تبليغاتX
شپيلۍ
ادبي او فرهنګي وېبلاګ

لیکوال:عبدالقديرخموش

 

فضل الربي "احمدي" دمعلم صاحب گل احمد زوى دمحمد وصيل لمسى دوردگو ولايت چک ولسوالۍ دچک دلرغوني کلي اوسيدونکى  دى .په 1364 لمريز کال يې په پلرني ټا ټوبي کې دې فاني نړۍ ته سترگې پرانستې دي لومړنۍ زده کړي ئي دچک دشهيد اب پران په منځني ښونځي کي پيل کړې اوبيا وروسته يې دحضرت عمر فاروق په عالي ليسه كې خپلو زده کړوته ادامه ورکړې ده . په 1385 لمريز کال دنوموړې ليسې ددولسم ټولگي څخه وتلى .

"احمدي" په شل کلنۍ  د شعر په ويلو پيل کړ ى دى.  تر اوسه يې  دسلو په شاوخوا کي شعرونه ويلي دي . دمحتوا په لحاظ ئي شعرونه تصوفي، عشقي اوټولنيزه بڼه لري دشکل له مخې ئي شعرونه اكثراً غزل، ازاد شعر او څلوريځي دي 

دايې هم دشعرونو څو بيلګې:

 

غزل

پرون چې سترگو کې مې راغله ستا رنگينه څيره

درته چې ځير شوم ښکاريدله ستاغمگينه څيره

 

زموږ دباغ په شنه چمن کې هلته

زما په مخ کې وه ولاړه ستا لمرينه څيره

 

جانانه تاته وايم تا يادوم

ومې ليد له په رښتيا ستا نازنينه څيره

 

"احمدي" غوښتل درته څه ووايي گرانه اشنا

شوله په سترگو کې مې ورانه ستا حسينه څيره

 

 

څلوريځه

 

وخانده خندا درسره ښه ښکاري

ژاړم به ژړا راسره ښه ښکاري

 

څومره چې دتوان وي هومره وگوره

گرانې ناز ادا درسره ښه ښکاري

 

جدايي

 

په تا مين ومه زه

دسترگو تور مې  ته وې

 

دبدن روح مې ته وې

زه شوم زعفران په شانته

 

چې ستا يادوکې ومه

ځکه بې مينې وم زه

 

چي ته مغرور گرځيدې

اوما به مينه کړله

 

خو ته به نه پوهيدې

ځکه مدام ژړيدم

 

له ما چې ته شوې جدا

ته خومدام گرځيدې

 

له رقيبانو سره

زه خو در تلاى نه شوم

 

په تا با ورنه کړمه

ته اوس بدله شوې

 

دبل په طمعه شوې

زه که هرڅو ژړيدم

 

خوته پروا نه کوې

احمدي ژاړم ځكه

 

په غم مې ژوند شولو ټول

چې شوم ديار نه جدا

 

اوښكې مې تل څڅيدې

خواوس پريمانه شولې

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 

ليكوال:عبدالقدير خموش

ديو شمير څېړونكو دا عقيده ده چې د متل كلمه سوچه پښتو ده، اما ځيني خلك وايي، چي دا له عربي مثل څخه مفغنه شوې ده، كه دا دوهم قول ومنل شي، نو په مفغناتو كي به د عربي "ث" په "ت" اوښتې وي، مثلاً ميراث چي مفغن يې ميرات دى، د مثل كلمه به هم متل شوې وي، د عربي لغاتو پوهان وايي چي مثل يعني مثل(مانند) او نظير وروسته دا كلمه په ټولو حكمتو كي مستعمله شوه، ځيني وايي دا كلمه له عبري مثل څخه جوړه شوې او پر ټولو حكمتو او لنډو قصو او اساطيرو اطلاقيږي. په پښتو خو متل هغو لنډو ويناوو ته وايي چي د ښو معناوو او حكمتو څخه ډكي وي، په متلو كي ډېر ځله د ملتو د روحياتو خورا ښې_ښې نكتې پرتې وي، بلكي ځيني پوهان وايي چي تر شعر لا متلونه د ملتو پر عقليت ښه دلالت كوي، ولې چې اشعار د داسې خلكو له كومو راوځي، چې فكر او ذهن او عقليت يې تر عوامو لوړ وي، اما متلونه د عوامو له عقليته حكايت كوي او د متلو الفاظ لكه اشعار مصنوعي او معقول نه وي او د عوامو په ژبه وي. دمتلونو تعريف ته ډول ډول كرښې ايستل شوې خو كه ټول سره را ونغاړو دا يوه موضوع ترې تر لاسه كېږي چې، متلونه دخلكو هغه سپيڅلې،پاكې معني دارى او لويې لويې لنډې جملې دي چې د اولس دثقافت ،فرهنګ ،علم او پوهې، كړو وړو ژوندۍ نمونې او داولسي پوهانو دلوړو افكارو نمايندګان دي.

متلونه له ډېر پخوا څخه موجود او زموږ دنيكونو غوره قيمتي تللې پخې وينا وې دي، چې دلنډيو په شان خوله په خوله تر دې وخته را رسيدلي دي .دمتلونو تاريخ هم دلنډيو په شان معلوم ندى او نه يې ويونكي معلوم دي ، بلكې په هره زمانه كې ويل كېږي او هر پښتون او پښتنه يې وايي، متلونه دټولو پښتنو دخولې مرغلرې دي، چې خورې ورې دخلكو په ذهن او حافظه كې پرتې دي. له متلونو عبارات خوندور ،لنډ او يو لوى مطلب پكې ځاي شوى وي. دمتلونو څخه د قوم دپوهې، تجربې او فكري لوړتيا اندازه معلوميږي، ځكه چې متلونه هغه پخې ويناوې دي، چې له ډېرو تجربو څخه وروسته لاس ته راځي. پښتانه متلونو ته ډير اهميت وركوي، هر متل ورته دكاڼي كرښه ښكاري او هغه يو پوخ او غټ دليل او استناد بولي. پښتو متلونه ډيراو په زياته اندازه دي او لكه دلنډيو غوندې دپښتنو په هره سيمه كې په بيل بيل ډول دخلكو په سينه كې پراته دي. دپښتو هر متل لكه لنډۍ غوندې يو ځانګړى خپلواك مضمون او مطلب لري او يا په بل عبارت ديوې پېښې او واقعې لنډيز دى.

نوكه متلونه د عوامو وګړو غږ وګڼل شي او دلالت يې پر روحياتو تر شعر، ټينګ او د باور وړ وي، متلونه د ملتونو د اجتماعي ژوندون او د دوى د عقلي هويت ښكاره كوونكي دي، په مختلفو اوضاعو كي د تجربې او ازميښتو نتيجې دي، چې په لنډو كلماتو كي ځاى شوي وي.

خو دا هم بايد له ياده ونه باسو چې متل هغه وخت دخلكو تر منځ خپل ځاى مومي چې دخلكو لخوا دعقل او پوهې له مخې ومنل شي. خو داسې جملې چې خلك يې په مفهوم او مانا پوه نه شي او تاريخي پيشينه ونلري متل نه ګڼل كېږي.

ددې لپاره چې متل دخلكو لخوا ومنل شي، لومړى بايد لنډ با مانا، با مفهومه او بيا ساده او دخلكو په ژبه وي. همدا شان لكه چې دمخه مو هم ورته اشاره وشوه متل بايد ځانته خاص تون يا اهنګ او موسيقيت ولري، چې دخلكو په غوږو خوږ ولګي او په ماغزو كې يې سم لاسي ځاي ونيسي . په يوه متل كې ددې درې شيانو رعايت خورا حتمي بريښي :

لنډوالى، مقصد او مفهوم، خوږ والى.

هرمتل چې ددې پورتنيو صفاتو لرونكى وي كه په هره ژبه كې وي، دخلكو لخوا دمنلو وړ ګڼل كېږي.

داخبره هم ديادونې وړ بولم چې كه څوك وغواړي، يو نوى متل جوړ كړي او پورتني صفات هم پكې وكاروي تر څو چې دخلكو لخوا ونه منل شي، متل نه ګڼل كېږي. ځكه دخلكو لخوا په هغه دتاييد دمهر دلګيدلو په صورت كې موږ هغه متل ګڼو. نو ويلى شو چې دخلكو لخوا دتاييد موضوع دمتل لومړنى شرط دى. موږ متل په خلكو په زور نشو منلى دمتل په منلو كې داولس اراده ازاده ده.  

دمتلونو ډولونه :

مخكې له دې چې دمتل په ډولونو خبرې وشي، ښه به دا وي چې په دې ټكي رڼا واچوو چې متل هم لكه د ادب دنورو شتمنيو په څير دڅېړنې دوه اړخه لري. يو اړخ يې محتوا او بل اړخ يې شكل دی.

