تبليغاتX
شپيلۍ
ادبي او فرهنګي وېبلاګ

ليكوال:پوهنمل عبدالقديرخموش

 

هره ليكنه له دوه اړخه د ارزيابۍ وړ ده

 

الف: پيغام

 

له دې اړخه يوه ښه ليكنه ددې لاندې صفاتو لرونكې وي.

 

دوخت غوښتنو ته پاملرنه: په دې كې شك نشته چې هر اصل يا په بدلون كې وي او يا په خپله بڼه پاتې كېږي. دبيلګې په توګه يو وخت دبيليارد لوبه چا نخوښوله او لوبوال به يې بد خلك بلل ، حال دا چې نن دالمپيك په چوكاټ كې يوه رسيمي لوبه ده.يوه ښه ليكنه هغه ده چې همدې مسالې ته په پاملرنه ليكل شوې وي.

 

دمخاطب له غوښتنو سره هماهنګي: هره ليكنه ځانته خاص لوستونكي لري  ليكوال بايد پوه وي چې ليكنه يې دچا لپاره ده دماشومانو ځوانانو او يا په ځانګړې برخه كې دتخصص لرونكو ته. ليكوال بايد  دمخاطبو دسنينو په پام كې نيولو سره خپله ليكنه  پيل او بشپړه كړي.

 

دقطعي واضع او مسلمو مسايلو بيان: تر هغه چې ديوې مسالې اړخونه واضع او مسلم نه وي ښه ليكوال دهغو په ليكلو لاس نه پورې كوي.

 

ب: انشا

 

دليكوالۍ داصول په بنياد بايد يوه ښه انشا   داتو لاندينيو اصولو لرونكې وي:

 

رواني او ساده ګي : هر څومره چې لغات ساده او روان وي دليك په ښايستوب كې مرسته كوي. يو شمير كسان دي چې غواړي په خپلو ليكنو كې مغلق او پېچلي لغات ،اصطلاحګانې او تركيبات وكاروي، دوي نه دي پوه چې اوس خلك په داسې ليكنو سر نخوږوي او يوازې غواړي چې له ليكنو نوې موضوع ګانې تر لاسه كړي.

 

يو والى او وحدت: د موضوع تر منځ وحدت هم دې ښې انشا يوه نښه ده. هره موضوع بايد يوه اساسي يا اصلي او څو فرعي پيغامونه ولري . اصلي پيغام بايد دليكنې تر پايه پورې وساتل شي او فرعي پيغامونه هم بايد دومره ډېر نشي  چې اصلي پيغام تر خپلې اغېزې لاندې راولي .

 

ښايستوب: له لفظي او معنوي ښايستونو،اصطلاحګانو، متلونواو تلميح ګانو ګټه اخيستنه  ليكنې ته جذابيت وربښي. په دې شرط چې  پكې له افراط نه كار وانخيستل شي.

 

 دقلم دعفت ساتل: دقلم دعفت ساتل په دې مانا چې ليكوال بايد دركيكو او دادب له چوكاټ نه بهر الفاظ په ليكنه كې ونه كاروي دا ځكه چې دا كار ليكوال او ليكنه  دواړه دخلكو له سترګو غورځوي.

 

امانتداري: ليكوال بايد دهر مهم مطلب دنقل په صورت كې دهغه موخذ ذكر كړي  او دليكنې په پاي كې يې وليكي. حتي كه دا نقل يوه جمله او يا يوه وړه اصطلاح هم وي هغه بايد په لينديو كې وليكل شي پرته له دې ليكنه له اعتباره  لوېږي او ددې كار كړونكي ادبي غل بلل كېږي.

 

موسيقي او اهنګ: دا په دې مانا چې بايد جملو كې وزن او قافيه او دلنډو او لوړو اوازونو تكرار په سمه توګه وشي . ځكه دا كار جملو ته موسيقي او اهنګ وربښي او ليكنې ته ښايست وركوي.

