمريز کال دکب د ميا شتي په شپاړ سمه نيټه دکابل په سلام غونډۍ کي زېږېدلى يم. اصلي پلرنى ټاټوبى مې دوردگو ولا يت چک ولسوالي دعربا نو دسمسورې درې دچورک خيلو کلي دى.
په 1358 لمريز کال دخير خاني ميني دعبدالغفور "نديم" په منځني ښوونځي کي شامل شوم د اتم ټولگي له بشپړولو وروسته مې د نادرئي په ليسه کي خپلي پاتي زده کړې پاي ته ور سولې . دکانکور په ازموينه کي پيداکوژي انستيتيوت ته معرفي شوم او د نوموړي انستيتيوت د ژبواوادبياتوپوهنځۍ پښتوځانگه مې دخپلو عالي زده كړو لپاره غوره كړه دخپل منځني جگړو په پايله کي مې دزدکړې موده اږده شوه ترڅو په 1377 لمريز کال له دغه انيستيتوت څخه بريالى راووتم . له فارغيدو سره جوخت په نوموړي انيستيتوت كې داستاد په توګه ومنل شوم . دکال په تيريدو مي د خپلي څانگي (پښتو) دامريت مسؤليت هم په برخه شو دطالبا نو له ماتي څخه وروسته په 1380 لمريز کال داستا دانو په غوښتنه دپوهنځۍ دتدريسي مرستيال په توگه تعين شوم په 1381 لمريز کال په نا څاپي توگه دمطبوعاتو لمني ته وروغورځيدم اود کليد په اوونيزه کي مي دژورناليست دنده د استادۍ تر څنگ خپله کړه دلږ مودې په تيريدو سره ددغې اوونيزې دپښتو برخې او لږ وروسته ددوا ړو ژبو (پښتو،دري) مسووليت را په غاړه شو .اوددواړو ژبو دکتني استاذى شوم يو کال وروسته دمرسل اوونيزې دتصحيح اوکليد اوونيزې دمرستيالۍ دندې راوسپارل شوه او همداشان دژورنالستۍ د دندې په دوهم کال کې دپخلاينې په نامه ديوې بلې جريدې دتصحيح دنده هم را وسپارل شوه او اوس په دواړو برخو (ژورناليزم او استادۍ) كې په كار بوخت يم هيره دې نه وي چې دهغه وخت پيداګوژي انيستيتوت او س دكابل دښوونې او روزنې په پوهنتون بدل شوى |
| ورځنۍ اړيكې |
|
د احمد فرزان ویبلاګ دورځنيو اړيكو زيرمتون |
| دليكنو زيرمتون |
|
شعرونه لنډې كيسې څېړنيزې ليكنې فلكلوري ليكنې پېژندګلوي په وردگو کی نننۍ او پرونۍ څهری شاعران او ليكوالان خواږه نثرونه |
|
RSS
|