متل دمحتوا يا موضوع له پلوه اجتماعي،سياسي ،فكاهي، اخلاقي،تاريخي، او داسې نور ډولونه لري.دغه راز دشكل له پلوه دپوهانو ترمنځ يو كوچنى اختلاف شته، ځينو دولسي ادب څيړونكو متل په دوه ډوله ښودلى او ځينو په درې ډوله، چې زه يې هم په دې ليكنه كې دا وروستى تقسيم ته ترجع وركوم :

۱-  منثور متل:  دا دمتل هغه ډول دى چې په ساده روانه او بسيطه جملو كې جوړ شوى وي .لكه دالاندې متلونه:

بې زحمته راحت نشته .

غم او ښادي خور او ورور دي.

دبام په سر منډه نكېږي.

علت ځي عادت نه ځي.

  غم په غم درېږي ،اوبه په ډنډ.

چې عيان دى څه حاحت دبيان دى.

هر چا ته خپل وطن كشمير دي.

له مات لوښي اواز نه خېژي.

۲- منظوم ډوله او مسجع متل: دې ډول متل ته نه منثور ويلى شو او نه منظوم . ځكه چې دمنثور متل ترحكم لاندې نه راځي او هم پوره منظوم نه دى، يوازې دمتلونو په پاى كې سجع راوړل شوې وي. لكه دا لاندې متلونو كې:

جنګ سوړ شو ميري تود شو.

په خوله لا الله په زړه غلا.

خواړه كه دې بل دي نس خو دې خپل دى.

۳- منظوم متلونه : دا دمتلونو هغه ډول دى چې په هغه كې پرته له سجعې وزن او قافيه هم په پام كې نيول شوې وي لكه دا لاندينۍ بيلګې:

ارمان به كړې هلكه           

            بيا به نه مومې ادكه

اس يې په خره بار كړ        

            خر يې پرې مردار كړ

من خورم چارك ګټم

            بي بي درځم كه نه درځم

سل روپۍ پوره كه

داختر شپه په كور كه

زه يم ستا په غاړې           

ته له مانه سپيركۍ غواړې

دوه مرغان يوه يې ځاله      

   خبر نه دي يو دبل له حاله

باد چې پاسنى شي

دباران دستي شرنګى شي 

بد به دې په زړه لرم          

سلام به دې په خوله لرم

بدي چې نكړى بدې چارې

            بدى به چا واژه بې لارې

په چا چې دخداى نظر شي

            تورې خاورې ورته زرشي

بله بې تميسه                               

لالى راغى بې كميسه

څمڅه په مرتبه شوه                      

چې په ما اوګره سړه شوه

اوړه خيشته پيشته كړي      

منت په تناره كړي

چې پردي كورته يې تمه شي

من غوښه يې كمه شي

چې تر ملكه دې كړه                      

نووركه دې كړه

دا دې كور دى دا دې اور                

كه چېرې ولاړې مخ دې تور

داګمان مې نشي                

چې له ايزه به زوى وشي

دخداي امر چې وشي          

پلار به يې نوي زوي به يې وشي

 

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 
عبدالقدير خموش

اي واي پاييز

سويم ميا

زه تو مي هراسم

چون تو

ميريزاني وميخشكاني

ومن

زه ريختن نه

زه خشكيدن مي هراسم

اي واي

پاييز

 

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 

ليكونكي:علامه پوهاند عبدالشكور رشاد

 

زموږ كوردكندهار داحمدشاهي ښارد بابړو په كوڅه كې و، د كوڅې په خوله كې لومړى دوكان د علي مامد  كاكو و. تازه ميوې به يې خرڅولې. ورپسې دكان د غازي و. غازي شكرې، لوزونه، كولچې او شابړي خرڅولې، كله كله به يې بادامي نوكل او خمير صندل هم راوړي و. زموږ د كور كوچنيانوته به مشرانو هر سهار دوى دوې ايكۍ وركولې، ايكي پارسيوانانوپيسه بلله اود كابلۍ روپۍ شپيتمه برخه ارزښت يې درلود ، موږ به څاښت مهال د غازي دكان ته تلو او په دغو ايكيو به موشكرې اولوزونه رانيول. ښه مې په ياد دي په دغو خوږوكې يو ډول شكري و، چې ژبۍ به مو بللې او په څټلوڅټلو به خوند ځنې اخيسته كېده.

 

يوه ورځ چې زه د شكريو د رانيولو له پاره د كوڅې خولې ته ولاړم، كه ګورم دعلي محمد كاكو د دكان مخې ته ګڼه ګوڼه جوړه ده، خلك راټول دي او دګڼې ګوڼې مركز ته د رسېدلو له پاره زورونه وهي. زما څخه د غازي دكان ته د رسېدلو هڅه پاته شوه، د علي مامد كاكو د دوكان د ګڼې ګوڼې د معلومولوپه تلاښ كې شوم. زه دغه وخت څلوركلن هلك وم د خلكو د پښوتر منځو مې په ډېر زحمت ځان د ګڼې ګوڼې مركز ته ورساوه، كه ګورم هلته يو سپين ږېرى سړى د علي محمد  كاكو د دوكان مخې ته د غوړيو پر يوه تش ټيم ناست دى. خلك يې په ډېر ادب لاسونه مچوي دعاوې ځنې غواړي. دى هم چاته دعا وركوي، چاته چټۍ وركوي، يعنې پراوږو يې په سپكه څپېړه ټپوي. عجبه داده، چې دغه پر خلكو ګران سړى كميس نه و اغوستې پر لڅ ځان يې صدرۍ اغوستې وه، بربنډ موټان او په و ېښتوپټ ځيګر يې ښكارېدل، ماتر دغه وخته پورې داسې څوك نه وليدلى، چې پرلڅ ځان دې يې صدرۍ اغوستې وي . زه هېښ پېښ تللى وم او په خورا حيرت مې بې كميسه سپين ږيري ته كتل. د بې كميسه سپين ږيرې د لاس مچولو مسابقه اوږده سوه، ما له ګڼې ګوڼې څخه د راوتلو هڅه پيل كړ، خوله ګڼه ګوڼې راوتل راته ګران و،علي مامد كاكو زما په ترمورتيا پوه شو، په غېږكې يې راواخيستلم او ترګڼې ګوڼې يې راوايستلم، تر ګڼې ګوڼې چې راووتلو علي مامد كاكو زه له غېږي كښته كړم، ما علي مامد كاكو وپوښتېده:

 

دا څوك دى؟

 

علي مامد كاكو راته وويل:

 

( دا جبارغازي دى ،د ميوند درنې غزا( د برات اوه لسمه كال ۱۲۹۷ هجري قمري) راهيسې دى كميس نه اغوندي، دغه وخت د ميوند د درنې غزا شپږڅلوېښت كاله تېرسوي و. ما علي مامد كاكو ته په خورا هرياني وويل:

 

 ولې نو كميس نه اغوندي؟

 

علي مامد كاكو راته وويل:

 

ده د ميوند په درنه غزا كې يو بدمرغه انګرېز سپاهي راڅملولى و، غوښته يې چې د هغه په وينو د جنګ ډاګ سور كړي، بل انګرېز سپاهي جبارغازي ترلمنه نيوه او په داسې زور يې كش كړ ، چې دغازي له منګولو يې څملولى ښكارخوشې سو او په منډه يې ځان دغازي له تورې بچ كړ، خښمېدلى غازي چې پر خلاصونكي انګرېز سياهي مخ راوګرځاوه، هغه ځان دغازي د تورې له زده ژغورلى و خښميدئ. غازي، ګريوان تر لمنې څېرې كړ، لستوڼي يې وشكول، كميس چې يې غورځاوه ويل يې: بيا دې په خداى كه واغوندم، ته بدمرغه كه نه واى انګرېز كافر به مې ولې له لاسه ووت.

 

ما علي مامد كاكوته وويل: خلك يې لاسونه ولې ورمچوي؟ او دعاوې څنګه ځنې غواړي؟

 

علي مامد كاكو راته وويل:دا خوغازي دى د خداى په لاره كې سر وركولو ته حاضرسوى و، خداى خو د دغسې سرتيرو تورياليو نازونه اخلي، دده خواست نه ردوي، ځكه نو خلك د تبرك لپاره د ده لاسونه مچوي او دده په روى له خدايه مرادونه غواړي.