 

اعتدال: ديوې موضوع په ليكلو كې بايد اعتدال وساتل شي نه ليكنه دومره وغزېږي چې  اضافي خبرو ته لار پرانيستله شي او نه دومره لنډه شي چې مطلب  ترې ورك شي.

 

ښكلى جوړښت: يوه ليكنه بايد دجوړښت له پلوه ددې لاندې ټكو لرونكې وي.

 

الف: منطقي نظم: هره ليكنه له سريزې پيلېږي  بيا اصل موضوع او په پايله تماميږي . ليكوال دې ټكي ته په پام كې نيولو سره بايد داسې ليكنه وكړي چې هره برخه يې له بلې سره  داندازې او موضوع په اساس منطقي نظم ولري داسې نه چې سريزه له اصلې موضوع څخه اوږده او يا اصل موضوع بيځايه ډېره وغزول شي.

 

ب: دبندونو يا پراګرافونو بيلونه: ددې لپاره چې لوستونكى ژر موضوع ته ورسېږي او يوه موضوع له بلې بېله شي نو بايد هره برخه په بيل پراګراف كې ونيول شي.

 

ج: سمه املا: الفاظ، تركيبونه  او لغات بايد هم سم وليكل شي اوهم پرې پوه شئ  تر هغه چې دهر يوه په مانا نه يي پوه شوي مه يې ليكئ

 

د: ګرامري جوړښت: دګرامر مراعات په ليكنه كې  اړينه برخه ده  ليكوال بايد په ګرامر ي اصولو پوه او په ليكنه كې يې  دمراعات توان ولري.

 

ه: دليك نښو مراعات: دليك نښو مراعات په ليكنه كې، لوستونكي ته په لوستلو كې مرسته رسوي  چې ليكنه سمه ولولي او ژر ځان پرې پوه كړي.

 

و: دپرديو لغاتو او اصطلاحګانو ډه ډه : دپرديو او پيچلو لغاتو او اصطلاحګانو كارول  په ليكنه كې  لوستونكي ته دا ستونزه پيدا كوي چې ژر دليكوال په موخه پوه شي  او لاس ته راوړنه تر ې وكړي.

 

ز: سم او ښكي ليكل: مقصد دښكلي ليكلو نه دخط ښكلا نه ده بلكه واضع او خوانا ليكل مراد دى. دليك  په وخت  بايد ليكوال  دپاڼې حاشيه او د كرښو ترمنځ فاصلې ته هم پاملرنه وشي

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 

 

ليكوال: پوهنمل عبدالقدير خموش

 

د نثر ژبه د بيان په اعتبار په څو ډوله ويشل كېږي:

۱- علمي ژبه: علمي ژبه هغه ژبه ده، چې په مستقيمه، صريح او روښانه توګه د مفاهيمو په لېږد كې مرسته كوي.

۲- عاميانه ژبه: دا هغه ژبه ده، چې د ورځنيو چارو ارتباط پرې ټينګېږي.

۳- ادبي ژبه: دا بيا هغه ژبه ده، چې د ليكوال پيغام په عاطفي او هنري توګه  لوستونكي ته رسوي.

د علمي او ادبي ژبو توپير

 الف: په علمي ژبو كې ليكوال له اسانه او ساده كلمو او تركيبونو څخه استفاده كوي. خپلې جملې لنډې، مستقيمې او صريح بيانوي. حال دا چې په ادبي ژبه كې ليكوال يوازې د پيغام په رسولو اړ نه دى، بلكه د خپل ذهن د مفاهيمو د رسولو مسوول دى. په دې ډول، چې په كې له تشبيهاتو، استعارو، كنايو، مجاز او ... څخه استفاده شوې وي.

ب: علمي ژبه غواړي، يوازې خپل پيغام لوستونكي ته ورسوي، په داسې حال كې چې ادبي ژبه د لوستونكي د غبرګون په لټه كې وي. غواړي خپل مستقيم تاثير د لوستونكي په روان پرېږدي.

