![]() |
![]() |
|
| ادبي او فرهنګي وېبلاګ |
|
متنونه معمولا په درېو برخو دويش وړ دي نارينه متن ښځينه متن او مخنث متن او دا ويش ددې لپاره دپام وړ دى تر څو د متونو او په خاصه توګه د منظومومتونوپه برخه كې په دې پوه شو چې دا نظم د ښځې لخوا نارينه ته ويل شوى او يا د نارينه له خوا ښځينه ته. تاسې به هرومروداوايي چې دا كار خو د الفاظو له مخې هم معلومولى شو ځكه په متن كې د ښځينه او نارينه نوم نښې موږ ته دا سوال ځوابولى شي ليكن بايد هيره نكړو چې داسې اشعار هم شته چې نه دا نښې لري او نه يې هم نارينه او يا ښځينه ته اطلاق كولى شو لكه: دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
ګرانو علم دوسته او فرهنګیانو هیوادوالو ! ستاسو ورور او خدمت ګار پوهندوی عبدالقدیر خموش کابل ولایتی شورا ته ستاسو عزیزانو دراییو په هیله نوماند دی که غواړی یو زړه سواند ، په هیواد او خلکو مین نوماند ته رایه ورکړی، نو په ما باور وکړی. ستاسو رایه به په ځای کارېدلې وي. انتخاباتی نښه: څلور کوزې لومړۍ پاڼه ۴۹ شمېره
|
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
څېړونکی:پوهنمل عبدالقدير خموش: ناول لاتيني کليمه ده د عجيبه څيزپه مانا او په ادبي اصطلاح کي دهغو انساني جذباتو او احساساتو بيان کوي چي په اظهاريې د نورو انسانانو همدردي پيداشي،په ناول کي د انساني ژوند لوړې ژورې، موجودې وي، د انسان له پيدايښت څخه تر پايښت پورې چي کوم واقيعات پيښيږي د ټولو تصويرونه د خپل فن، سکالو (موضوع) ګرځوي، د ناول دنيا د حقيقي دنيا په شان د زمان او مکان او په نړۍ کې دپيښو د رښتيـنوالي پربنا ولاړه وي(1) په تيرو تقريبا دوه پېړيو کې په اروپا او دنړۍ په ځينو نورو برخو کې ناول بې سياله ژانر ګڼل شوی دی . د۱۸ پيړۍ له لومړيو رانيولې بيا تر ننه پورې ناول وار په وار وده کړې ده . دناول دپيدايښت په هکله ګڼ شمير تاريخ ليکونکي د هسپانيا د ۱۶ پيړۍ ددويمې نيمايي مشهور ليکوال "سروانتس" او د "دون کيشوت" دشهکارليکونکی راپه ګوتو کوی.
دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
عبدالکريم خُرم دوردګو دسيداباد ولسوالۍ اوسېدونکى دى چې په ١٣٤٢کال په کابل کې زيږېدلى دى ده خپلې لومړنۍ زده کړې درابيا په ښوونځي کې تر سره کړې او بيا يې ثانوي زده کړې په استقلال لېسه کې سرته ورسولې . په کال ١٣٦٠ کې له دغې لېسې څخه فارغ شو او د کانکور له ازموينې نه وروسته د کابل پولې تخنيک انستېتيوت دمهندسۍ په پوهنځي کې په زده کړه بوخت شو . دلوړو زده کړو د لومړي کال په جريان کې د١٣٦١ کال دسنبلې په مياشت کې د درېيم ځل لپاره د کمونيستي نظام ضد فعاليتونو درلودلو په تور د هغه وخت دجاسوسې شبکې (خاد) له خوا په نيمه شپه کې له خپله کوره ونيول شو او بنديخانې ته ولېږدول شو . کله چې دى د لېسې د نهم کال زده کوونکى وً کمونيستانو د يوې کودتا له لارې قدرت ونيو .له همغې شېبې ده درک کړه چې د نوي حاکمه قدرت سره يې لاره بېله ده ، لکه د نورو ځوانانو په شان ،عبدالکريم خُرم په دې لټه کې شو چې کمونيستي کندې ته د هېواد د لوېدلو علت پيدا کړي . په همدې لټه کې يې د نړۍ د سياسي مفکرينو د آثارو لوستل پيل کړل . ددې تر څنګ عبدالکريم خُرم عملاً د مجاهدينو سره په کابل ښار کې د کمونستي نظام پر ضد فعاليت کولو او د متعلمينو او محصلينو د فرهنګي چارو تر لوړو مسووليتونو پورې يې دندې په غاړه درلودلې چې په همدې علت دوه ځله د کمو ورځو لپاره او درېيم ځل د دريو کالونو لپاره بندي او جېل ته واچول شو . دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