 

له دې  صحنې درې شپيته كاله تېرسوى و، چې افغانو غازيانو د خداى په فضل سره، سره پوځونه مات كړل او خونخواره مهاجم روسان يې په ژړ مخ دافغانستان له خاورې وايستل ماګمان كاوه، چې زموږ د زمانې توريالي غازيان به هم د جبارغازي غوندې ارزښت او درنښت لري، خلك به د دوى په روى دعا او له خدايه مرادونه غواړي او په اتلواله به يې وياړي خو افسوس چې دوى د جبارغازي غوندې درنښت او ګرانښت ونه ساتلاى سو او پخپلو وروستيوكړو يې هغه محبوبيت له لاسه وركړ، چې انتظار يې كېده. ارمان ارمان(۱)

۱- خلافت: ۱۳۷۹، ليندۍ، پرله پسې شلمه ګڼه، ۲۱ مخ

(اخیستل شوى د لونګو دريڅې له ويبلاك څخه)

يادونه: دلوي استاد دژوند او اثارو په هكله كه لا ډېر معلومات غواړئ نو د http://lawang.blogfa.com/

ويبلاګ ته ورشئ

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 

عبدالقدير خموش

  

كله چې غواړئ خپل فكر نورو ته ولېږدوئ نو  لاندې درې لارې غوره كولى شئ:

 

الف: اشاره: په هغه صورت كې، چې ونه غواړئ په ژبه خبرې وكړئ او يا ستاسو ژبه ستونزه ولري او يا ګنګي ياست نو له اشارې څخه به كار اخلئ.

 

ب: ژبه: كله چې مخاطب مو تاسو ته نژدې او ستاسو غږ اوري نو بيا له خپلې ژبې كار واخلئ.

 

ج: ليك: په هغه صورت كې چې ستاسو مخاطب نژدې نه وي او ستاسو غږ هم تر هغه نه رسېږي نو له ليك نه كار واخلئ. د ليك ژبه عامه ده او هر سړى كولاى شي له دې لارې خپل مطلب مخاطب ته ورسوي، خو په دې شرط، چې سواد ولري او ليكل يې زده وي. كېداى شي دا پوښتنه درته پيدا شوې وي، چې ايا يوازې ليكل او د تورو پيژندګلوي زموږ اړتيا پوره كولاى شي؟

 

ځواب تر يوې اندازې روښانه دى، د هغه چا ترمنځ، چې يوازې ليكل كوي او د هغه چا ترمنځ چې ښه ليكل كوي توپير شته. هغه څوك، چې ښه ليكل كوي هغه ته ليكوال او هغه، چې يوازې ليكل يې ياد دي هغه ته ليكونكى وايي. پس ليكونكى هغه څوك دى، چې يوازې كولاى شي ليك وليكي خو ليكوال هغه څوك دى، چې ليك ښه ليكي.

 

د ليكوال كېدو لپاره يو شميرصفات ضروري دي، هر ليكونكى، چې غواړي ليكوال شي نو بايد هغه په پام كې ولري او هغه صفات په دې ډول دي:

 

۱-عالي فكر:  ليكوال بايد د كومې موضوع په هكله، چې په خيال كې يې لري، د ښه علمي او فكري ملاتړ لرونكى وي، په دې ډول چې هيڅ يوه پوښتنه په خپله ليكنه كې بې ځوابه پرېنږدي.

 

۲-خلاقيت: نوښت او د ابتكار قدرت د يوه ليكوال له لومړنيو ځانګړنو څخه دى، د نورو ليكوالو انديشه او فكر كه هر څومره په ښكلو الفاظو وليكل شي د يوه باسواده لوستونكي د پام وړ نه ګرځي . يو باسواده او با ذوقه ليكونكى هغه وخت يوه ليكنه خوښوي، چې په هغه كې خلاقيت او نوښت نغښتى وي.

 

۳-دقت او باريك بيني: ليكوال طبعا دا فكري قوت لري، چې په ليكنه كې په ډېرو وړو او مهمو جزياتو تماس ونيسي او هغه برملا او مخاطب ته يې روښانه كړي .

 

۴-د تخيل قدرت: د ليكوال د تخيل قدرت كولاى شي، ليكنه په ظاهري ښكلاوو او معنوي ښايستونو سمبال كړي. ډېره مغلقه او پېچلې موضوع په ډېره ساده او روانه ژبه داسې لوستونكي ته ورسوي، چې لوستونكى يې حتى د پيچلتيا او مغلقيت احساس هم ونه كړي.

 

۵-په موضوع باندې حاكميت: تر هغه، چې ليكوال په موضوع مسلط نه وي، نه شي كولا موضوع لوستونكي ته په سمه توګه ورسوي. كله هم كيداى شي په خپله په خطا لاړ شي، نو ځكه تر هغه، چې په موضوع كاملا مسلط نه ياست قلم مه را اخلئ.

 

۶-حقيقت ګرايي او واقع بيني: يو ښه ليكونكى تل هڅه كوي، چې د خپلې ټولنې واقعيتونه په خپله ليكنه كې ځاى كړي. كه چيرې ليكوال په خپله ليكنه كې دې ټكي ته پام نه كوي نو د ده اعتبار ته په ټولنه كې زيان رسېږي او څوك يې پر ليكنه اعتبار نه كوي.

 

۷-لوى هدف: يو ښه ليكوال هيڅ كله وړو او بې ارزښته ليكنو ته قلم نه رااخلي، ځكه ښه ليكوال هيڅ كله خپل قلم په كمزورو، ضعيفواو شخصي اغراضو نه كمزورى كوي.

 

۸-د نظر وسعت: يو ښه ليكوال هيڅ كله يوه موضوع له يوې خوا يا يوې زاويې او هغه هم د خپلې خوښې له ليد لوري نه ارزيابي كوي او نه يې ليكي، بلكه د نورو نظرونو ته هم په احترام ګوري او په بشپړه حوصله د دوى نظرونه هم را اخلي او بيا هڅه كوي د خپل منطق په په زور مخاطب خپلې نظريې ته راواړوي. كه دا كار ونه كړي بيا هم دعامو لوستونكو له سترګو لوېږي.

 

۹- د ټولو فني قواعدو رعايت: يو ليكوال، پرته له دې، چې د پورته يادو شويو موادو پر تطبيق مكلف دى په ګرامري لحاظ د ليك نښو نښانو په مراعتولو هم مكلف دى.

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 

 لیکوال :عبدالقدیر خموش

 

متلونه دهرې ژبې، ادب او ملت دكلتور غوره مميزه او برخه ګڼله كېږي. متل دملت او ټولنې دعاداتو او كړو وړود څرګنديدو هنداره ده چې دټولنې دپوهې، تجربو او دطبيعت دصفايي اندازه ورنه څرګنده كېږي

دمتلونو پيژندنه يو ضروري كار دى او دوې خواوې لري،چې يو يې مانا او بل يې داستعمال ځاي دى.

لومړى بايد سړي ته د متل اصلي مورد معلوم وي چې دايې حقيقي مانا ده. بل داچې د ا ستعما ل ځاى يې هم بايد وپېژندل شي،چې دايې كنايي مانا ده ،

همداسي مو چې وويل متل هر ډول فكاهي،اجتماعي، تاريخي ....خواو ېې رانغاړي نو ما يې هم په دې ليكنه كې تلمح اييز ه خوا څيړلې چې په لاندې متلونو كې به يې وګورۍ.

تر بې نیازه عالم راتېر د ادم سپی دی

ددې متل پېښه داسې نقل شوې ، هغه وخت كې چې د درخانۍ مين (ادم خان )د دې دښمنانو لخوا پايو خان (ددرخانۍ چنغول)ته وسپارل شو نو درخانۍ له ډېري پريشانۍ ليونتوره شوې وه او دناروغۍ په كټ پرته وه له دې كړو نه چې د ادم خان په برخه كې يې كړي وو ډېره ځورېدله .

پايو خان ،يې چې هر څو خيال ساته ګټه يې نكړه. او دا ورځ په ورځ سولېدله . پايو خان يوه ورځ دا له نورو خورلڼوسره ميلې ته ولېږله .په ميله وه چې د ادم خان سپى يې له لرې وليد .ورمنډې يې كړې سپى يې ونيوه او كلك كلك يې ښكل كړ. مېشته ښځې يې په دې كارحيرانې كړې .ټولو يو بل ته كتل ،يوه يې را مخته شوه او ددې نه يې پوښتنه وكړه چې دا څه كوي مردار سپې ښكلوې. درخانۍ په ځواب كې وويل تاسې په دې څه پوهېږۍ دغه سپى زما د ادم خان سترګې ليدلې دي،نو څنګه يې ښكل نكړم . ښځې لا هم متعجبه وې او ګڼل يې چې درخانۍ ګواكې ليونۍ شوې خودې ورته وويل :تر بي نيازه عالم راتير دادم سپى دى.