ج: په ادبي ژبه كې هره كلمه خپل موضوعيت لري او ليكونكى يې د سم  استعمال تمه لري، خو په علمي ژبه كې دې ټكي ته پام نشته او ليكوال يوازې او يوازې غواړي خپل مفاهيم لوستونكي ته ورسوي.

د ادبي او عاميانه ژبو توپير:

په ادبي ژبه كې ليكونكى د تشبيهاتو، استعارو، كنايو، مجاز او نورو ښايستونو تابع وي، حال دا چې په عاميانه ژبه كې ليكوال د كوم خاص معيار تابع نه وي. په هر ډول چې خبرې كېږي هماغسې ليكل كېږي هم.

 

 

يادونې:

ليكونكي د ژبې په غوره كولو كې خلاص لاس لري او هره ژبه، چې  ده ته خوښه وي د ليكنې لپاره يې ټاكلى شي، خو دا هم سمه نه ده چې ليكوال يوازې په يوه ژبه ځان عادت كړي. ځكه كله داسې پېښېږي، چې هره ژبه ځانته خاص د استعمال ضرورت پيدا كوي. د بيلګې په توګه كه څوك يو داستان ليكي او په هغه كې د دوو تنو ترمنځ د ديالوګ تصوير هم كاږي نو دلته ليكونكى اړ دى، چې له عاميانه ژبې كار واخلي.

 

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 

 

ليكوال:پوهنمل :عبدالقديرخموش

  

د ليكوال په صفاتو تر پوهېدو وروسته ښه به دا وي، چې په دې هم پوه شو، چې د ليكوال كېدو لپاره بايد څه وكړو؟

 

پخپله ليكوال دوې لارې پېشنهادوي:

 

الف: لوستل: تر بل هر كار وړاندې بايد لوستل وكړو او هڅه مو دا وي، چې ډېر كتابونه ووايو. د مطالعې يا لوست لپاره كولى شو ځانګړى مهال ويش ولرو، حد اقل بايد په ورځ كې يو ساعت كتاب،ورځپاڼه يا مجله ولولو.

 

د كتاب يا بلې هرې ليكنې په لوستلو كې بايد لاندې ټكي په پام كې ونيول شي:

 

۱- كومه ليكنه، چې وايئ هغه بايد تاسو ته په زړه پورې وي. د خپل ذوق مطابق موضوع غوره كړئ. د لوستلو هدف بايد د موضوع تر لوستلو مخكې په ګوته شي او بيا د هماغه هدف په رڼا كې مطالعه وشي.

 

۲- كله چې د يو چا په كتاب يا يوه ليكنه شك لرئ، له بل چا سره خپله ستونزه ګډه كړئ او له هغه نه لارښوونه وغواړئ.

 

۳- دا چې ستاسو هيله ليكوال كېدل دي نو د بل هر كتاب نه وړاندې ادبي كتابونه او په ځانګړي توګه د معاصر ادب كتابونه ولولئ، لكه شعر او داستان

 

داستانونه او كيسې ستاسو نثر ته قوت وربښي، د شعر او ادبي ټوټې لوستل مو د لغاتو پانګه پياوړې كوي او همدا شان د نورو كتابونو ورځپاڼو او مجلو لوستل مو فكري ملاتړ ته وده وركوي.

 

۴-وروسته له لوستلو لږ څه په موضوع سوچ وكړئ، مطالب يې په ذهن كې وروزئ، كوم سوال مو چې ذهن ته راځي د هغه د حل په لټه كې شئ او بيا د نوموړې موضوع لنډيز په خپله كتابچه كې درسره وليكئ، دا د دې لپاره چې كېداي شي يوه موضوع مو له ياده ووځي، هغه ياداشت درسره مرسته كوي.

 

۵- بايد په ياد ولرئ، چې جملې، عبارات، تركيبونه، لنډۍ، متلونه، بيتونه او اصطلاحګانې هميشه په ذهن كې وساتئ او ګردان يې كړئ. دا كار بايد ځكه وكړئ، چې بيا يې په خپلو ليكنو كې وكاروئ.

