![]() |
![]() |
|
| ادبي او فرهنګي وېبلاګ |
|
استادمحمدزبيرشفيقي
محمد زبير شفيقي چې اصلي نوم يې فضل الهي دى،دارواښاد جنت ګل زوى دى چې له نن څخه ٤۶ کاله پخوا د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ په اله خېلو کې زيږېدلى. زدکړې يې دبمبايي په لېسه (ننى دحضرت عمر فاروق لېسه کې سرته ورسولې او په ١٣٥٦ لمريز کال فارغ شو،دهمدې کال په کانکور ازموينه کې دکابل پولي تخنيک پوهنتون ته بريالى شو،پر ١٣٥٧ لمريز کال دغويي له کودتاه نه وروسته دپولي تخنيک پوهنتون په دوهم سمسترکې ؤ چې هجرت ته اړشواو پېښورته ولاړ.دهمدې کال په وروستيو کې دجهادلپاره دپکتيا ولايت ته را غى اوبياپر ١٣٥٨ لمريزکال له نورو مهاجرينوسره يوځاى خپلې سيمې (چک) ولسوالى ته راغى،په ١٣٦٣ لمر يزکال بېرته پېښور ته ولاړ او هلته يې په فرهنګي اوادبي هڅو لاس پورې کړ.محمد زبير شفيقى په تيرو شلو کلونو کې له مختلفوکلتوري مرکزونو سره تړاودرلود،دزياتروجهادي خپرونوليکوال غړى اويامسوول اوپه شفق مجله،شهادت جريده،اميد،حريت،منبع الجهاداونوروګنومجلوکې يې دليکني پلاوي غړيتوب درلود.دپيام آزادۍ راډيو تلويزيون مرستيال اودپروګرامونو دتهيې مسوول واونهه کاله يې په پېښور کې د سهار ملي ورځپاڼې مسوول مد ير ؤ دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
دتير پسې دژباړې ډولونه
دژباړې د ډولونو په سر دنظر خاوندانو يوه پرېكنده پرېكړه نده كړې چې دهغود پرېكړې په اساس موږ هم د ژباړې ډولونه تاسو ته يو يا دوه ډوله در وښايو . تر هغه ځايه چې ماته معلومه شوې او ډېرو ژباړونكو هم پرې موافقه كړې ژباړې ته يې دا لاندې ډولونه شميرلي دي: دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
همت الله (امين زى) داسدلله (امين زى) ځوى په کال ١٣٦٥ لمريز کې دميدان وردګوولايت دنرخ ولسوالي دتوکرک دحاجي مصلى باباپه کلي کې زېږېدلي دى. لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې دشهيدقاضي ګل محمداودمحمدموسى شهيدپه متوسطه کې ترسره کړي اوپه ١٣٨٢لمريزکال کې دکابل ښاردنادريې له عالي لېسې څخه په اعلى درجه فارغ اودکال دکانکوردآزموينې ترګډون وروسته دکابل پوليتخنيک پوهنتون ته بريالي شوچې همدامهال ددې پوهنتون دودانولودپوهنځي دصنعتي اومدني ودانيودڅانګې محصل دى. دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
لومړى مخ برېښناليك زيرمتون |
| دويبلاك په هكله |
زه عبدالقدير "خموش" دانجينر صا حب نظر محمد "نوري"زوي په خټه وردگ پښتون ،په 1351 لمريز کال دکب د ميا شتي په شپاړ سمه نيټه دکابل په سلام غونډۍ کي زېږېدلى يم. اصلي پلرنى ټاټوبى مې دوردگو ولا يت چک ولسوالي دعربا نو دسمسورې درې دچورک خيلو کلي دى.
په 1358 لمريز کال دخير خاني ميني دعبدالغفور "نديم" په منځني ښوونځي کي شامل شوم د اتم ټولگي له بشپړولو وروسته مې د نادرئي په ليسه کي خپلي پاتي زده کړې پاي ته ور سولې . دکانکور په ازموينه کي پيداکوژي انستيتيوت ته معرفي شوم او د نوموړي انستيتيوت د ژبواوادبياتوپوهنځۍ پښتوځانگه مې دخپلو عالي زده كړو لپاره غوره كړه دخپل منځني جگړو په پايله کي مې دزدکړې موده اږده شوه ترڅو په 1377 لمريز کال له دغه انيستيتوت څخه بريالى راووتم . له فارغيدو سره جوخت په نوموړي انيستيتوت كې داستاد په توګه ومنل شوم . دکال په تيريدو مي د خپلي څانگي (پښتو) دامريت مسؤليت هم په برخه شو دطالبا نو له ماتي څخه وروسته په 1380 لمريز کال داستا دانو په غوښتنه دپوهنځۍ دتدريسي مرستيال په توگه تعين شوم په 1381 لمريز کال په نا څاپي توگه دمطبوعاتو لمني ته وروغورځيدم اود کليد په اوونيزه کي مي دژورناليست دنده د استادۍ تر څنگ خپله کړه دلږ مودې په تيريدو سره ددغې اوونيزې دپښتو برخې او لږ وروسته ددوا ړو ژبو (پښتو،دري) مسووليت را په غاړه شو .اوددواړو ژبو دکتني استاذى شوم يو کال وروسته دمرسل اوونيزې دتصحيح اوکليد اوونيزې دمرستيالۍ دندې راوسپارل شوه او همداشان دژورنالستۍ د دندې په دوهم کال کې دپخلاينې په نامه ديوې بلې جريدې دتصحيح دنده هم را وسپارل شوه او اوس په دواړو برخو (ژورناليزم او استادۍ) كې په كار بوخت يم هيره دې نه وي چې دهغه وخت پيداګوژي انيستيتوت او س دكابل دښوونې او روزنې په پوهنتون بدل شوى |
| ورځنۍ اړيكې |
|
د احمد فرزان ویبلاګ دورځنيو اړيكو زيرمتون |
| دليكنو زيرمتون |
|
شعرونه لنډې كيسې څېړنيزې ليكنې فلكلوري ليكنې پېژندګلوي په وردگو کی نننۍ او پرونۍ څهری شاعران او ليكوالان خواږه نثرونه |
|
RSS
|