دزړه حال منصور وايه سريې په دارشو

منصور يو خداى رسيده ،بزرګ او كامل پير و.په ولايت يا تصوف كې يو داسې مقام هم راځي چې د امير خسرو په قول:

من تو شدم،تو من شدي،من تن شدم،تو جان شدي

تا بعد از اين كس نګويد من ديګرم تو ديګري

د ولايت په دې مرحله كې چې څوك وې نو هر څه چې وايي خپله خوښه يې نه وي بلكه هغه دلوي خداى(ج) خبره وي.دمثال په توګه بايزيد بسطامي چې هم ولي الله و داستغراق په حال كې ويلي وو:( سبحانې ما اعظم شاني)يعنې مالره دې پاكي وي.

زما څومره لوي شان دى دا په ظاهر كې دا خود بايزيد بسطامي كلام دى كوم چې ډېر بد ورسره ښكاري.خو په حقيقت كې الله (ج) دبسطامي په خوله غږيږي.همدا ډول منصور هم په دې ته ورته حالت كې ويلي و اناالحق.يعنې زه حق يم. دا نا مناسبه كلمه چې ظاهر بينو علمانو واوريده او دده په درجه هم نه وو خبر نو پر ده يې دكفر فتوا وركړه او دده لپاره يې دمرګ سزا چې هر ملحد ته وضع كېده ورواوروله ،او په دار يې كړ.نو دهماغه كيسې په اعتبار د رحمان بابا دشعر دغه دوهم بيت په متل واوښت:

دزړه حال وچاته مه وايه رحمانه

دزړه حال منصور وايه سر يې په دار شو

يعنې كه منصور دا توان درلوده او هغه څه چې ده ته محسوسيدلى په زړه كې يې ساتلى شواي ،كوم چې ناممكن وو نو نه به په دار كيده

 

كيسه خلاصه شوه ويل ليلي نر و كه ښځه.

دې كيسه كې د ليلي او مجنون مشهورې كيسې ته اشاره ده . ليلا او مجنون هغه دوه مين وو چې خپل خواږه ځانونه يې د يو بل په مينه كې قربان كړل. په كتابونو كې راغلي چې ليلي او مجنون په دوو لويو قبيلو پورې تړاو در لود. د دوي په زړونو كې له يو بل سره د ماشوم توبه دالله (ج) په قدرت مينه پيدا شوې وه. كله چې داكيسه په رسوايۍ واوښته نو د دواړو قبيلو بدي شوه . ددې بدى په پايله كې ليلا يې بل چاته په نكاح كړه او مجنون يې دغرو كړ . مجنون په غرو كې كراري نلرله او ليلا په كور كې.تر څو چې مجنون د دښمن دلاس ښكار او ليلا يې په مرګ زړه چاودې شوه. كه ددې متل تاريخي رېښې ته ځير شو نو داسې ترې جوتېږي چې دامتل دليلي او مجنون دكيسې وروسته منځ ته راغلى او كوم وخت چې چا په كومه حجره كې دا كيسه تېروله نو دكيسې په پاى كې چا غږ كړى : ودې نه ويل چې ليلي نر وكه ښځه له همداغه وخته دا وينا په متل اوښتې او تر ننه پورې يې دمتل بڼه خپله كړې.""

غره غره لره ورځي،خوشال خټك چا لره نه ورځي

دپښتو ژبې ستر اوچت او مبارز شاعر غښتلى او مېړه پښتون ،خوشال خټك دخپل وخت د حكمران اورنګ زيب څخه ډېر په تنګ شوى وو.

كله به ورسره په جنګ وو او كله به يې تور زندان كې دژوند شپې ورځې تېرولې.

ويل كېږي چې يو وخت اورنګزيب عالمګير ده لره استازى ور ولېږه و چې ما لره راشه. خوشال چې دده له لاس يې حوصله سرته رسيدلې وه او له بلې خوا ډېر شوخ او سر كښه وو نو استازي ته يې داسې وويل چې ورشه اورنګ ته ووايه چې :

غره غره لره ورځي،خوشال خټك چا لره نه ورځي.

يو بالول يو يې كچكول

محمود غزنوي چې يو مقتدره امپراتورپه سيمه كې تير شوى او په نني غزني ولايت كې يې داقتدار مركز و، ده يو ورور در لودچې بالول نوميده. د بالول په هكله داسې روايات دي چې دى يو مجذوب ډوله او ډېر زاهد سړى و او د ورور له پاچاهۍ سره يې هيڅ خوا نه لګيده. محمود ډير كوښښ وكړ چې دى ځانته تابع كړي خو وسه يې پرې ونه رسېده.

ويل كېږي يو وخت محمود، بالول را وغوښت او بلنه يې وركړه چې راشه او په حكومت كې كار وكړه ، بالول ورته په ځواب كې وويل چې داخرت ځواب نشم ويلى . غزنوي وويل،چې داخرت حساب څه دى؟ بالول وويل: دهر شي بيله بيله پوښتنه كېږي، او ورځ دقيامت ډيره سخته ده. ځكه به د تبۍ په شان توده وي اود سړى سره به حساب كېږي. بالول يوه تبۍ راواخيسته او وريې ترې لاندې بل كړ. تبۍ سره شوه ، بالول پرې ودريد او غږ يې كړه: يو بالول يو يې كچكول. او له تبۍ كوز شو او ويې ويل چې زما حساب خلاص شو . او سلطان محمود ته يې وويل،چې اوس وار دتا دى ته راځه او دټول ملك حساب تير كړه. محمود يې له سرته رسولو عاجز شو او بالول يې خپلې مخې ته پرېښود.

نوشيروان مړ نه دى چې نوم يې نيك پاتې دى.

وايي چې نوشيروان دخپلې پاچاهۍ تخت ته يو مزى تېركړى و .په ميدان كې يې ورته يو لرګې چې ګونګري پورې تړل شوي وودرولى و .په رعيت كې به يې چې چا ته كومه ستونزه پيداشوه، نو مزى به يې وښوراوه دلته به ګونګرو كړنګار پيل كړ او پاچابه پوشو چې كوم څوك شكايت لري.خپل نوكران به يې وروليږل او نوموړى سړى به يې راوست او هغه به خپله خبره پاچا ته ورسوله.يوه ورځ يوه پمن خره ځان دلرګي پورې ژر ژر مښلو .پاچا چې غږ واوريد نو امر يې وكړ چې ورشى او سړى راولى. خوكله چې نوكر لاړل څوك يې ونه ليدل بيرته راغلل او ويې ويل چې صاحب څوك نه وو . په دې وخت كې خره بيا ځان په لرګي وموښلو او شرنګار پورته شو .پاچا بيا نوكر ورولېږل خو يوازې راوګرځيدل . دا كار څو ځله تكرار شو. په څو وم ځل نوكر چې لاړل ويليدل چې يو پمن خر ځان په لرګي موښي. را غلل او دا حال يې پاچا ته بيان كړ.پاچاه امر وكړ چې ورشى او هغه خر راولى كله يې چې خر راوست ويې ليدل چې خر پمن دى نو امر يې وكړ چې ورشى او خاوند يې راولى دخره خاوند حاضر شو او له ده نه پاچاوپوښتل چې ولې نې دا خر خوشي كړى سړي په ځواب كې وويل چې خر مې پمن شوى بار نشي وړاى نو ځكه مې خوشي كړ. پاچاه امر وكړ چې خر بوځه او درملنه يې وكړه او زياته يې كړه چې دا عدالت ندى چې تر څو جوړ و ستا و چې ناروغه شو ايله يې كړې.

يو بل روايت هم داسې راغلى چې نوشيروان غوښتل ځانته يوه ماڼۍ جوړه كړي. خو دده دځمكې څنګ كې د يوې كوڼډې كور وو. نوشيروان وغوښتل چې دې ښځې ته يوبل كور وركړي او دا ځاى ترې وګرزوي تر څو دده ماڼۍ سمه راشي. خو ښځې ورسره ونه منله. نو نوشيروان خپله ماڼۍ كږه ودانه كړه. نو كله به چې څوك ورغلل دا انتفاد يې پرې كاوه چې ماڼۍ ښه ماڼۍ ده خو چې كږه نه واي.ده به په ځواب كې ويل چې كږه ښه ده نه دا چې دكونډې كور مې په زور اخيستى واى.دهمدي عدالت په وجه ده چې نن يې هم مړ نه بولي او په هر ه برخه كې دده د عدالت مثال راوړي.

ښامار مومن خان مړ كړ، توره په كې هر څوك سره كوي چې ما مړ كړ.