 

ب: ليكل: وروسته له لوستلو د ليكلو پړاو رسېږي او په ليكلو كې دې ټكو ته پاملرنه ضرور ده:

 

۱- ليكنه  نه وخت غواړي ، نه ځاى او نه حالت، هر كله بايد د قلم په وسله سمبال اوسئ او په هر ځاى كې، چې په كومه موضوع ورپېښېږي هغه بايد ياداشت كړئ. كله چې بيرته راستانه شوئ د ياداشتونو له منځه ځانته د ليكلو موضوع وټاكئ او ليكنه وكړئ.

 

۲-يو شمير نوي ليكوال له ليكلو ويره لري او په دې سوچ كې وي كه څه وليكي، هغه به د ګوتنيونو لاندې راشي او د ملنډو به شي. زموږ سپارښتنه دې ډول ليكوالو ته دا ده، چې وېره دې نه لري، هر څه يې چې په زړه ورځي و دې ليكي.هيره دې نه وي، چې هر پوخ ليكوال د خامۍ دغه پړاو تير كړى دى.

 

۳-دا چې د كار په پيل كې ياست د خاصې يا ځانګړې موضوع  په لټه كې مه اوسئ. په هر څه چې مخ شوئ ليكنه پرې وكړئ، كه هغه له يوه عادي سړي سره ستاسو ليدنه وي او كه له دندې تر كوره پورې ستاسو تګ وي.

 

۴-حتمى دا پوښتنه مو په ذهن كې ده، چې يې له كومه ځايه پيل كړو؟

 

د دې لپاره چې اسانه لاره مو غوره كړې وي دا ټكي په ياد ولرئ:

 

الف: د وينا او ليك د ژبې تر منځ ډېر توپير شته، كله چې له چا سره خبرې كوئ نو خامخا به  خپله لهجه كاروئ لكه: (او وړكيه دلته راشه.) همدغه وينا اوس كه د ليك په ژبه راوړئ نو مجبور ياست داسې يې وليكئ( او هلكه دلته راشه.)

 

همدغه د وينا ژبه د ليك په ژبه اړونه د يوه نوي ليكوال د كار پيل كېداى شي.

 

ب: كوم شى چې په كومه بڼه وينئ په هماغه بڼه يې وليكئ. كومه پېښه مو چې د سترګو تر وړاندې پېښه شوې او يا مو له چا سره مركه پرې كړې او يا دا چې له چا مو اورېدلې او كوم فكر چې خپله تاسو ته پيدا شوى دا ټولې ستاسو د ليكنې موضوع كېداي شي.

 

ج: د ګل، باغ، شمع، پتنګ، بورا او داسې نورو طبيعي ښكلاوو ستاينه يوه بله غوره لاره ده. كوم شى، چې تاسو په خپل چاپيريال كې وينئ  هغه په ساده ژبه وليكئ او دا ليكنه بيا په كنايو تشبيهاتو، استعارو او... لا پسې ښكلې كړئ.

 

د: د ليكنې په وخت كې دا پوښتنې هم په ذهن كې ځاى كړئ:

 

څه شى ليكم؟

 

ولې يې ليكم؟

 

چاته يې ليكم؟

 

څنګه يې ليكم؟

 

چېرې يې ليكم؟

 

 