دهايكو شكل: هايكو جاپاني كلمه ده او د ادب په اصطلاح كې دشعر پيل ته وايي. نن ورځ دنړۍ ټول خلك هايكو دجاپاني شعر په نامه پيژني. واقعیت هم همدا دى چې، دهايكو شعردلومړي ځل لپاره په جاپان كې دجاپاني شاعرانو لخوا وويل شو. هايكو دلنډو شعرونو يوه ځانګړې بڼه ده. دومره خوند چې، دجاپاني ژبې په هايكو كې پروت دى په بله ژبه كې نشته سم دم_ كه سهوه شوى نه وم_ هغه خوند چې، دپښتو ژبې په لنډيو كې دى. هايكو په دريو نيم بيتيو كې ويل كېږي. په دې ډول چې، لومړى او دوهمه نيم بيتي يې پينځه_ پينځه څپې او درېيمه نيم بيتي يې اووه څپې وي. په ټوليزه توګه دټولو څپو شميريې اوولسو څپو ته رسېږي. هايكو د وزن او قافيې له پلوه ازاده ده،مانا دا چې، هايكو نه وزن لري او نه قافيه. خو په خپل لنډ او ساده انداز كې يو كوچنى خو روڼ انځور زموږ ترمخه ږدي. دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
ليكوال:عبدالقدير خموش ځانځاني ښاماردلوى عالم، فيلسوف اوليكوال شهيد ډاكترسيدبهاوالدين مجروح يوعالي، فلسفي اثردى، چې په روانه پښتود آزاد شعرپه قالب كې په ۴- ۸ او ۱۲ څپوكې ليكل شوى دى. په لومړي نظركې ځانځاني ښامار، چې دداستان په بڼه په خپل ځان كې ديوه انسان سفردى، درى كركترونه پكې ترسترګوكيږي، لاروى، ايګو، اودمينې الهى، خوكله چې داثرپايته رسيږو، دې پايلې ته رسيږو، چې داكيداى شي درى نه بلكې يوكركتروي، چې دخپل وجودپه دننه كې منزل كوي، دغه اثر، چې دلاروي په روايت پېليږي اودهغه دسفركيسه ده، ترډېره بريده دسمبول او ايماژونوپه ژبه راسره غږيږي اوپه خپله دليكوال په وينا دانساني ژور طبيعت اوعصيان بيان دى، چې دغه واقعيت درى جلا اړخونه لري يو يې نفسي انفرادي، بل ټولنيزاوسياسي اودريم ددې دواړو اړخونو يوتركيب دى، چې دليكوال په وينادانساني موجوديت فلسفي معنى ده. دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
طنز چې په مختلفو قاموسونو كې طعنه، تمسخراو ملڼډې ژباړل شوى د ادبياتو لويه برخه ده او د نړۍ په اكثره هيوادونوكې د يوې خپلواكې ادبي نوع په بڼه پيژندل كېږي. دا په دې چې طنز وكولى شول د ادبياتو متفاوته او متعدده برخه اوهمدا شان د ژورنالېزم يوه برخه په خپله اولكه كې راولي او نور هغو پخوانيو څو ځانګړوقالبونو كې ګير پاتې نشي . طنز كولاى شي تمثيلي، تصويري، منظوم ،منثور داستاني او ژورناليستيك واوسي. طنز كولى شي رومان وي اويا د يوې لنډې جملې په قالب كې راشي. مانا داچې هره هغه ليكنه كه منظوم وي كه منثوركه تصويروي كه تمثيل اويا كه كارتوني فيلم چې، په هغه كې د شخص او يا ټولنې عيبونه نيمګړتياوې او نارسايۍ په هنرمندانه بڼه دخندا او ظرافت په پوښښ كې راوړل شي طنزي ادبيات دي.خو هدف بايد په نوموړي شخص اويا ټولنه كې د مثبت بدلون او اصلاح راوستل وي نه يوازې دخلكو خندول دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
ليكوال:خموش احسان الله (ارينزى) دمرحوم حاجي محمد عمر وردګ زوى دى. په ۱۹۵۴ م كال د جنوري ۱۵ نېټه د كا بل په زاړه ښار كې زېږېدلى دى او اصلي ټا ټوبى يې د وردګو ولايت دسيد اباد ولسوالۍ دشنيزدره دچهاردهي كلى دى اواوس دكابل ښار په خوشحال خان مېنه كې استو ګنه لري . زده كړې: لومړنۍ زده كړې يې دغازي محمد ايوب خان ښوونځۍ كې په ۱۳۴۴ ل كال او منځنۍ زده كړې يې د نا دريې په عالي لېسه كې سر ته رسولې دي اوپه ۱۳۵۰ ل كال له دغه لېسې څخه فارغ شوى دى . لوړې زده كړې يې د كابل دپوهنتون داقتصاد په پوهنځۍ كې په كال ۱۳۵۶ ل كې سر ته رسولې دي. دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
غونډله ( جمله ) په تير پسې... الف – غونډله (جمله ) جمله په دوه ډوله ده يوه نيمګړې ، او بله پوره جمله که د يوې خبرې څخه مخاطب ته پوره مطلب ونه رسي هغه خبره نيمګړې ده لکه : د احمد تره ، سره زر ... او کومه خبره چې بل ترې پوره مطلب واخلي پوره جمله بلل کيږي لکه : د احمد تره راغلى دى . دا خبره سره زر ده ... يانې که چيرې دوه يا زياتې کلمې چې پوره مفهوم افاده کړي يا يوه کلمه چې دوې اساسي برخې ( مبتدا او خبر ) ولري جمله بلل کيږي په پښتو کې د مانا او جوړښت له مخې د جملې مشهور ډولونه دادي .
دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
ډاكټر محمد موسي وردګ په ۱۹۴۹ كال د وردګو د سيد اباد ولسوالۍ په صدوخيل كلي كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې تر شپږم ټولګي پورې دوردګو د تكيې په ښوونځي كې لوستلې او وروسته له هغه تر دولسم ټولګي پورې يې خپلې زده كړې په حربي ښوونځي كې ترسره كړې دي لوړې زده كړې يې د پخواني شوروي اتحاد د كيروف پوځي طب په اكاډمۍ كې دپخواني ليننګراد په ښار كې(ننني سي پطرس بورګ )روسيه كې دام ډي ماسټرۍ دديپلوم او دسرو زرو دمډال په اخيستلو په ۱۹۷۵ كال كې پاي ته ورسولې ، ليكن وردګ په دومره زده كړه بسنه ونه كړه او خپلو لوړو زده كړو ته يې دوام وركړ تر څو په ۱۹۷۷ يې وكړاي شول د ايم ايس او پي ايچ ډي يعني دوكتورا ديپلوم د طب په علومو كې ترلاسه كړي همدا شان وردګ په كال ۱۹۹۲ كې د جراحانو او ارتوپيدي دنړيوال انجمن (سيكوت)غړى منل شوى ... دمطلب دوام |
|
+ليكوال:
-> عبدالقدير خموش |
|
|
لومړى مخ برېښناليك زيرمتون |
| دويبلاك په هكله |
زه عبدالقدير "خموش" دانجينر صا حب نظر محمد "نوري"زوي په خټه وردگ پښتون ،په 1351 لمريز کال دکب د ميا شتي په شپاړ سمه نيټه دکابل په سلام غونډۍ کي زېږېدلى يم. اصلي پلرنى ټاټوبى مې دوردگو ولا يت چک ولسوالي دعربا نو دسمسورې درې دچورک خيلو کلي دى.
په 1358 لمريز کال دخير خاني ميني دعبدالغفور "نديم" په منځني ښوونځي کي شامل شوم د اتم ټولگي له بشپړولو وروسته مې د نادرئي په ليسه کي خپلي پاتي زده کړې پاي ته ور سولې . دکانکور په ازموينه کي پيداکوژي انستيتيوت ته معرفي شوم او د نوموړي انستيتيوت د ژبواوادبياتوپوهنځۍ پښتوځانگه مې دخپلو عالي زده كړو لپاره غوره كړه دخپل منځني جگړو په پايله کي مې دزدکړې موده اږده شوه ترڅو په 1377 لمريز کال له دغه انيستيتوت څخه بريالى راووتم . له فارغيدو سره جوخت په نوموړي انيستيتوت كې داستاد په توګه ومنل شوم . دکال په تيريدو مي د خپلي څانگي (پښتو) دامريت مسؤليت هم په برخه شو دطالبا نو له ماتي څخه وروسته په 1380 لمريز کال داستا دانو په غوښتنه دپوهنځۍ دتدريسي مرستيال په توگه تعين شوم په 1381 لمريز کال په نا څاپي توگه دمطبوعاتو لمني ته وروغورځيدم اود کليد په اوونيزه کي مي دژورناليست دنده د استادۍ تر څنگ خپله کړه دلږ مودې په تيريدو سره ددغې اوونيزې دپښتو برخې او لږ وروسته ددوا ړو ژبو (پښتو،دري) مسووليت را په غاړه شو .اوددواړو ژبو دکتني استاذى شوم يو کال وروسته دمرسل اوونيزې دتصحيح اوکليد اوونيزې دمرستيالۍ دندې راوسپارل شوه او همداشان دژورنالستۍ د دندې په دوهم کال کې دپخلاينې په نامه ديوې بلې جريدې دتصحيح دنده هم را وسپارل شوه او اوس په دواړو برخو (ژورناليزم او استادۍ) كې په كار بوخت يم هيره دې نه وي چې دهغه وخت پيداګوژي انيستيتوت او س دكابل دښوونې او روزنې په پوهنتون بدل شوى |
| ورځنۍ اړيكې |
|
د احمد فرزان ویبلاګ دورځنيو اړيكو زيرمتون |
| دليكنو زيرمتون |
|
شعرونه لنډې كيسې څېړنيزې ليكنې فلكلوري ليكنې پېژندګلوي په وردگو کی نننۍ او پرونۍ څهری شاعران او ليكوالان خواږه نثرونه |
|
RSS
|