په پورته متل كې دمومن خان او شيرينۍ مشهورې كيسې ته اشاره شوې ده،هغه داچې كله مومن خان هندوستان ته په سفر ځي، ديوه زرګر په دوكان كې ناست وي، ويني چې يوې ښځې ځان جوړ كړى او په اوښ باندې سپره ده او اوښ يوه سړي له غاړې نيولى او كشوي يې !مومن خان له زرګر څخه يوښـتنه وكړه چې دا څه نقل دى؟ زرګر ورته وويل: هلته په غره كې يو ښامار دى چې هره ورځ يوه ښځه او يو اوښ له ډوډۍ سره بار پاچا ورلېږي! او كه يې ور ونه لېږي نو ټول ښار به تباه كړي!او نن دپاچا دلور نوبت دى،لنډه دا چې مومن خان هم داوښ پسې ور روان شو، كله چې غره ته ورسېد نو ښځې ته يې وويل: زه ستا كمك ته راغلى يم. يوه ګړۍ وروسته چې ښامار راغى، نو ښځه يې ګوښه كړه، توره يې اوږده په خپلو تلو پورې وتړله او ستوني ستغ پريوت او پښې يې په هوا ونيولې، ښامار چې راورسيد پر مومن خان يې حمله وكړه،مومن خان خپلې پښې دښامار په خوله كې وركړې خو ښامار تيراوه او په توره څيرې كېده،تر نيمايي چې څيرې شو ،ښامار مړ شو. مومن ورڅخه بيرته ژوندى را ووت، او ښځې ته يې غږ كړ چې راشه . ښځه چې راغله مار لكه غونډۍ پروت و، وروسته مومن خان له ښامار څخه يوه نرۍ تسمه سر تر پايه ويسته او په جيب كې يې واچوله. ښځې ته يې وويل چې په اوښ سپره شه او كراره كراره راځه، كه چېرې چا دعوه وكړه چې مار ما وژلى نو ته ورته ووايه چې ښامار هغه چا وژلى چې پوره تسمه يې ورسره ده. خلك چې دښامار له مړينې خبر شول هر يوه منډې كړه او دښامار په وينو يې خپله توره سره كړه ګواكې چې ښامار ما وژلى.

خو پاچا ډېر خوشحاله شو او غوښتل يې چې خلكو ته انعام وركړي نو لور يې پرې نارې كړې: ښامار هغه چا وژلى چې په جيب كې دښامار پوره تسمه لري په دې ترتيب مومن وپيزندل شو

غرونه چا سوري كړل او شيرينه به څوك وړي.

په دې متل كې هم د دوو مينو دمينې قصه ده دهغه مين چې دشيرينو په مينه كې يې په ډيره مېړانه دغره كيندلو ته ملا وتړله او هغه لوى غر يې په پوره حوصله سورى كړ دا هغه په شيرينو مين فرهاد دى.فرهاد دشيرينو دپلار دشرط دپوره كولو په خاطر دغره كيندلو ته وهڅول شو او ده هم دا درانده كار ته په ډېره ميړانه ملا وتړله . خو دشيرينو پلار كله چې وليدل ،فرهاد دشرط ګټلو ته نژدې شوى له ده سره يې غلطي وكړه او د قاصد ې په لاس يې غلط احوال وروليږه چې ګواكې شيرينو مړه شوې دفرهاد چې په قاصدې پوره باور وو ددې خبر په اوريدو يې دلاس ترښځ چې دغره دسوري كولو په خاطر يې ترې كار اخيست په خپل سر ګذار كړ او دشيرينو په هجر كې مړ شو. نو ددي كيسې په بنياد دا متل دخلكو تر منځ پاتې شو چې غرونه چا سوري كړل او شيرينو به څوك وړي.

حجره يې شته طالب يې نشته.

ددي متل په هكله هم داسې ويل كيږي چې دا متل د طالب جان او ګلبشرې دمينې دكيسې پوري تړاو لري .خو ددې متل په اړه كيسه له دې ځايه پيليږي: ... طالب جان په حجره كې پاتې شو خپل سبق وايي هغه ښځه چې دطالب جان د ډوډۍ لپاره مقرره وه لټي يې كوله. نو بي بي ورته په قهر شوه. سپكه يې كړه او ددې پر ځاي يې بله مينځه ورته ودروله. نو ددې وروسته دغه اولي مينځې قسم واخيست ،چې ولاكه مو پرېږدم چې هې چم چې وي چې زه ستاسې سره بيل نكړم ....

يوه شپه دغه دوهمه مينځه ناجوړه وه ډوډۍ يې نه شواي وړلى په دوهمه شپه ګلبشره مجبوره شوه چې ډوډۍ د اولينۍ مينځې په لاس وروليږي. ددې مينځې خو لا له اوله ورته زړه ډك و نو كله يې چې ډوډۍ وروړه او طالب جان ځنې پوښتنه وكړه چې بي بي څنګه وه مينځې ورته وويل: او خواركيه هغه ولاكه په تاكې رى وهي هغه شل نور ياران لري .

مينځه چې كله بي بي ته راغله هغې ترې وپوښتل چې طالب جان څنګه او هغې په ډېره مكارګۍ ورته وويل: خواره مشې ولاكه په تاكې رى وهي كله چې زه ورغلم درې نورې ښځې ورته ناستې وې او په ميدان ورته كوټه نكل پراته وو .

لنډه داچې طالب جان د مينځې په وينا باور وكړ او دګلبشرې سره خوابدى شو او پريكړه يې وكړه چې نور به حجره او سبق پرېږدي او همداسې يې وكړل او ترينه رهي شو.وروسته نو هغه مينځه راغله او بي بي ته يې وويل چې طالب جان نشته او جحره يې تشه ده .ډيره پريشانه شوه چې څه چل را وشو تو ټكرى يې په سر كړ او پټه راووته كله چې حجرې ته راغله ګوري چې حجره كې څوك نشته. نو يې نارې كړې:

حجره يې شته طالب يې نشته زه پر حجره يې لكه مار وغزيدمه

ددې لنډۍ لومړۍ مسرې دپښتنو تر منځ د متل بڼه خپله كړه او لكه لنډۍ غوندې يې په مناسب حال او وخت كې ويل كېږي
+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 

راټولونکی:عبدالقدیرخموش

 

حقيقت او ګل دواړه اغزي لري.(اسپانوي متل)

له مړ مړز نه ګيدړه هم لكۍ ايستى شي.(اسپانوي متل)

دتداوۍ پيل د ناروغۍ تشخيص دى. (اسپانوي متل)

انسان بايد احمق او غوايه ته لار پرېږدي. (اسپانوي متل)

كه ساده ګان بازار ته نه تلاى نو بيكاره كالي به چا را نيول.(اسپانوي متل)

انسان كه له هرې ناروغۍ وويريد نو مړ دى.(اسپانوي متل)

واده لكه هندوانه كله خوږه او كله بې خونده وي.(اسپانوي متل)

كه غواړې دميړه اختيار خپل كړې نو دهغه د خېټې اختيار خپل كړه.(اسپانوي متل)

كله چې رشوت په دروازه راننوځي نو عدالت په كړكۍ تښتي.(تركي متل)

كه ښځې وغوښتل ،له تاسره دزرو لپاره واده وكړي ،ورسره وي كړه خو زر ترې لرې ساته.(تركي متل)

كه دوست نشې پيدا كولى نو دښمن هم مه پيدا كوه.(يوناني متل)

درې ګوني غمونه كوم دي،اور،توفان،ښځه. (يوناني متل)

دنارينه لپاره دا مهمه نده چې واده وكړي كه يې ونه كړي،ځكه په دواړو به پښيمان وى. (يوناني متل)

هغه ښځه نيكمرغه ده چې ميړه ته مطيع وي. (يوناني متل)

چې مشكلات نه وي ليونيان هم حكومت كولى شي.(الماني متل)

دهغه كار په كړو كې چې شيطان عاجز شي ښځه يې ترسره كوي.(الماني متل)

هغه چې له شتمنې ښځې سره واده كوي،خپله ازادي خرڅوي. (الماني متل)

هغه ته چې خداي(ج) ښځه ورپه برخه كړې صبر يې هم وركړى.(الماني متل)

دښځې په انتخاب كې له غوږونو سره مصلحت وكړه نه له سترګو سره.(الماني متل)

دښځې ژړا دغلا خندا ده. (الماني متل)

په پور كه زوم شوې له خنداخداي پاماني وكړه.(الماني متل)

واده،خيالي رنځونه او ويره په تيار اونقدو رنځونو او ويرو بدلوي.(الماني متل)

څوك چې د وختونو په انتظار ناست دي هغوي هر څه له لاسه وركړي.(ايټاليوي متل)

دوه ډوله ښځې دي چې له يوې سره شتمن او له بلې سره خوارېږئ.(ايټاليوي متل)

كه ښځې ګناه وكړه خاوند يې معصوم ندى.(ايټاليوي متل)

د واده ستاينه كړه خو ښځه مه كړه.(ايټاليوي متل)

ښځه او غوا له خپله ښاره غوره كړه.(ايټاليوي متل)

اوښياره انجلۍ غريب ځوان ته تر سپين ږيري شتمن ترجيح وركوي.(ايټاليوي متل)