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 
عبدالقدیرخموش

شب

با هیاهوسرد

اتش فشان زخم مرا

ترجمه میکند

انعکاس لبخند کی

این درد

تنهایی را

خواهد شنید

وقتی تو نیستی

+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 
عبدالقدير خموش
كه موږ دخپل هېواد تېر تاريخ ته يوه ځغلنده كتنه وكړو،نو وبګورو ،چې ښځو دنارېنوو تر څنګ دژوند
په ټولو چاروكې ګډه برخه لرلې ده.څه دا چارې درزم په برخه كې وي او كه دبزم، كار وي كه زيار،وږه وي كه تنده،دهرې برخې چې يادونه وكړو،سم لاسي موذهن ته يوه بله ځلانده څېره ودرېږي،چې هغه دښځې ده.موږ او زموږ نه وروسته به هم هېڅوك ونكړاى شي،چې دا مطرح موجود له صحنې وباسي،يا يې كار نامې په هېڅ كې وشميري.لكه څنګه مو چې پورته يادونه وكړه ښځو دژوند په هره برخه كې خپله ونډه لرلې،چې موږ يې په ادبياتو كې دښځو په ونډه يوه لنډه كتنه لرو.
ښځې زموږ د ادبياتو يوه ځانګړې برخه جوړوي كه څه دا ولسي ادبيات وي او كه ليكني ادبيات،چې ولسي ادب ته شفاهي ادب،زباني ادب،يا فولكلو او ليكني ادب ته كتابي ادب،تحريري ادب يا دپوهانو ادب ويلى شو.
موږ په ډېر شمير ليكوالې لرو ،چې په ليكني توګه يې ګرانبيه اثار راپاتې دي،چې دهغو له شمېرې څخه د زرغونې انا دنوم يادونه كولاى شو.همدا شان ښځو په اولسي ادبياتو كې هم تر نارينوو ډېره برخه لرلې او داولسي ادب په هرډول فورم كې يې اغېزه تر سترګو كېږي.دبيلګې په توګه دلنډيو ويونكي ،چې زموږ داولسي ادب يوه بډايه او شتمنه برخه ده اكثرآ ښځې دي اويا د ښځو له خولې ويل شوې دي.لكه:
په سنګر بيا ټكونه وشول ميړه به مري موزي به بيا كور ته راځينه
خلك كالي كوي اختر دى زه دشهيد كالي په غېږ كې ګرزومه
همدا شان په سروكيو او يا نيمكيو كې،چې وايي:
داتڼ سر:
پرې مې ږده داتورې زلفې چې په مخ زانګي مه ږده د رانجو خالو نه سبا به وران شي
داتڼ سر دلنډيو سره:
سترګې دتورې په رنجو كړه مه ږده د رانجو خالونه دمساپر اشنا د غږ دى رابشينه
مه ږده د رانجو خالونه سبا به وران شي پرې مې ږده داتورې زلفې چې په مخ زانګي
همدا شان نارينه هم ددوي شتون په ادبياتو كې(ولسي ادب،او ليكني ادب)يوه ضروري او بشپړونكې برخه بولي او په دې اند دي ،چې كه ښځه نه واى نو زموږ ادبيات به دخوند او ښكلا تش او بې مالګې ويناوې به واى.
زه په دې عقيده يم،چې دښځو شتون دى،چې دنارينوو په ادبي اثاروكې يې قوت او جذابيت په برخه كړى. نو ددې لپاره چې ددې خقيقت سپيناوى شوى وي په دې ليكنه كې مې دمشت نمونې خروار په توګه دپښتو او دنړۍ له ادبه څخه مې هغه متلونه راغونډ كړي ،چې په هغه كې دښځو يادونه شوې ده. خو له هر څه نه وړاندې بايد ووايم چې متل څه شي ته وايي:
متلونه څه ته وايي:
په پښتو خو متل هغو لنډو ويناوو ته وايي چي د ښو معناوو او حكمتو څخه ډكي ويخو بيا هم دمتلونو تعريف ته ډول ډول كرښې ايستل شوې خو كه ټول سره را ونغاړو دا يوه موضوع ترې تر لاسه كېږي چې، متلونه دخلكو هغه سپيڅلې،پاكې معني دارى او لويې لويې لنډې جملې دي چې د اولس دثقافت ،فرهنګ ،علم او پوهې، كړو وړو ژوندۍ نمونې او داولسي پوهانو دلوړو افكارو نمايندګان دي.
متلونه له ډېر پخوا څخه موجود او زموږ دنيكونو غوره قيمتي تللې پخې وينا وې دي، چې دلنډيو په شان خوله په خوله تر دې وخته را رسيدلي دي .دمتلونو تاريخ هم دلنډيو په شان معلوم ندى او نه يې ويونكي معلوم دي ، بلكې په هره زمانه كې ويل كېږي او هر پښتون او پښتنه يې وايي، متلونه دټولو پښتنو دخولې مرغلرې دي، چې خورې ورې دخلكو په ذهن او حافظه كې پرتې دي دپښتو هر متل لكه لنډۍ غوندې يو ځانګړى خپلواك مضمون او مطلب لري او يا په بل عبارت ديوې پېښې او واقعې لنډيز دى.
ددې لپاره چې متل دخلكو لخوا ومنل شي، لومړى بايد لنډ با مانا، با مفهومه او بيا ساده او دخلكو په ژبه وي. همدا شان متل بايد ځانته خاص تون يا اهنګ او موسيقيت ولري، چې دخلكو په غوږو خوږ ولګي او په ماغزو كې يې سم لاسي ځاي ونيسي .
په پښتو متلونو كې ښځه:
الف
- ابۍ مړه شوه تبه يې وشكيده.
- اميرې وركې شوې مينځې ملكې شوې.
