![]() |
![]() |
|
| ادبي او فرهنګي وېبلاګ |
|
هــغه نــــوم چې كــو رنـۍ راتـه غــوره كـړى عبدالمحمد دى ،خوپـخپله ”جلال اشنا“ ځان ته ګران او خپل ګڼم اودډيرى وګړوترمنځ په همدې نوم ياديږم . پلارمې سلطان محمدنوميږي هغه هم ”جلال“ تخلص كوي ، دنده يې ډاكټري ده اوكرۍ ورځ دخپلوناروغانودرملنه كوي. كابو ۲۱ كاله وړاندې مې توكرك نومې سيمه كې دې نړۍ ته سترګې رڼې كړې ،اولومړۍ چيغې مې دملا جلال اخند په كورنۍ كې وهلي ،توكرك هغه سيمه ده ،چې دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ په غرو رغوكې راتاوه شوې ده اولوى الله ورته يوه ځانګړې ښكلاوربښلې ده . دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
ترتيب او ليکنه: ګل آغا احمدي وردګ
دا يو څرګند حقيقت دي چې هره انساني ټولنه او هر هيواد يو لړ ملي ارزښتونه لري، ملي وياړونه لري، ملي شخصيتونه لري او د هر اړخيزو ملي افتخاراتو درلودونکې وي چې د اړوندې ټولنې وګړي پرې وياړ کوي، يادوي يې او د هغه په هکله يادغونډې جوړوي. دغه راز ياد غونډې او يادونې به مخکې يوازې د يوه ليکوال يا ملي خدمتګار له مړينې وروسته کيدلې خو اوس اوس له نيکه مرغه په پښتنو کې هم دغه دود بدلون موندلي او د يادونو لړۍ ته د وړ شخصيتونو په ژوند باندې هم ادامه ورکوي چې دا يو غوره نوښت ګڼل کيږي. دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
![]() |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
لومړى مخ برېښناليك زيرمتون |
| دويبلاك په هكله |
زه عبدالقدير "خموش" دانجينر صا حب نظر محمد "نوري"زوي په خټه وردگ پښتون ،په 1351 لمريز کال دکب د ميا شتي په شپاړ سمه نيټه دکابل په سلام غونډۍ کي زېږېدلى يم. اصلي پلرنى ټاټوبى مې دوردگو ولا يت چک ولسوالي دعربا نو دسمسورې درې دچورک خيلو کلي دى.
په 1358 لمريز کال دخير خاني ميني دعبدالغفور "نديم" په منځني ښوونځي کي شامل شوم د اتم ټولگي له بشپړولو وروسته مې د نادرئي په ليسه کي خپلي پاتي زده کړې پاي ته ور سولې . دکانکور په ازموينه کي پيداکوژي انستيتيوت ته معرفي شوم او د نوموړي انستيتيوت د ژبواوادبياتوپوهنځۍ پښتوځانگه مې دخپلو عالي زده كړو لپاره غوره كړه دخپل منځني جگړو په پايله کي مې دزدکړې موده اږده شوه ترڅو په 1377 لمريز کال له دغه انيستيتوت څخه بريالى راووتم . له فارغيدو سره جوخت په نوموړي انيستيتوت كې داستاد په توګه ومنل شوم . دکال په تيريدو مي د خپلي څانگي (پښتو) دامريت مسؤليت هم په برخه شو دطالبا نو له ماتي څخه وروسته په 1380 لمريز کال داستا دانو په غوښتنه دپوهنځۍ دتدريسي مرستيال په توگه تعين شوم په 1381 لمريز کال په نا څاپي توگه دمطبوعاتو لمني ته وروغورځيدم اود کليد په اوونيزه کي مي دژورناليست دنده د استادۍ تر څنگ خپله کړه دلږ مودې په تيريدو سره ددغې اوونيزې دپښتو برخې او لږ وروسته ددوا ړو ژبو (پښتو،دري) مسووليت را په غاړه شو .اوددواړو ژبو دکتني استاذى شوم يو کال وروسته دمرسل اوونيزې دتصحيح اوکليد اوونيزې دمرستيالۍ دندې راوسپارل شوه او همداشان دژورنالستۍ د دندې په دوهم کال کې دپخلاينې په نامه ديوې بلې جريدې دتصحيح دنده هم را وسپارل شوه او اوس په دواړو برخو (ژورناليزم او استادۍ) كې په كار بوخت يم هيره دې نه وي چې دهغه وخت پيداګوژي انيستيتوت او س دكابل دښوونې او روزنې په پوهنتون بدل شوى |
| ورځنۍ اړيكې |
|
د احمد فرزان ویبلاګ دورځنيو اړيكو زيرمتون |
| دليكنو زيرمتون |
|
شعرونه لنډې كيسې څېړنيزې ليكنې فلكلوري ليكنې پېژندګلوي په وردگو کی نننۍ او پرونۍ څهری شاعران او ليكوالان خواږه نثرونه |
|
RSS
|