كه چېرې دخپل نوكر حق ور نه كړې،نوكر خپل حق په خپله اخيستى شي. (هندي متل)

تړلى سوك زر ديناره(هندي متل)

اوښكې دښځې وسله ده(هندي متل)

ظلم ګناه ده خو دظلم زغمل لا لويه ګناه ده.(هندي متل)

هغه څه چې ښځه غواړي خداى(ج) يې غواړي.(فرانسوي متل)

دښځې او هندوانې غوره كول ګران كار دى.(فرانسوي متل)

هغه نارينه چې دپيسو په سر واده كوي هغه به نوكر كېږي. (فرانسوي متل)

د واده كول لويه اشتباه ،او زر كول يې لا لويه اشتباه ده.(فرانسوي متل)

ښځه يوازې يو شي پټ ساتي چې په هغه هم نه پوهېږي چې هغه څه شي دي (انګليسي متل)

مطيع ښځه دميړه د زړه مالكه ده. (انګليسي متل)

اوښياره ښځه دغريب خاوند سره ښه چلېږي.(انګليسي متل)

كه د ښځې په خوښه كار كوي نو دنر نوم درنه لرې كړه.(ازاربايجاني متل)

كه در واغجن نه واي نو ريښتيني نه پيژندل كيدل.(ازاربايجاني متل)

تودوخه يې مالومه نه په دودو يې ړانده كړو.(ازاربايجاني متل)

كه يې ژرندې ته خواړه ورنكړې خپلې تيږې به وخوري.(ازاربايجاني متل)

درخت د اخيستلو په وخت كې يې څنډې ګورئ ، دښځې په انتخاب كې يې مور ګورئ.

(ازاربايجاني متل)

دښځې په غوره كولو كې ښايي چې يوه جوړه بوټان ډيرزاړه كړې. (چيني متل)

دزوم لياقت د هغه دمټو په زور كې دى.(چيني متل)

دانسان سل كاله عمر نه وي د زرو كلو غم ورسره وي.(چيني متل)

كه سپن ږيرى يې نصيحت كوه كه ځوان يې نصيحت اوره.(چيني متل)

له ورو تګه مه ويريږه له نه تګ نه وويريږه.(چيني متل)

كه ورونه سره كار وكړي.غر به سره زر شي.(چيني متل)

با شحصيته بد څيره زوم ښه دى تر بې شخصيته ښكلي زومه څخه.(لهستاني متل)

هيڅ ښځه د خداى(ج) په رضا له نارينه سره واده نه كوي.(اسكاتلندي متل)

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 

 

راټولونکی:عبدالقدیرخموش

دافغان ولس دولسي ادب په بڼ كې هم لكه د نړۍ دنورو ولسونوپه څېر ځينې ګډ متلونه شته چې اكثرآ ديوه ګډ فرهنګ او كلتور په نتيجه كې را منځ ته كېږي او كله هم د يوه اجتماعي، اخلاقي يا فكاهي لوړ مفهوم د لرلو په سبب منځ ته راځي .له دري نه پښتو ادب او له پښتو نه دري ادب ته ځينو متلونو لار كړې ده ،او د دواړو خوا وو څخه منل شوي .

په دې ليكنه كې د مشت نمونې خروار په توګه دهغو متلونو يادونه كوم ،چې د دواړو ژبو (پښتو او دري) ترمنځ كټ مټ يا په لږ بدلون ځاي لري.

په ډېرو كې غوايي مردار دى.

قصاب كه زياد شد ګاو مردار ميشه.

ږيره د ما واك يې دملا

ريش از مه اختيارش از ملا

عقل له بې عقله زده كېږي

ادب را از كي اموختي ،از بي ادبان

اوبه چې شي ترغاړې زوى او لور شي تر پښو لاندې

اب تاګلو بچه زير پا

دباران نه تښتيده دناوې لاندې يې شپه شوه

از زير چكك خيست زير ناوه نشست.

له كم عقل دوست نه هوښيار دښمن ښه دى.

دشمن دانا به از دوست نادان.

له يوه لاسه ټك نخېژي.

از يك دست صدا نميايه.

داوښ غلا په ټيټه ملا نكېږي

شتر دزي به خپ خپ نمېشه.

څه ژرنده لمده او څه غنم لانده

چيزې اسياكند و چيزې ګندم تر.

څه چې تيار وي هغه ديار وي

چيزي كه تيار است از يار است.

خبره تر خبرې پيدا كېږي.

ګپ از ګپ ميخيزه.

كوږ بار تر منزله نه رسي.

بار كج تا منزل نمي رسد.

غله ته يې ويل غله كوه كور والا ته يې ويل بيداري كوه.

دزه ګفت دزي كو صاحب خانه را ګفت بيدار باش.

په يوه ګل نه پسرلى كېږي

به يك ګل بهار نميشه

انسان داحسان تابع دى.

انسان تابع احسان است.

غوټه چې په لاس خلاصېږي خولې ته حاجت نشته.

ګرهي كه بدست واز شوه حاجت دندان نيست.

مار خوړلى له رسۍ وېرېږي.

مارګزيده ازريسمان دراز ميترسه .

د درواغو مزل لنډ دى.

منزل دروغ كوتاه است.

وروري به كوو حساب تر منځ.

برادر با برادر حسابش برابر.

زړه په زړه ايينه ده.

دل به دل ايينه است.

رنګ مې ګوره حال مې پوښته.

رنګم ببي حالم بپر س .

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 

 

نویسنده:عبدالقدیرخموش

 

نظام حقوق زن در اسلام ومکاتب مادی معاصر

بحث مختصر مقایسوی وتاریخی

 

برای اینکه بتوانیم این بحث را بگونه ایدیالوژیک ،علمی،متناسب،طبعی وکاملآ دور از لغزش ها دنبال کنیم لازمست تا قبل از همه کلمه "حقوق"را که محور بحث کنونی ما را تشکیل میدهد در لغت واصطلاح علم حقوق توضیح دهیم.

حقوق که مفرد ان حق است کلمه عربی بوده وکلمه عکس ان در لسان عربی "باطل" است خداوند"ج" درقران کریم میفرماید:وقُلٌ جَاءَاَلحقُ وُ ذَهَقَ البَاطلُ إنَّ البَاطَلُ کَا نَ ذَهُوُقَا.

یعنی:بگو وقتیکه بیاید حق باطل محوه میشود به درستی که باطل محوه شدنیست.

ازاین آیت برمیاید که کلمه عکس "حق" درفرهنگ قرآن نیز کلمه باطل است.

حق در لغت به معنی سخن راست وبه موقع بوده ودر اصطلاح ایدیالوژیک وعلم حقوق انسانی به معنی حدود تصرفات طبعی زندگی یک انسان راگویند.پس هر قانون ونظام ،هر مکتب واید لوژی وهر طرزتفکراعم ازالهی وساخته های بشری که بتواند حقوق انسان ها را در ساحه نظام فطری وطبعی آن با در نظر داشت تمام ظرافت های خلقت تا نوعیت جنس ومراحل مختلف عبوری زندگی آن بطور تنظیم نماید که در هر مرحله اززندگی بافت جدید طبعی وجود آنرا در نظر بگیرد یقینآ که میتواند قانون ونظام مکمل حقوقی برای تمام انسان های دنیاست

مادر این بحث کوشش میورزیم تا چنین قانون را در یافت نمایم وادعا های بی اساس وغیر علمی مکاتب را رد نمایم که پیوسته از مسله حقوق زن سخن میزنند. ولی گاهی پی برده اند که ذات وطبیعت این مسله چیست؟ حقوق زن ها را در چند جمله وعبارات قلابی ومخالف طبیعت آن موجود لطیف محبوس نموده اند وازان بنفع بقای قدرت های سیاسی خود به عنوان دموکراسی در حقوق زن استفاده می نمایند.