- اميرې يې وركوي شيڅ ميرى يې نه وركوي.
- ابۍ پې په خپله وڅښلې پردۍ پيشو په يټو كې زغلوي.
- ابۍ زړه شوه له شوقه ونه لويده.
- ابۍ چې دزړه كوي په څمڅه كې تبى وكړي.
- ابۍ كه رښتيا ووايم بيا مې وهې.
- ابۍ كه له زړه وكړي له اربشو كپچې وكړي.
- اور پسې راغلې ده.
- ارمان به كړې هلكه بيا به نه مومې ادكه.
ج:
- چنت دمور او پلار تر پښو لاندې دى.
- جنۍ هلته جنۍ شي چې دمنګي دسپرولو شي.
خ:
- خواره شي مكارې چې هم جنګ كوې هم ژاړې.
- خواره كړې هغه مينڅه چې دمينځې مخ مينځي.
- خويندې مړې شوې چې پاتې ميرې شوې.
- خرابه ښځه دبل ده.
- خواري ما وكړه دكندو ميرمن هغه شوه.
- خور مې خور خورزه مې دزړه ټكور.
- خورې تخت درته غواړم بخت د خپل دى.
- خور يې دماما دمينې دښمن ده.
چ:
- چې ماشوم ونه ژاړي مور شيدې نه وركوي.
- چې ځوان وم دنجونو يار وم چې زوړ شوم دنجونو پيغور شوم.
- چې په سر يې ګرزوي سر به در باندې ګرځي.(ښځه)
- چې د واده ميرمن متيزه ولاړه نو سرود چا ته غږوې.
- چې ابۍ دزړه وكړي په تروو كې هم كوچ ساتي.
- چې زما په ډوډۍ مست شوې بيا زما دمور ميړه شوې.
- چې زما تر وړاندې وشوې بيا زما دمور ميړه شوې.
- چې مور ننګيالۍ نه وي زوي نه فتح خان كېږي.
- چې مور ميره شي پلار پلندر شي.
- چې ځوان وم دنجونو ځان وم چې زوړ شوم د ښځو پيغور شوم.
- چې ښځه شي بې شرمه ميړه پرېباسي له شرمه.
- چا دمور په نس كې نه ده زده كړه كړې.
- چې كونډه شي بر بنډه شي.
- چې مور دې مي په ناز به دې واده كړي.
- چې نه دې وي له موره هغه ته مه وايه چې وروره.
- چې خوله يې خوري سترګې يې شرمېږي.
ځ:
- ځوانه ښځه دميړه خوا وهي.
د:
- دښځې ژړا دمكر خندا ده.
- دسپينې خولې ياران دي.
- دلور كبر ته ګوره دمور نېستۍ ته ګوره.
ښ:
- ښځه دكور مالګه ده.
- ښځه يا په كور ده يا په ګور ده.
- ښځه بايد پرده او حجاب ولري.
- ښځو په سابو ږيره وركړې ده.
- ښځې ته حال ويل په ځان اور لګول دي.
- ښځه كږه پښتۍ ده.
- ښځه كږه پښتۍ ده ماته به يې كړې خو سمه به يې نه كړې.
- ښځه مې دنجل وي سل مې د زامن وي.
- ښځه نه تخت غواړي نه بخت دميړه مخ غواړي.
- ښځي ته دباندې حال مه وايه.
- ښځې وايي: ميړه دخوړ كاڼي دي يو اچوه بل اخله .
- ښځا له اجاغه غواړه خوراو لور ولندبل ته وركوه.
- ښځه دميړه خوښه ده كه دكلي ،كلي وايي چې دميړه خوښه ده نه دكلي.
- ښځه شريكه ښه ده نه مال شريك.
- ښځه دشيطان لومه ده.
- ښځه كول اسانه ده پايڅه يې ګرانه ده.
- ښځه په كالو نه درنېږي او نر په وسله.
- ښځه چې زړه شي خوله يې پسته شي.
- ښځه دتن جامه ده.
- ښځه دميړه جامه ده.
- ښځه دكور څراغ دى.
- ښځه دښامار جنګ ته تياره ده.
- ښځه كه هر څومره ښه ده دسړي ځاي نشي نيولى.
ل:
- ليلي ښځه وه كه نر.
- لور دمور كوڅې ګوري زوي دپلار پټكى ګوري.
- لور له موره زوي له پلاره معلومېږي.
- لور يې خوږه مور يې ترخه زوي يې پاك حرامزاده.
- لور په غاړه ميږ مرداره.
- ليلا ته دمجنون په سترګه ګوره.
- ليلا بيا په كلي ولاړه يا به لچ راوړي يا غاړه.
- لورې ګرانه به دې وايم څوك به دې نه واده كوي.
- لور دكور بركت دى.
م:
- مېړنۍ ده چې يادېږي.
- مينځه چې توده شي هماغلته ويده شي.
- مور يې ګوره لور يې غواړه.
- مور يې په سوال شړمبې غواړي لور يې په چارك غوړو سر نه غوړوي.
- لور او مور جنګ وكړ كم عقلو پرې باور وكړ.
- ماشوم دمور دخولې بوي پيژني.
- مور او پلار يې په قاضي هلكان يې په بازي.
- مور يې چې درخانۍ وي لور يې ښاپيرۍ وي.
- مور نه ميره كېږي.
ن:
- ناوې له اولې ورځې مالوميږي.
- ناوې په خوله هى هى لري په زړه ګوړې ماتوي.
- ناوې په خوله ژاړي په زړه ګوړې ماتوي.
- ناوې خو به مې ته كړې وينكى به راباندې څوك وكړي.
- نوې ناوه راغله نوى دود يې كېښود.
- نوې نجونې راغلې نوى دود يې راوړ.
به اخر كې دا خبره هم يادول غواړم داچې متل هر ډول تاريخي ،رزمي ،بزمي ،فكاهي ،طنزي او .... مفاهيم را نغاړي نو كه په دې ليكنه كې له داسي متلونو سره سر شوى چې په هغو كې له ښځو سره ټوكې شوې وې ماته بښنه وكړى ځكه دا زما وينا نه بلكې داولس ويناوې دي.
+ليكوال:  -> عبدالقدير خموش | 
 