نظام حقوق زن در جوامع قبل ازاسلام

تاریخ قرون قبل از اسلام به ویژه قرن پنجم واوایل قرن ششم میلادی مملو از صحنه ها خاطرات تکان دهنده در رابطه به حقوق زن است.تا انجا که عقل ،منطق وتوانایی رجوع در انسان را به بنبست وعجز مطلق روبرو می نماید. جزیره عرب مهد اسلام درقرن پنجم واوایل قرن ششم میلادی جلوه گر تصویر زشت ونادرست از حقوق زن است. تاریخ شهادت میدهد که جزیره عرب در تاریخ قبل از اسلام خود گاهی زن را موجود ازاد وصاحب اختیار ندیده واز آن نه به مثابه انسان صاحب حقوق مشخص بلکه به مثابه یک موجود که فقط برای اجرای امورشاقه ورفع حوریج جنسی در مواقع خاص وضروری استفاده می نمودند. طبقه مرد ها بصورت عموم خود را طبقه حاکم وطبقه زن ها را کاملآ یک طبقه محکوم وبی حق میشمردند. زن ها را چنین استعمال مینمودند که گویا مواشی اند وفقط برای اجرای امور شخصی خلق گردیده اند واز هیچ نوع حق انسانی برخوردار نیستند. از اسم زن کاملآ نفرت داشتند واگر یکی از انها به پیدایش از نوزاد دختر در خانه اش واقف میشد خود را در میان قوم وقبیله حقیر وپست احساس می نمود گویا لطمعه جبران ناپذیر در پیکرزندگی اش وارد گردیده.نمونه واضح وقابل فهم این ادعایی تاریخی تاریخ زندگی حضرت عمر واقع مشهوریست که ورد زبان کوچک وبزرگ مسلمان است واز اهمیت به سزای که در بازتابی حقوق زن در جامعه قبل از اسلام صعود دارد وحتی در بزرگترین کتاب آسمانی قران کریم نیز ذکر گردیده است .

قصه که حضرت عمر دخترش را زنده به گور کرد وبا کمال بی عاطفگی در حالیکه از طرف آن طفل معصوم نوازش میدید برحال او رحم نکرد تا مبادا دختر او بزرگ شده جوان نشود ومورد توجه فامیلی قرار نگیرد زیرا این مسله غیر قابل تحمل بود.

همینطور در روم ،یونان قدیم، وسایر جوامع در چنین جامعه تاریکی پیغبراسلام مبعوث گردید وبه هدایت وارشادات دین مبین اسلام جسم های مرده را زنده نمود وبه عماق تاریکی های جهل نور هدایت اسلام را فرستاد. زنان را صاحب حقوق واختیار نموده وحقوق انها را در صدر برنامه های کاری خود قرار داد.برای زن حق داد تعلیم وتعلم داده شخصیت اورا از تحقیر وتوهین محفوظ نمود وبه پیروان خود هدایت داد تا رعایت حقوق زن را از مهمترین مسایل زندگی خود بشمارند. بدین معنی که اسلام برای اولین بار برای تامین مساوات حقوق زن ومرد در بسیاری از ساحات زندگی اجتماعی هدایات مشخص را صادر کرده، عقاید خرافی قبلی را که به زن حقی را قایل نبود وحتی دختران را زنده بگور میکردند وزنان را چون مال ومتاع تبادله میکردند مورد نکوهش قرار داده حقوق زنان را در ساحات مختلف توضیح وتسجین نمود.

در این مرحله تا یک قرن گذشته زن ها از حقوق مساوی با مردها در جوامع اسلامی برخوردار بودند ولی بعد ها هنگامیکه مسایل اختلاف مذاهب ،سیاست ومکاتب در میان جوامع اسلامی وبلاک های شرق وغرب ایجاد گردید. جنگ اندیشه ومسله استعمار ملل اسلامی آغازشد دشمنان مهاجم این جرم را خوبترین وسیله برای جنگ فکری با مسلمانان جهان عنوان کردند وبه مفهوم اینکه اسلام حقوق زنها راپامال نموده وانها را از حقوق طبیعی شان محروم نموده است مسلمانان ساده لوح رافریب داده وازعقاید شان تحت عنوان حقوق زن و... منحرف نمودند اکنون میخواهم نظام حقوق زن را در اسلام ومکاتب سیاسی جهان تحت مراقه نظر قرار دهم تا بیبینیم ادعا های انان علمی وقانونی است ویا اسلام دین پایدار وعلمی وکاملآ قانونی ومطابق به فطرت انسان است.

مقایسه مختصر نظام حقوق زن در اسلام ومکاتب سیاسی معاصر:

هنگام که نام از مکاتب سیاسی جهان برده میشود در راس ان کاپیتالیست غرب وکمونیزم شرق که سرتاز عقاید ومکاتب سیاسی معاصر بوده اند جلوگر می شوند پس ما میخواهیم تا اسلام را با بزرگترین وبرنده ترین قوانین انان به مقایسه گیریم.

انچه من فکر میکنم غربی ها وشرقی ها تا کنون از مساله حقوق زن چیزی نفهمیده اند ودر این مساله کاملا بیسواد ونادان اند. این ادعا نیست یک واقعت عینی وعلمی است. شرق وغرب در تامین حقوق زن در ساحه عمل هیچ نوع تقصیر وکوتاهی ندارند هر چه از اشتباه ولغزش در مودر حقوق زن در جوامع امریکایی،اروپایی وشرقی دیده میشود محصول درک کوتاه وغیر علمی آنان از حقوق زن است.شرق وغرب تا کنون درست نتوانسته اند طبیعت ومزاج لطیف ومشکل بسته بندی فطری وجود زن را خوب بفهمند به همین علت دیده میشود که جوامع مذکور بالای زنها یک شکل تحمیل وجبری را بخود گرفته است. هیچ نوع توقع طبیعی به سرشت زن ندارند.

اسلام همچنان زن را ازاد مختارقرار داده ولی ساحه تصرف وازادی اشرا بنا بر تقاضای طبیعت وسرشت وی محدود ومحصور نموده است واز همین حدود وحصور شرف عزت ومقام زن بطور کاملا علمی ومنطقی محفوظ ومصون داشته است. مثلا، اسلام زن را اجازه میدهد تا در خارج ازمنزل به تحصیل بپردازد ولیبرای او نظر به خواست طبعی زن قوانین مشخص وضع نموده تا در داخل آن چنان رفتار نماید که قوانین طبعی خود وجامعه را متضرر نسازد. مهمترین توصیه اسلام به زنان هنگامیکه خارج از منزلشان می روند اینست که حجاب اسلامی را رعایت نماید واز انحراف اخلاقی جدآ بپرهیزند. در حالیکه مدعیان حقوق زن در جهان ودر راس آن جوامع امریکایی واروپایی هیچ نوع حدود ادب و اخلاق وطبیعت را در مورد زن وجامعه در نظر نگرقته زن را کاملآ آزاد وبی قانون گذاشته است تا هرچه میخواهد بکنند زیرا دموکراسی وازادی است این در واقعیت خود دموکراسی وآزادی نبوده محبوسیت وزندانی نمودن زن در بند های طبیعت است هدف از خلقت زن این نبوده که خود را عریان نموده ودر رویا روی مردها به ناز وکرشمه قدم بردارند .باز مرد ها به عنوان این وان از آنها استفاده جنسی نموده وفقط زن را در دیده های خود به منظور تامین روابط جنسی مجسم نمایند وبس.

 

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 

ليكوال: پوهنمل عبدالقدير خموش 

 

د يوه تحقيقي اثر لپاره اته مرحلې ضرور دي:

تفكر او مطالعه: كوم وخت، چې كومه موضوع ستاسو پام ځان ته اړوي، د هغې د تعريف په لټه شئ.څنګه كولاى شئ هغه موضوع له نورو مترادفاتو څخه بيله كړئ؟ د هغې اجزا كوم دي؟ څنګه كولاى شئ هغه موضوع وروزئ؟ او ... تر كومه ځايه، چې امكان يې وي پر موضوع غور وكړئ.

غور د دې لامل ګرځي، چې ستاسو لپاره د موضوع ټول اړخونه روښانه شي او هيڅ ډول سوال درته پاتې نه شي. همدا شان له ځانه هم پرله پسې پوښتنې وكړئ او د خپلو پوښتنو د ځواب په لټه كې شئ. ځكه پوښتنې كولاى شي تاسو له ابهام او شكه وباسي. د بيلګې په توګه:( د ملي يوالي) په هكله كولاى شئ دا پوښتنې له ځانه وكړئ: ملي يوالى څه ته وايي؟ الله ج په قران كې د دې موضوع په هكله څه بيان كړي؟ په يوه اسلامي ټولنه كې ملي يوالي ته څه اړتياوې محسوسې دي؟ په افغانستان كې د ملي يوالي د رامنځته كولو لارې چارې كومې دي؟

۲- طرح او تنظيم: طرح په ليكنو كې له مهمو موضوعاتو څخه ده.  پرته له طرحې د يوې مقالې د ليكلو امكان نه وي. د طرحې تر جوړولو مخكې بايد د موضوع په اړه بايد لازم سوچ وكړو او د غټې نه نيولې تر وړې موضوع پورې بايد ياداشت ولرو. وروسته بايد د هرې يوې غټې موضوع لپاره غټ عنوان را وباسو او په ترتيب يې وليكو، تر هر غټ عنوان وروسته بايد واړه عنوانونه راوايستل شي او تر غټو عنوانونو لاندې يې وليكو. كه چېرې واړه عنوانونه د نورو وړو عنوانونو د رامنځته كولو توان درلود، هغه هم ليكو او د وړو عنوانونو لاندې يې د شميرې په اساس  په ترتيب ليكو. په همدې ترتيب كه دا توان په دې دوهمه ډله زېږنده عنوانو كې هم و هغه هم په همدې ډول ليكو.