لومړى مخ
برېښناليك
زيرمتون
دويبلاك په هكله
زه عبدالقدير "خموش" دانجينر صا حب نظر محمد "نوري"زوي په خټه وردگ پښتون ،په 1351 لمريز کال دکب د ميا شتي په شپاړ سمه نيټه دکابل په سلام غونډۍ کي زېږېدلى يم. اصلي پلرنى ټاټوبى مې دوردگو ولا يت چک ولسوالي دعربا نو دسمسورې درې دچورک خيلو کلي دى.
په 1358 لمريز کال دخير خاني ميني دعبدالغفور "نديم" په منځني ښوونځي کي شامل شوم د اتم ټولگي له بشپړولو وروسته مې د نادرئي په ليسه کي خپلي پاتي زده کړې پاي ته ور سولې .
دکانکور په ازموينه کي پيداکوژي انستيتيوت ته معرفي شوم او د نوموړي انستيتيوت د ژبواوادبياتوپوهنځۍ پښتوځانگه مې دخپلو عالي زده كړو لپاره غوره كړه
دخپل منځني جگړو په پايله کي مې دزدکړې موده اږده شوه ترڅو په 1377 لمريز کال له دغه انيستيتوت څخه بريالى راووتم .
له فارغيدو سره جوخت په نوموړي انيستيتوت كې داستاد په توګه ومنل شوم .
دکال په تيريدو مي د خپلي څانگي (پښتو) دامريت مسؤليت هم په برخه شو دطالبا نو له ماتي څخه وروسته په 1380 لمريز کال داستا دانو په غوښتنه دپوهنځۍ دتدريسي مرستيال په توگه تعين شوم
په 1381 لمريز کال په نا څاپي توگه دمطبوعاتو لمني ته وروغورځيدم اود کليد په اوونيزه کي مي دژورناليست دنده د استادۍ تر څنگ خپله کړه دلږ مودې په تيريدو سره ددغې اوونيزې دپښتو برخې او لږ وروسته ددوا ړو ژبو (پښتو،دري) مسووليت را په غاړه شو .اوددواړو ژبو دکتني استاذى شوم يو کال وروسته دمرسل اوونيزې دتصحيح اوکليد اوونيزې دمرستيالۍ دندې راوسپارل شوه او همداشان دژورنالستۍ د دندې په دوهم کال کې دپخلاينې په نامه ديوې بلې جريدې دتصحيح دنده هم را وسپارل شوه
او اوس په دواړو برخو (ژورناليزم او استادۍ) كې په كار بوخت يم هيره دې نه وي چې دهغه وخت پيداګوژي انيستيتوت او س دكابل دښوونې او روزنې په پوهنتون بدل شوى

ورځنۍ اړيكې
د احمد فرزان ویبلاګ
دورځنيو اړيكو زيرمتون
مخكينۍ اړيكې
هفته دوم تیر 1388
هفته چهارم اردیبهشت 1388
هفته سوم بهمن 1387
هفته سوم تیر 1387
هفته چهارم بهمن 1386
هفته چهارم دی 1386
هفته سوم دی 1386
هفته دوم دی 1386
هفته چهارم آذر 1386
هفته چهارم آبان 1386
هفته سوم آبان 1386
هفته دوم آبان 1386
هفته چهارم اردیبهشت 1386
هفته سوم اردیبهشت 1386
هفته دوم اردیبهشت 1386
هفته چهارم فروردین 1386
هفته سوم فروردین 1386
هفته دوم فروردین 1386
هفته اوّل فروردین 1386
هفته چهارم اسفند 1385
دليكنو زيرمتون
شعرونه
لنډې كيسې
څېړنيزې ليكنې
فلكلوري ليكنې
پېژندګلوي
په وردگو کی نننۍ او پرونۍ څهری
شاعران او ليكوالان
خواږه نثرونه
اړيكې
قلیاقل ( طنز و داستان)
د لونګو دريڅې ( ادبي او فرهنګي)
ماشومه مينه: ښځينه ادبي او ټولنيز ويبلاګ
خپريال
افغان ادبي بهير
دلوړو زده كړو ويب سايت
داستانونه
هوسۍ
اراكوزيا
پښتو قاموس
روهي
ګل اغا احمدي وردګ
صدای سوخته
سپلمي
شين ڼاغي
ليكوال
نوید ژورنال
سپرغی
همت الله امين زى
زنده ګي
رشتینی افغانان
نیوز پارسی
سپیده دم
هلمند
افغان بیست سایت
درامتداد شب
تاند
ټاټوبى
روسيه
ملي غورځنګ
ايران
المان
هشت صبح
راه نجات
پشتو
بينوا رسنۍ
هوسۍ بلاګفا
ارمان ملي
جهان نيوز
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

طراح قالب
دیجیتال کیوان