د طرحي په تنظيم كې بايد لومړيتوب او د معاني ارتباط په بشپړه توګه په پام كې ونيسو.

د موضوع د ښه روښانه كېدو لپاره لاندې بېلګه وګورئ:

د شعر زده كړه:

 

لومړى برخه: شعر څه ته وايي؟ شميره(۱)

شعر څه ته وايي؟ (۱-۱)

د شعر او نثر توپير(۱-۲)

د شعر او نظم توپير(۱-۳)

دوهمه برخه: د شعر معنوي ښايستونه:(۲ )

د شعر معنوي ښايستونه(۲-۱)

له فكر نه منظور څه دى؟(۲-۲)

فكر په شعر كې څه ونډه لري؟ (۳-۲)

۳- د اطلاعاتو راټولول او په برخو برخو يې ويشل: د مخكينۍ طرحې په پام كې نيولو سره د موادو په راټولولو پيل كوو. لومړى منابع او موخذونه ټاكو او وروسته په لوستلو او ياداشت اخيستلو پيل كوو، بهتره ده د هر غټ او ووړ عنوان لپاره شميره په پام كې ونيسو او لكه پورته بيلګه د شميرې په اساس ياداشتونه وليكو. د بيلګي په توګه د پورته عنوانونو يا سرليكونو لپاره لومړۍ برخه(شعر څه ته وايي؟) يوه شميره ټاكو، د دوهمې برخې لپاره شميره دوه او په همدې شان د هرې برخې لپاره ځانګړې شميره په پام كې نيسو او د شميرې په اساس ورته ياداشتونه ليكو. تر كتنې وروسته كه له يوې داسې موضوع سره مخامخ شو، چې څو ځله مو ياداشت كړې ده، اضافي شيان نه رااخلو او يا يې د ليكنې په بل ځاى كې ور ګډوو. همدا شان خپل ياداشتونه همداسې په ترتيب سره سر په سر ږدو، چې وروسته بيا په ليكنه كې ترې كار واخلو.

۴- د ابتدايي خاكې ليكل:وروسته له هغه، چې ياداشتونه مو راټول كړل د هرې برخې ياداشتونه په هماغه ډول، چې په ذهن كې ورته كومه طرح لرو ليكو.

۵- د وروستۍ خاكې ليكل: وروسته له دې، چې ابتدايي ليكنه وشوه بيا يې په تصحيح لاس پورې كوو. كمزورې او نا بشپړې جملې يې په قوي او بشپړو جملو اړوو او پېچلې او نامانوسه اصطلاحګانې او كلمې ترې وباسو او يا يې په ساده بڼه اړوو. ناښكلي لغات په ښكلو لغاتو بدلوو، كه كوم شى مو هير كړى وي هغه هم پرې زياتوو، ليك نښې مراعتوو او ګرامري جوړښت يې هم په پام كې نيسو.

۶- دوروستۍ خاكې لوستل: په دې مرحله كې بشپړې ليكنې ته پام اړوو ټوله ليكنه له ځانه سره ارزوو كه له كومې كمزوري او عيب سره مخ شوو هغه هم تصحيح كوو.

 

۷-كره كتنه: بايد هڅه وشي، چې ليكنه مو له عيبه پاكه وي نو ځكه مخكې له پاك نويس نه بايد هغه په بل چا يا لارښود استاد وكتل شي، چې د ممكنه اغلاطو سمونه يې وكړي.

۸- پاك نويس: دا د ليكنې وروستۍ مرحله ده. په دې مرحله كې ليكنه بشپړېږي، لازمې سمونې په كې شوې دي نو ځكه يې يا په لاس پاك نويس كوو او يا يې په كمپيوتر ټايپوو. بايد پاملرنه وشي، چې د پاك نويسۍ په وخت كې څه در نه پاتې نه شي.

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 
 
لومړى مخ
برېښناليك
زيرمتون
دويبلاك په هكله
زه عبدالقدير "خموش" دانجينر صا حب نظر محمد "نوري"زوي په خټه وردگ پښتون ،په 1351 لمريز کال دکب د ميا شتي په شپاړ سمه نيټه دکابل په سلام غونډۍ کي زېږېدلى يم. اصلي پلرنى ټاټوبى مې دوردگو ولا يت چک ولسوالي دعربا نو دسمسورې درې دچورک خيلو کلي دى.
په 1358 لمريز کال دخير خاني ميني دعبدالغفور "نديم" په منځني ښوونځي کي شامل شوم د اتم ټولگي له بشپړولو وروسته مې د نادرئي په ليسه کي خپلي پاتي زده کړې پاي ته ور سولې .
دکانکور په ازموينه کي پيداکوژي انستيتيوت ته معرفي شوم او د نوموړي انستيتيوت د ژبواوادبياتوپوهنځۍ پښتوځانگه مې دخپلو عالي زده كړو لپاره غوره كړه
دخپل منځني جگړو په پايله کي مې دزدکړې موده اږده شوه ترڅو په 1377 لمريز کال له دغه انيستيتوت څخه بريالى راووتم .
له فارغيدو سره جوخت په نوموړي انيستيتوت كې داستاد په توګه ومنل شوم .
دکال په تيريدو مي د خپلي څانگي (پښتو) دامريت مسؤليت هم په برخه شو دطالبا نو له ماتي څخه وروسته په 1380 لمريز کال داستا دانو په غوښتنه دپوهنځۍ دتدريسي مرستيال په توگه تعين شوم
په 1381 لمريز کال په نا څاپي توگه دمطبوعاتو لمني ته وروغورځيدم اود کليد په اوونيزه کي مي دژورناليست دنده د استادۍ تر څنگ خپله کړه دلږ مودې په تيريدو سره ددغې اوونيزې دپښتو برخې او لږ وروسته ددوا ړو ژبو (پښتو،دري) مسووليت را په غاړه شو .اوددواړو ژبو دکتني استاذى شوم يو کال وروسته دمرسل اوونيزې دتصحيح اوکليد اوونيزې دمرستيالۍ دندې راوسپارل شوه او همداشان دژورنالستۍ د دندې په دوهم کال کې دپخلاينې په نامه ديوې بلې جريدې دتصحيح دنده هم را وسپارل شوه
او اوس په دواړو برخو (ژورناليزم او استادۍ) كې په كار بوخت يم هيره دې نه وي چې دهغه وخت پيداګوژي انيستيتوت او س دكابل دښوونې او روزنې په پوهنتون بدل شوى

ورځنۍ اړيكې
د احمد فرزان ویبلاګ
دورځنيو اړيكو زيرمتون
مخكينۍ اړيكې
هفته دوم تیر 1388
هفته چهارم اردیبهشت 1388
هفته سوم بهمن 1387
هفته سوم تیر 1387
هفته چهارم بهمن 1386
هفته چهارم دی 1386
هفته سوم دی 1386
هفته دوم دی 1386
هفته چهارم آذر 1386
هفته چهارم آبان 1386
هفته سوم آبان 1386
هفته دوم آبان 1386
هفته چهارم اردیبهشت 1386
هفته سوم اردیبهشت 1386
هفته دوم اردیبهشت 1386
هفته چهارم فروردین 1386
هفته سوم فروردین 1386
هفته دوم فروردین 1386
هفته اوّل فروردین 1386
هفته چهارم اسفند 1385
دليكنو زيرمتون
شعرونه
لنډې كيسې
څېړنيزې ليكنې
فلكلوري ليكنې
پېژندګلوي
په وردگو کی نننۍ او پرونۍ څهری
شاعران او ليكوالان
خواږه نثرونه
اړيكې
قلیاقل ( طنز و داستان)
د لونګو دريڅې ( ادبي او فرهنګي)
ماشومه مينه: ښځينه ادبي او ټولنيز ويبلاګ
خپريال
افغان ادبي بهير
دلوړو زده كړو ويب سايت
داستانونه
هوسۍ
اراكوزيا
پښتو قاموس
روهي
ګل اغا احمدي وردګ
صدای سوخته
سپلمي
شين ڼاغي
ليكوال
نوید ژورنال
سپرغی
همت الله امين زى
زنده ګي
رشتینی افغانان
نیوز پارسی
سپیده دم
هلمند
افغان بیست سایت
درامتداد شب
تاند
ټاټوبى
روسيه
ملي غورځنګ
ايران
المان
هشت صبح
راه نجات
پشتو
بينوا رسنۍ
هوسۍ بلاګفا
ارمان ملي
جهان نيوز
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

طراح قالب
دیجیتال کیوان